دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 246

د سره صلیب نړۍواله کمېټه:بېکاري، فقر او طبیعي پېښو میلیونونه افغانان سخت اغېزمن کړي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲۳ میلیونه افغانان د بشري مرستو محتاج وو.

د یادې ادارې په وینا، د کار نشتون، د عایداتو کمېدل او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسي د خلکو د ژوند شرایط سخت کړي دي.

راپور څرګندوي، چې د طبیعي آفتونو دوام، اقلیمي بدلونونه او افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدل د بشري اړتیاوو کچه لوړه کړې ده.

همدارنګه زلزلو، وچکالۍ او سېلابونو کرنیز حاصلات او بنسټیزې زېربناوې زیانمنې کړې دي.

سره صلیب ویلي، اقتصادي بې‌ثباتي، بې‌ځایه کېدل، بندیزونه او د نړیوالو مرستو کمېدل د هېواد بشري وضعیت لا بحراني کړی.

دغه بنسټ د ژمي له پیلېدو سره د بېوزلو افغانانو د ملاتړ لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې.

خالد حنفي:له امربالمعروف پرته اسلامي نظام نشته

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي ویلي، هغه نظام چې د امربالمعروف اداره ونه لري، اسلامي نظام نه بلل کېږي.

نوموړي ادعا کړې، چې د «اسلامي امارت» له ادارې پرته په نورو اسلامي هېوادونو کې دا اداره نشته او که وي نو یوازې په نوم ده.

د هغه دا څرګندونې نن په ملي ټلوېزیون خپرې شوې دي.

عبدالکریم خرم:د آریانا سینما نړول د کابل تاریخي هویت ته دروند زیان دی او د ښار تاریخي حافظه له منځه وړي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم د کابل د تاریخي سینماګانو د نړولو پر ضد غبرګون کې ویلي، چې د ښارونو هویت د هغوی له تاریخي او فرهنګي ودانیو سره تړلی دی.

ښاغلي خُرم ویلي، تر دې مخکې سینما پارک ونړول شو او اوس د آریانا سینما د تخریب خبره مطرح ده، چې دا چاره د ښار تاریخي حافظه له منځه وړي.

خرم ټینګار کړی چې سینما هنر او فرهنګي ارزښت لري او د اریانا سینما عمر د ځینو هېوادونو له عمره هم زیات و، خو سره له دې تاریخي نښې د سوداګریزو ودانیو لپاره له منځه وړل کېږي.

سهیل شاهین؛د پولنډ له ځانګړي استازي سره د افغانستان او پولنډ د اړیکو او کونسلي همکاریو په اړه خبرې کړي دي

په قطر کې د طالبانو حکومت د سفارت ویلي چې دغه هېواد کې د دوی سفیر سهیل شاهین په دوحه کې د پولنډ له ځانګړي استازي ویتولد سوبکو سره لیده‌کاته کړې ده.

دواړو لورو په دې ناسته کې د افغانستان او پولنډ ترمنځ د اړیکو د پراختیا، په پولنډ کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي اسانتیاوو، د افغانستان د روان سیاسي وضعیت او د پولنډ له‌خوا د بشري مرستو پر دوام خبرې کړې دي.

دواړو خواوو د همکاریو د پراخولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د امریکا استخبارات:پوتین د اوکراین او د اروپا د ځینو سیمو د نیولو موخه لري

0

د امریکا استخباراتو ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لا هم د اوکراین د بشپړ نیولو او د پخواني شوروي د ځینو اروپایي سیمو د بېرته ترلاسه کولو اراده لري.

دا خبره رویټرز ته د امریکا له استخباراتي معلوماتو سره تړلو سرچینو کړې ده.

دغه ارزونې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه دریځ خلاف دي چې وایي پوتین د جګړې د پای ته رسولو غوښتونکی دی.

بل‌خوا کرملین دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا ډول استخباراتي پایلې ناسمې دي.

اندونیزیا؛د بس د ټکر پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي

0

په اندونیزیا کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

راپورونه وایي، دغه پېښه د جاوه په ټاپو کې د شپې ناوخته هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافر وړونکی بس له سړک څخه واوښت او چپه شو.

د اندونیزیايي چارواکو په وینا، په بس کې ټول ۳۴ کسان سپاره وو او بس تر هغې وروسته له کنټروله ووت چې د سړک له خنډونو سره ولګېد.

ویل کېږي، دغه بس له پلازمېنې جاکارتا څخه د یوګیاکارتا ښار پر لور روان و.

ایران:افغانانو ته د ویزو ورکړه کې اسانتیا راولو

په افغانستان کې د ایران د سفارت مرستیال، سید حسین مرتضوي، د هرات د طالبانو حکومت له والي سره د کتنې پر مهال ویلي چې ایران غواړي له افغانستان سره خپلې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او د افغان اتباعو لپاره د ویزو د ورکړې بهیر اسانه کړي.

د هرات د ولایت مقام د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د کډوالو د ستونزو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او ترانزیټ د همکاریو د زیاتوالي په اړه بحث شوی.

دواړو لورو ټینګار کړی چې د دوه‌اړخیزو اړیکو پراختیا د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره مهمه ده.

روسیه؛مسکو کې د وسله والو ځواکونو مشر جنرال فانیل سروروف په چاودنه کې وژل شوی

0

د روسیې د څېړنیزې کمیټې په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې د روسیې د وسله‌والو ځواکونو د عملیاتي روزنې مشر، جنرال فانیل سروروف، نن سهار په مسکو کې یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د چارواکو په وینا، چاودیدونکي مواد له مخکې په موټر کې ځای پر ځای شوي و.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس راپور ورکړی چې د څېړنیزې کمیټې له معلوماتو سره سم، اوکراین په دې پېښه کې لاس لري او د دغه برید په تنظیمولو تورن شوی دی.

روسي چارواکي وایي، چې د سروروف د وژنې په تړاو د څېړنو بهیر یې پیل کړی دی.

حامد کرزی:د جاپان لخوا د افغانستان له ولس سره د نوې مرستې قدرانی کوم

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د جاپان له‌خوا د افغانستان د ولس لپاره د ۱۹.۵ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان ستایلی او مننه یې ترې کړې ده.

هغه ویلي، جاپان له افغانستان سره اوږدې او دوستانه اړیکې لري او تل یې په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده.

ملګري ملتونه:۱.۷ میلیونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه په زیاتېدو ده او هره ورځ ګڼې مېندې او ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورځي.

یادې ادارې ویلي، چې روان کال یې زرګونه اړمنو کسانو ته مغذي خواړه رسولي، خو خبرداری ورکوي چې د نړۍوالو مرستو کمښت د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلچر ټینګار کړی، چې د مرستو د کمېدو له امله سلګونه روغتیايي کلینیکونه او د خوړو د وېش مرکزونه تړل شوي او شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.