دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 245

ذبیح الله مجاهد:د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د داعش د غړي نیول پاکستان کې د دې ډلې شتون ثابتوي

د طالبانو حکومت وايي، د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د داعش د یوه غړي نیول کېدل دا ثابتوي چې دغه ډله په پاکستان کې مرکزونه لري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې د داعش ځالې د پولې هغې غاړې ته دي او ځینې بریدونه هم هلته طرحه شوي دي.

پاکستان تر اوسه دې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

بل لور ته، د ترکیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې استخباراتو د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې د ځانګړو عملیاتو پر مهال یو ترکي وګړی، محمد ګورن، نیولی چې د داعش خراسان څانګې غړی بلل کېږي.

آلمان؛۱۴۱ افغانان د یوې چارټر الوتنې له لارې دغه هېواد ته لېږدولي

د آلمان رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت ۱۴۱ افغان وګړي آلمان ته لېږدولي دي.

د راپورونو له مخې، دغه افغانان د یوه چارټر الوتنې له لارې د نیدرزاکسن ایالت د هانوفر هوايي ډګر ته رسېدلي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې دا کسان به تر لومړنیو اداري چارو وروسته د آلمان بېلابېلو ایالتونو ته واستول شي.

چارواکي زیاتوي چې دا لېږد د هغو افغانانو لپاره شوی چې د آلمان د بشردوستانه او ځانګړو منلو پروګرامونو کې شامل دي.

له هرات څخه؛سعودي عربستان او اماراتو ته د بټریو صادرات پیل شول

د هرات د ولایتي ادارې مسوولان وايي چې د دې ولایت له صنعتي ښارګوټي څخه د لومړي ځل لپاره تازه تولید شوې بټرۍ بهرنیو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د دوی په وینا، د شاوخوا ۴۰ زره ډالرو په ارزښت بټرۍ چې ټولیز وزن یې ۲۷ ټنه کېږي، نن سعودي عربستان او متحده عربي امارت ته ولېږدول شوې.

په ورته وخت کې، د هرات له صنعتي ښارګوټي څخه د فولادو یوه بله جوپه هم صادره شوې ده.

دغه محموله چې ۱۱ کانټینره جوړوي، نن د تاجیکستان پر لور حرکت کړی دی.

ولایتي چارواکي وايي، دا صادرات د کورني تولید د پیاوړتیا او د افغانستان د صادراتو د پراخېدو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

شهباز شریف:د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکوم

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا د پاکستان تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې ده.

هغه د کابینې غونډې ته ویلي چې د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د سیاسي ګوندونو ترمنځ همغږي اړینه ده.

شهباز شریف ټینګار کړی چې مذاکرات به یوازې د مشروع غوښتنو پر بنسټ ترسره کېږي او حکومت د سیاسي جوړجاړي لپاره هر ډول هڅو ته چمتو دی.

حمدالله فطرت:د جوزجان قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د پروژې تړون لاسلیک شو

د طالبانو حکومت وایي، د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې دا تړون نن د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د اوبو او انرژۍ وزارت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د فطرت په خبره، د یادې پروژې لګښت شاوخوا یو میلیارد او ۸۸۶ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او چارې به یې په درېیو کلونو کې بشپړې شي.

نوموړي ویلي، چې په دې پروژه کې د ۸۵.۲۴ کیلومترو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول، په قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې د دوو سب‌سټېشنونو او دوو توزیعي شبکو جوړول شامل دي.

هغه دغه راز ویلي، چې د پروژې له بشپړېدو سره به زرګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

پاکستاني علما:د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زده‌کړو بندیز د اسلامي اصولو خلاف دی

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند له خوا یوې غونډې کې د طالبانو حکومت پر هغو محدودیتونو انتقاد شوی چې د نجونو د زده‌کړو مخه نیسي.

د مولانا فضل‌الرحمن په مشرۍ د علماوو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د نجونو له زده‌کړو منع کول په اسلام کې هیڅ توجیه نه لري.

علماوو د طالبانو له حکومت غوښتي چې ښوونځي او نهادونه سمدستي د نجونو پر مخ پرانیزي، ځکه زده‌کړه د نارینه‌وو او ښځو دواړو لپاره یوه دیني فریضه ده او د نجونو د زده‌کړو محدودیتونه افغانستان او راتلونکو نسلونو ته زیان رسوي.

خیبر پښتونخوا؛په یو وسله‌وال برید کې څلور پولیس ځای پر ځای وژل شوي

0

د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ په ګُرګُري سیمه کې د وسله‌والو په برید کې څلور پولیس سرتېري وژل شوي دي.

سرچینو ویلي، یاد پولیس د تېلو او ګازو د کمپنۍ د امنیت پر دنده بوخت وو چې ناڅاپي برید پرې شوی او د برید پر مهال د پولیسو موټر هم اور اخیستی او په بشپړه توګه سوځېدلی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې دوه ورځې وړاندې همدې سیمې ته نږدې د طالبانو یو ځایي قومندان، چې کلیم نومېده، په یوه هدفي برید کې وژل شوی و.

تر دې دمه کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

مولانا فضل‌الرحمن:افغانستان او پاکستان دې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن د علماوو په یوې غونډه کې له افغانستان او پاکستان غوښتي چې خپلې ستونزې د خبرو او دیپلوماتیکو لارو حل کړي.

د غونډې په ګډه اعلامیه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خراب وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده شوې او پر دې ټینګار شوی چې ښه ګاونډیتوب، د یو بل د حاکمیت درناوی او د سولې هڅې باید د دوه‌اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا لپاره وشي.

هه‌نګاو:روان کال په ایران کې د ښځو د وژنې ۲۰۳ پېښې ثبت شوي

0

د هه‌نګاو بشري حقونو سازمان ویلي چې په ایران کې د ښځو وژنې زیاتې شوې دي.

د راپور له مخې، په روان کال کې لږ تر لږه ۲۰۳ د ښځو د وژنې پېښې ثبت شوې دي.

دغه سازمان زیاتوي چې د ښځو ضد قوانین، نرواکه ټولنه او ناموسي دودونه ددې لامل شوي چې ګڼې پېښې له رسمي شمېرې پټې پاتې شي.

همداراز، د هرانا د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۳ کال کې زرګونه د کورني تاوتریخوالي او د بدحجابي په نوم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې هم ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو له بندیز سربېره؛د پاکستان او لیبیا ترمنځ د میلیاردونو ډالرو پټه هوکړه افشا شوې

0

رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان د لیبیا له ملي پوځ سره د څه باندې ۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو د پېر هوکړه کړې ده.

د راپور له مخې، دا هوکړه د بنغازي ښار کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر او د لیبیا د ملي اردو د قومندان صدام خلیفه حفتر ترمنځ شوې ده.

که څه هم د لیبیا ملي پوځ دا هوکړه تایید کړې؛ خو د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو پر لیبیا د امنیتي بې ثباتیو او کورنیو جګړو د مخنیوي لپاره د وسلو د پېر بندیز لګولی او د پاکستان دا هوکړه ښايي نړیوال غبرګونونه را وپاروي.