شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 240

د پاکستان دفاع وزیر:اسلام آباد ته د جګړې رسیدل مونږ ته امنیتي او سیاسي پیغام لري

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د اسلام‌اباد د ځانمرګي برید په غبرګون کې ویلي، دا پېښه د «ټول پاکستان د جګړې زنګ» او «له کابل څخه یو څرګند پیغام» دی.

خواجه آصف په ایکس کې لیکلي، پاکستان دا مهال د جګړې په حالت کې دی، او که څوک فکر کوي چې پوځ یوازې د افغانستان او پاکستان کرښو او بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې جګړه کوي، نو د اسلام‌اباد د نن ورځې برید باید د خطر زنګ وګڼي.

هغه ټینګار کړی چې د کابل واکمن د پاکستان دننه د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي توان لري، خو د جګړې رسیدل تر پلازمېنې پورې یو سیاسي او امنیتي پیغام دی، چې پاکستان د «قاطع ځواب ورکولو توان لري».

په اسلام‌اباد کې چاودنې نن سه‌شنبه د جی۱۱ سیمې یوې محلي محکمې مخې ته شوې، چې، لږ تر لږه ۱۲ تنه پکې وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

عبدالقهار بلخي:پاکستان کې په شویو چاودونو خواشینې یو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د اسلام اباد د چاودنې اوواڼه کې پر یو تعلیمي مرکز بریدونه غندلي.

ښاغلي بلخي په اعلامیه کې لیکلي: «د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د چاودنې او واڼه کې په تعلیمي مرکز د برید له امله چې په کې لسګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي دي خپله ژوره خواشینې ښیي او غندي یې.»

اسلام آباد کې نننۍ چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د طالبانو حکومت:د هند په نوي ډهلي کې چاودنه غیر انساني او د عامو خلکو د ژوند خلاف عمل دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د هند پلازمېنې نوي ډهلي د لال‌قلعه په سیمه کې شوې چاودنه په کلکه غندلې ده.

یاد وزارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د هند له حکومت او خلکو سره یې د غمشریکۍ پیغام شریک کړی دی.

اعلامیه زیاتوي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ټپیانو ژر روغېدو هیله کوي او دا ډول بریدونه یې «غیر انساني او د عامو خلکو د ژوند خلاف عملونه» بللي دي.

آسلام اباد؛د محکمې مخې ته چاودنې ۳۰تنو ته مرګژوبله اړولې

0

د پاکستان پلازمینه آسلام اباد کې د یوې محکمې مخې ته چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۹ کسان یې وژلي او ۲۱تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه شوی، او هیڅ کومې ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

راپورنه وایي، امنیتي چارواکو د پېښې د علت د څېړنې لپاره پلټنې پیل کړي دي.

ډونالډ ټرمپ؛د وینا د تحریف په غبرګون کې له بي بي سي څخه د یو میلیارد ډالرو جریمه غواړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د بي بي سي پر وړاندې د یو میلیارد ډالرو د دعوې ګواښ کړی دی چې دلیل یې د ټرمپ د یوې وینا د تحریف منل شوې خپرونه ده.

دغه خپرونه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر ۶مه د کانګرس د حملې پر وړاندې شوې وه.

ټرمپ له بي بي سي غوښتنه کړې چې د لاس‌وهلې شوې خپرونې مواد بیرته واخلي، بښنه وغواړي او زیان جبران کړي.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، په لیک کې ویل شوي، که غوښتنه ونه منل شي، ولسمشر به قانوني اقدام وکړي او د لږ تر لږه یو میلیارد ډالرو خسارې غوښتنه به وکړي.

یاد تحریف رسوایي رامنځته کړې او د بي بي سي دوه لوړپوړو مدیرانو، تیم ډیوي او دبورا ترنس، له خپلو دندو استعفا ورکړې.

د درمندرا سنګ کورنۍ:د هندي رسنیو راپورونه غلط دي او د نوموړي روغتیایي وضیعت په ښه کیدو دی

0

د بالیووډ ستوري درمندرا سنګ دیوال د مړینې په اړه د هندي رسنۍ راپورونه رد شول.

د هغه میرمن هما ماليني او لور اشا دیوال تایید کړې چې د درمندرا سنګ روغتیايي وضعیت «ثابت او په ښه کېدو دی.»

د نوموړي کورنۍ له رسنیو او خلکو غوښتنه کړې چې د دوی شخصي ژوند ته درناوی وکړي.

د راپورونو له مخې، ښاغلی دیوال د دوشنبې په ورځ د ساه تنګۍ له امله روغتون ته وړل شوی و، چې وروسته یې هندي رسنیو د مړینې راپورونه خپاره کړل.

عاصم افتخار احمد:افغانستان کې له امریکا څخه پاتې شوې وسلې، د پاکستان پر ضد استعمالېږي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد ویلي، چې په افغانستان کې له امریکا څخه د پاتې شویو پرمختللو وسلو او مهماتو زیرمو د سیمې لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی دی.

افتخار احمد، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې داعش خراسان، پاکستاني طالبان او نورې وسله‌والې ډلې له دغو وسلو څخه د پاکستان پر خلکو او امنیتي ځواکونو د بریدونو لپاره کار اخلي.

نوموړي ادعا کړې چې د دغو وسلو د قاچاق په تړاو د کره او موثقو معلوماتو په درلودلو په سرحدي سیمو کې نیول شوي او په تورو بازارونو کې هم پلورل کېږي، چې د سیمې ثبات او امنیت ته ستر خطر پیښولای شي.

د پاکستان دغه استازي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د وسلو د قاچاق مخنیوي لپاره ګډې هڅې پیاوړې کړي او طالبان هم باید د دې جریان پر وړاندې خپل مسؤلیتونه عملي کړي.

د تورخم تړل شوې لار؛د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ ۴.۵ میلیارده ډالر او ۱۶.۵ میلیونه روپۍ تاوان ګاللی

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تورخم دروازې د یوې میاشتې تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو سوداګریزو فعالیتونو د پام وړ زیانونه ګاللي.

راپورونه ښيي چې په دې موده کې په وارداتو او صادراتو کې شاوخوا ۴.۵ میلیارده ډالره او ۱۶.۵ میلیارده روپۍ تاوان رامنځته شوی دی.

یادو رسنیو زیاته کړې چې پر افغانستان د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ راهیسې پاکستان د افغان بازار شاوخوا ۶۵ سلنه برخه له لاسه ورکړې، او دغه بازار ایران، مرکزي اسیا، ترکیې او هند ته انتقال شوی.

د اسلام اباد او کابل سیاسي ناندریو د دواړو هیوادونو اقتصادي وضیعت ترینګلی کړی او ترمنځ یې سوداګرو ته پراخ مالي زیانونه اړولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:د نوې ډهلي د وروستۍ چاودنې په تړاو له نږدې ارزیابي کوو

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د نوي ډهلي وروستۍ چاودنې ژور خواشیني کړي او د وضیعت د ارزونې په موخه به له نږدې څارنه کوي.

دا په داسې مهال کې ده چې وړمه شپه د هند په نوي ډهلي کې د چاودنې له امله نږدې اته کسان وژل شوي او شا او خوا شل تنه یې ټپیان کړي دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا پیښه تروریستي عمل بللې او ویلي یې دي چې ډېر ژر به د پیښې علت معلوم او ارزیابي کړي.

د امریکا سنا؛د هیواد د تر ټولواوږد حکومتي بندیز پای ته رسولو طرحه تصویب کړه

0

د امریکا سنا جرګې د هېواد د تر ټولو اوږد حکومتي بندیز د پای ته رسولو لپاره یوه طرحه د ۶۰–۴۰ په رایو تصویب کړه.

دغه بندیز څو اونۍ وړاندې پیل شوی و او د میلیونونو امریکایانو ژوند یې تر اغېز لاندې راوستی و چې له مخې یې د خوړو مرستې ګډوډې شوې وې، سلګونه زره فدرالي کارکوونکي بې معاشه پاتې شوي و، او د هوايي چلند خدمات هم له ستونزو سره مخ شوي وو.

د سنا په رایو کې ډېری جمهوري غوښتونکي او اته ډیموکراتانو د طرحې ملاتړ کړی.

دغه طرحه د SNAP د خوړو مرستو پروګرام تمویل هم تضمین کړی، چې د راتلونکي بندیز پر مهال خلک له سختو ستونزو سره مخ نشي او همدارنګه، د فدرالي کارکوونکو د معاشونو کمولو پلان به تر جنوري ۳۰ پورې وځنډول شي، ترڅو کارکوونکي په بې ثباتۍ ښکیل نشي.