جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 242

د هېواد پخوانی دفاع وزیر؛سترجنرال محمد رفیع په جرمني کې ومړ

د افغانستان د دفاع پخوانی وزیر ستر جنرال محمد رفیع د جرمني په یو روغتون کې د ناروغۍ له امله په ۸۲ کلنۍ کې وفات شوی دی.

رفیع د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال، په ۱۳۵۸ کال کې د دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی و.

یونیسف:په افغانستان کې د ماشومانو د ودې ۷۰ مرکزونه مو جوړ کړي

یونیسف وايي چې په افغانستان کې یې د نړیوال بانک په همکارۍ په روان کال کې د ماشومانو د ودې ۷۰ مرکزونه جوړ کړي، چې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان به ترې ګټه واخلي.

د یونیسف په خبره، دغه مرکزونه ماشومانو ته خدمتونه وړاندې کوي او د مور او ماشوم اړیکې پیاوړې کوي.

یونیسف د افغانستان په غرنیو سیمو کې د مغذي خوړو د کمښت اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکړی چې درې میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

ندا محمد ندیم؛د جاپان له نوي سفیر سره لیدلي او د مرستو د دوام غوښتنه یې کړې

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت وايي چې د دغه وزارت وزیر ندا محمد ندیم د جاپان له نوي سفیر ماساموتو کېنیچي سره د پېژندګلوۍ ناسته کړې ده.

ندا محمد ندیم له سفیر څخه غوښتي چې هېواد دې له افغانستان سره خپلې مرستې، په ځانګړي ډول د بیارغونې او لوړو زده‌کړو د پیاوړتیا په برخو کې، دوامدارې وساتي.

د وزارت په خبره، د جاپان سفیر د خبرو پر مهال د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د حماسه میډیا تر راپور وروسته؛نږدې یونیم کال وروسته د طالبانو حکومت د کانونو وزارت خام نفت داوطلبۍ ته وړاندې کړل

د حماسه میډیا تر راپور ورورسته؛ د لومړي ځل لپاره د طالبانو حکومت د کانونو وزارت خام نفت داوطلبۍ ته وړاندې کړل.

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت ویلي، چې د امو دریا نفتي حوزه کې د قشقرې سیمې ۱۸۰۰۰ ټنه خام نفت داوطلبي ته وړاندې کوي.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، دا داوطلبي به هغه څوک ګټي، چې خپلواکې تصفیه خونې ولري، له نړیوال بازار څخه د دوی مواد ۱۵ ډالره لوړ واخلي او خپلواک جواز ولري.

افغان زیاتوي، چې داوطلب شرکتونه باید تر اوو ورځو پورې خپل اسناد دوی ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت د کانونو وزارت نږدې یو نیم کال وروسته خام نفت دواطلبۍ ته وړاندې کوي.

افغان پوسټ؛په ننګرهار کې د پاسپورټونو تر کور رسولو بهیر پیل کړ

د ننګرهار د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، په دغه ولایت کې د افغان پوسټ له لوري خلکو ته د نویو پاسپورټونو د کور تر دروازې رسولو بهیر پیل شوی دی.

چارواکي وايي چې دا خدمت اختیاري دی او لګښت یې یوازې ۱۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.

د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست مشر عبد الکریم حسیب دغه بهیر «چټک، اصولي او قانوني» بللی دی.

د افغان پوسټ عمومي مسؤول رحمت‌الله مکي وایي چې په ټول هېواد کې ۳۶۴ پوسته‌خونې او د کورونو ثبت شوي پته لري، نو ځکه به دا پروسه بریالۍ وي.

اتریش؛یو افغان د نشه‌يي موادو د قاچاق له امله له هېواده وایست او کابل ته یې ولېږدوه

یو افغان وګړی چې په اتریش کې مېشت و او د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور محکوم شوی و، تېره ورځ له دغه هېواده وایستل شو او کابل ته ولېږدول شو.

د اتریشي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د ناقانونه مېشتو کسانو د اخراج بهیر به لا هم سخت او جدي تعقیب شي.

د راپور پر بنسټ، دا له هغه وخت راهیسې چې د طالبانو حکومت پر افغانستان واکمن شوی، د اتریش له لوري افغانستان ته د اخراج دوهمه پېښه ده.

زلمی خلیل‌زاد:د افغانستان او پاکستان د خبرو په منځګړیتوب کې د ترکيې نوې هڅې ستایم

د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د ترکيې هغه نويو هڅو ته هرکلی ويلی چې موخه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب له لارې د تاوتريخوالي د بيا رامنځته کېدو مخنيوی دی.

تر دې يوه ورځ مخکې د ترکيې ولسمشر اعلان کړی و چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير، د دفاع وزير او د استخباراتو مشر به دا اونۍ پاکستان ته سفر وکړي، څو د اسلام‌ـ‌اباد او کابل ترمنځ د روانو خبرو اترو په اړه د پاکستاني چارواکو سره بحثونه وکړي.

شکریه بارکزۍ؛د نړیوال ازادۍ کانګریس مرستیاله وټاکل شوه

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ د نړیوال ازادۍ کانګریس مرستیال ټاکل شوې.

دا کانګریس تېره ورځ برلین کې د شپېتو هېواودونو د استازو په شتون کې پیل شو، چې درې ورځې دوام کوي، چې په کې شکریه بارکزۍ د دغه کانګریس مرستیاله ټاکل شوې.

بارکزۍ ویلي، چې دوی د پیاوړي، متحد او نړیوال بدلون لپاره ژمن دي او د عدالت لپاره به مبارزه کوي.

شکریه بارکزۍ د افغان ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوي، چې د طالبانو حکومت سر سخته منتقده ده.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت:شیخ هبت‌الله د عصري زده کړو د پراختیا لپاره ۶۳۳ بستونه منظور کړل

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې شیخ هبت‌الله اخندزاده د نوې ټکنالوژۍ او عصري زده کړو د لا پراختیا په موخه ۶۳۳ اداري او کادري بستونه منظور کړي دي.

د وزارت په وینا، دغه نوي بستونه د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د نهمې او لسمې دورې له پرېکړو سره سم د هغو پوهنځیو او ماسټرۍ پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي چې تازه رامنځته شوي دي.

یادو پروګرامونو کې کمپیوټر ساینس، انجنیري، مصنوعي ځیرکتیا او ریاضیات برخې شاملې دي.

اعلامیه زیاتوي چې د شیخ هبت‌الله د ځانګړي شفقت پر بنسټ په بدخشان او غزني پوهنتونونو کې منظور شوو طب پوهنځیو لپاره هم اړین اداري او کادري بستونه منظور شوي دي، څو دغه پوهنځي د بشپړ ظرفیت سره فعالیت پیل کړي.

ډاکتر فضلي:پاکستاني سیاستوال د دیني وطنپالنې شعارونه ورکوي، خو په ایت او قران نه پوهیږي او شپنۍ میلې او شرابخوري کوي

د چارو ادارې پخواني رئیس فضل‌محمود فضلي ویلي چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې له ژور هویتي بحران سره مخ دی او دا هېواد لا هم نه دی توانېدلی چې خپل ملي هویت په روښانه توګه تعریف کړي.

فضلي وایي، د پاکستان د دولت ایډیالوژیک بنسټ یوازې مذهبي فکر ته ورګرځي چې د دیوبندي علماوو او د اخوان‌المسلمین د نظریاتو تر اغېز لاندې جوړ شوی؛ خو مدني قوانین او د اساسي قانون ډېری برخې یې د برېتانوي سیکولر استعماري دورې میراث دی.

هغه زیاتوي چې د پاکستان په واکمنو کړیو کې تل ادعا کېږي چې مذهب د دې هېواد د هویت اصلي محور دی؛ خو په عملي بڼه د دغه شعار او واقعیت تر منځ لوی تضاد شته.

د هغه په وینا، ډېری کسان چې د مذهبي نیشنلیزم بیرغ پورته کوي، د قرآن څو آیتونه هم په سمه توګه نه شي لوستلای.

فضلي وایي، پاکستان باید په رښتینې توګه هغه ایډیالوژي تعقیب کړي چې د دې هېواد د جوړېدو تر شا وه او یا دې اعتراف وکړي چې نور د یو منظم هویت لپاره واضح منطق نه لري.

ده ټینګار کړی چې سیکولر مزاجه پاکستانیان هم باید د پاکستان د جوړېدو تاریخي دلیلونه درک کړي او یوازې پر نورو تور پورې نه کړي.

فضلي په پای کې ویلي: «دا وخت راغلی چې پاکستان پرېکړه وکړي، چې څوک دی او غواړي څه شی شي.»