جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 241

محمود خان اڅکزی:اسلام اباد د انګریزي استعماري سیاست پلونه تعقیبوي، او غواړي افغانستان د دوی د امر تابع وي

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پر پاکستاني حکومت سختې نیوکې کړې دي، او ویلي یې دي چې د اسلام‌اباد واکمن د برتانیې د پخواني استعماري سیاست تقلید کوي او هڅه کوي پر افغانستان خپله ولکه ټینګه کړي.

اڅکزي په یوه پیغام کې ویلي، د پاکستان واکمن غواړي افغانستان د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه ومني، د بهرنیو اړیکو پرېکړې یې د اسلام‌اباد تر اغېز لاندې وي او د کابل حکومت د دوی د سیاسي امر تابع شي.

نوموړي زیاته کړې، د اوسني حکومت مشران د ملت د ګټو پر ځای د استعماري مفکورو تعقیب کوي او د ګاونډي هېوادونو سره د سالمو اړیکو چلند نه‌پېژني.

د هندي سینما مشهور ستوری؛درمندرا سنګ دیوال ومړ

0

د باليووډ نوميالی ستوری درمندرا سنگ دیول د ۸۹ کلونو په عمر ومړ.

نوموړی د نفس تنګۍ له امله د ممبۍ په يو روغتون کې بستر شوی و، خو ډاکترانو يې د مړينې خبر تاييد کړی.

درمندرا په ۱۹۶۰ کال کې د «دل به تیرا هم به تیری» فلم له لارې هنري سفر پيل کړی و او وروسته د اکشن فلمونو له امله د «هند ځواکمن سړی» په نوم يادېده.

هغه دوه ودونه کړي وو او څلور اولادونه ترې پاتې دي.

درمندرا نه يوازې په هند، بلکې په افغانستان کې هم ګڼ مينه وال درلود.

ډونالډ ټرمپ؛د احمدالشرع سره د بندو دروازو ترشا خبرې کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره په سپينه ماڼۍ کې کتلي.

د رویټرر د راپورونو له مخې احمدالشرع د خپلو خبرو وروسته ژمنه کړې چې د سوريې د بریا او ثبات لپاره به «هر ممکن ګام» پورته کړي.

احمد الشرع، چې پخوا د القاعدې پخوانی قوماندان بلل کېده او د واشنګټن تر بندیزونو لاندې و، د بشارالاسد له نسکورېدو وروسته د سوريې واکمن شوی او هڅه کوي ځان د منځلاري او یووالي غوښتونکي مشر په توګه نړۍ ته معرفي کړي.

د الشرع د واشنګټن د سفر یوه مهمه موخه د امریکا د سختو بندیزونو لرې کول وو.

د رویټرز د راپور له مخې، د دواړو مشرانو خبرې د تړلو دروازو تر شا ترسره شوې، خو د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې د موسومو «قیصر بندیزونو» د عملي کېدو ځنډ یې ۱۸۰ ورځو ته غځولی چې موقتي اقدام بلل کېږي.

د الشرع دا لیدنه، چې د هغه د واکمنۍ تر یو کال وروسته ترسره کېږي، د هغه د نړیوال مشروعیت د ټینګښت هڅو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.

د طالبانو د کورنیو چارو پخوانی ویاند:طالبانو حکومت دې د ملي مشروعیت ترلاسه کولو لپاره جرګه راوبولي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو پخواني ویاند عبدالنافع ټکور ویلي چې په تاریخي ډول افغان حکومتونو د ملي او حساسو موضوعاتو د حل لپاره لویې جرګې راغوښتې دي او د جرړې پرېکړې به د وخت حکومت د ولسي مشروعیت په توګه منلې.

ټکور وايي، د لویې جرګې یو مهم رول دا و چې د هر ممکنه تاوان یا پایلې مسؤلیت به د خلکو له خوا ټاکل شوې جرګې ته ورګرځېده او پرېکړې به ملي باور پیدا کاوه.

نوموړي پوښتنه کړې:« نو که امارت هم په یوشمېر ملي مسائلو کې لویه جرګه راوبولي ښه به نه وي؟»

د طالبانو حکومت:غزني کې د پولی میتال کان د اکتشاف او استخراج نوی تړون لاسلیک شو

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري اعلان کړی چې د غزني د زرکشانو د پولی میتال کان د پلټنې، استخراج او پروسس تړون یې له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی دی.

بدري ویلي، «اسلامي امارت» هڅه کړې چې د کانونو کیندنه یوازې وړتیا لرونکو او مسلکي شرکتونو ته وسپاري.

د ده په وینا، دغه کان چې شاوخوا ۲۴۰ کیلومټره مربع مساحت لري، د شفافیت او اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره تر تړون لاندې راغلی، څو د کانونو په سکټور کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

د بشري حقونو کمیسیون:خیبر پښتونخوا کې ناامني، جبري نیونې او د مدني ځواک کمزوري ژوره اندېښنه ده

0

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د خیبر پښتونخوا د امنیتي او بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

په تازه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۵ کال د ترهګریزو بریدونو نږدې دوه پر درېیمه برخه په دې ایالت کې شوې، چې زیاتره هدف یې امنیتي ځواکونه او پولیس وو.

راپور زیاتوي چې مدني ځواکونه کمزوري شوي، خلک د ناامنیو، جبري بېځایه کېدو او عدالت ته د محدود لاسرسي سره مخ دي، او غیرنظامیان د معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې په خطر کې دي.

راپور د کرم په سیمه کې د قومیزو او مذهبي شخړو، د اوږدې مودې بندو لارو له امله د اقتصادي ستونزو او د کانونو او پرمختیایي منابعو د مدیریت په اړه د خلکو د اندېښنو یادونه هم کړې ده.

خیبر پښتونخوا؛جنوبي وزیرستان کې د پوځي کالج په دروازه کې ځانمرګی برید شوی

د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې، د واڼه ښار ته څېرمه زیړي نور سیمه کې د پوځي کالج په دروازه ځانمرګي برید شوی دی.

امنیتي سرچینې وايي، بریدګر په مرکزي دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې.

تر اوسه د پېښې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

مسکو:د پوتین د هند سفر لپاره فعال چمتووالی روان دی

0

کرملین اعلان کړی چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د راتلونکې هند سفر لپاره فعال چمتووالی روان دی او مسکو تمه لري چې دا سفر به مهمې پایلې ولري.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې پوتین به د روان کال تر پایه هند ته ولاړ شي، چې دا به د ۲۰۲۱ کال له سفر وروسته لومړی ځل وي.

پسکوف د احتمالي موافقو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

بلخوا، د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي غوښتي چې د روسیې د نفتو پېرل کم یا بند کړي، خو هند لا هم د روسي نفتو له لویو پېرونکو څخه دی.

حامد کرزی:د نجونو له زده‌کړو پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولای

پخواني ولسمشر حامد کرزي د «سولې او پرمختګ لپاره د علم نړيوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې افغانستان د نورو ملتونو په څېر علم او پوهې ته سخته اړتیا لري.

هغه ټینګار کړی چې هېواد هغه وخت له ستونزو وتلی شي او پرمختګ او ځان بسیا ته رسېدای شي چې د ټولو خلکو لپاره د زده‌کړې برابر شرایط رامنځته شي.

کرزي هیله څرګنده کړې چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي.

نوموړي له افغان ځوانانو، هلکانو او نجونو غوښتي چې د هر فرصت څخه د زده کړې لپاره ګټه واخلي او ځانونه لوړو علمي زده‌کړو ته ورسوي.

پخواني ولسمشر ویلي چې افغانستان کولای شي د علم په رڼا او د تعلیم‌یافته نسل په مټ سولې او پایدار پرمختګ ته ورسېږي.

اسماعیل بقایي:ایران چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان د شخړو د کمولو لپاره منځګړتوب وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د کمولو لپاره هر ډول منځګړتوب ته چمتو دی، که دواړه هېوادونه یې وغواړي.

د وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، ایران د ختیځو پولو د ناامنۍ په اړه اندېښمن دی، ځکه په خبره یې دا وضعیت د سیمې پر امنیت مستقیم اغېز لري.

د یادونې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تازه تماسونو کې له خپلو افغان او پاکستاني سیالانو سره خبرې کړې او د شخړو د کمولو او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د مرستې چمتووالی یې بیا تکرار کړی دی.