شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 239

اسماعیل بقایي:اسلام‌آباد کې د محکمې مخته برید په سختو ټکو غندو

0

ایران د پاکستان په اسلام‌آباد کې د محکمې مخته برید چې د خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو سبب شوی، سخت غندلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه پیغام کې د پاکستان له خلکو او حکومت، په ځانګړې توګه د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

بقایي د ترهګرۍ او افراط‌ګرۍ پر وړاندې د ایران د اصولي دریځ یادونه کړې او د ترهګرۍ د له منځه وړلو او له ریښې د ورکېدو په اړتیا یې ټینګار کړی دی.

هغه همدارنګه د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه کړې تر څو د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه وشي.

ملا عبدالغني برادر:«اسلامي امارت» له پاکستان سره هر ډول سوداګري او ترانزیت پای ته رسوي

د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې «اسلامي امارت» به نور له پاکستان سره اقتصادي راکړه ورکړه نه کوي.

برادر له افغان سوداګرو غوښتي چې د پاکستان پر ځای له نورو بدیلو سوداګریزو لارو ګټه واخلي.

نوموړي ویلي، چې اوس مهال د پاکستان سره د سوداګرۍ ډېره برخه د درملو واردات جوړوي او ټول واردونکي درې میاشتې وخت لري ترڅو له پاکستان سره خپل حسابونه تصفیه کړي.

هغه ویلي«د دې مودې له تېرېدو وروسته د مالیې وزارت به له پاکستان څخه واردېدونکي درمل ونه مني او د واردولو اجازه به نه ورکوي.»

برادر زیاته کړې چې پاکستان په تېرو څلورو کلونو کې د اصولو مطابق سوداګري نه ده کړې او کله چې د افغانستان د مېوو موسم راغلی، لارې یې تړلې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې که پاکستان د سوداګریزو لارو پرانېستل غواړي، باید کلک تضمین ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې میاشتې زیاته موده کېږي چې پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې تړلي او هیڅ ډول راکړه ورکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ نه ترسره کېږي.

رحمت الله نجیب:د استانبول خبرو کې پاکستان غوښتل چې «اسلامي امارت» دغه هېواد کې د جګړې خلاف فتوه صادره کړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت معین او د پاکستان سره د خبرو اترو پلاوي غړی، رحمت الله نجیب، وايي چې پاکستاني لوري غوښتل چې «اسلامي امارت» داسې فتوا صادره کړي چې په پاکستان کې روانې جګړې ناروا وبلل شي.

نجیب ویلي، چې منځګړي هم دا غوښتنه کوله ځکه د دواړو هېوادونو د حساسو موضوعاتو په اړه یې بشپړ معلومات نه لرل.

هغه زیاته کړې چې افغان پلاوي د فتوا د صادرولو مسئله ومنله؛ خو دا کار یې د دارالافتا صلاحیت وباله او وې ویل چې پرېکړه به یې د چا په خوښه نه، بلکې د شریعت په اساس کېږي، چې دا ښايي د پاکستان لوري لپاره د منلو وړ نه و.

نجیب وايي، همدا اختلافات د مذاکراتو د بې پایلې کېدو سبب شول.

د پاکستان دفاع وزیر:وروستي بریدونه د افغان لوري سره د خبرو هیله له منځه وړي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، له افغان لوري سره د خبرو هغه لږه هیله چې مخکې موجوده وه، د وروستیو بریدونو له امله په ناهیلۍ بدله شوې ده.

اصف د تېرې ورځې برید ته په اشاره سره ویلي، دا برید څرګند پیغام دی چې وسله‌وال د پاکستان هره سیمه په نښه کولای شي.

نوموړي زیاته کړې، حکومت به د دغو بریدونو پر وړاندې لازم غبرګون وښيي او د امنیت د ټینګښت لپاره به پیاوړې اقدامات ترسره کړي.

د بلخ د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست:په مزارشریف کې د روضې د زیانمنو برخو د بیارغونې کارونه پيل شول

د بلخ ولایت د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، په مزارشریف ښار کې د روضې د ودانۍ د هغو برخو د بیارغونې چارې پیل شوې دي، چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنې شوې وې.

د یاد ریاست په وینا، د روضې د ترمیم او بیارغونې دا بهیر به په څو پړاوونو کې عملي شي، څو ودانۍ بېرته خپل پخوانی حالت ترلاسه کړي.

ډونالډ ټرمپ:امریکا د هند سره د نوي اقتصادي او امنیتي تړون په درشل کې ده

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن د هند سره د داسې نوي تړون د ترلاسه کولو په درشل کې دی چې د دواړو هېوادونو اقتصادي او امنیتي اړیکې به پياوړې کړي.

رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ ویلي، دا تړون به د انرژۍ صادرات او په مهمو اقتصادي برخو کې پانګونه ډېره کړي.

ټرمپ دا څرګندونې د خپل نوي استازي د لوړې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې کړې او ویلي یې دي چې دا به یو “عادلانه او له تېر څخه بېل” تجارتي تړون وي.

په وروستیو کلونو کې د امریکا او هند اړیکې پراخې شوې دي، او واشنګټن هڅه کوي په سیمه کې خپل حضور لا پیاوړی کړي.

بل‌خوا، کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د روان میلادي کال تر پایه هند ته سفر وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر:د اسلام‌اباد د ایالتي محکمې ځانمرګی بریدګر افغان تبعه و

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، د اسلام‌اباد په ايالتي محکمې باندې د سه‌شنبې په ورځ شوي ځانمرګي برید ترسره کوونکی د افغانستان تبعه دی.

نقوي رسنیو ته ویلي، بریدګر د افغان تبعه په توګه پېژندل شوی او څېړنې لا هم روانې دي.

د هغه په وینا، په برید کې زده‌کوونکي او ښوونکي په نښه شوي دي.

نقوي زیاته کړې، چې بریدګر له برید وړاندې له افغانستان دننه له یو شمېر کسانو سره اړیکې درلودې.

د بریدګر بشپړ هویت تر اوسه نه‌دی څرګند شوی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي؛.خو تل یې ټینګار کړی چې د پاکستان ضد ډلې په افغانستان کې حضور نه لري.

سوریې؛د داعش خلاف له نړیوال ایتلاف سره سیاسي تړون لاسلیک کړ

0

د سوریې د اطلاعاتو وزیر حمزه مصطفی اعلان کړی چې سوریې د داعش او ترهګرۍ خلاف له نړیوال ایتلاف سره یو سیاسي تړون لاسلیک کړی، چې تر اوسه پکې عملي یا پوځي جز شامل نه دی.

مصطفی وايي، تړون د سوریې د دریځ ملاتړ کوي او د سیمې د ثبات لپاره د ګډ کار اراده څرګندوي.

په ورته وخت کې د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد الشرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي.

د دواړو لوریو خبرې د اقتصادي همکاریو پراخولو، پانګونې جلبولو او د بندیزونو د لرې کېدو پر موضوع راڅرخېدلې دي.

ټرمپ په لیدنه کې د سوریې د ملاتړ ژمنه کړې او د اسراییلو سره د احتمالي امنیتي تړون ملاتړ یې هم څرګند کړی.

متحده ایالاتو اعلان کړی چې په واشنګټن کې به د سوریې سفارت له نږدې یوې لسیزې وروسته بېرته پرانیزي.

جمعیت الاحرار او اتحاد المجاهدین:پاکستان کې بریدونه مونږ کړي

0

د پاکستان پلازمینه اسلام‌اباد کې د محکمې مخې ته شوي ځانمرګي برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان اړوند ډلې «جماعت‌الاحرار» او «اتحادالمجاهدین پاکستان» پر غاړه واخیست.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د دې برید مسوولیت د یوه خپلواک رسنیز بنسټ له لارې خپور شوی، خو د پاکستان امنیتي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دغې ادعا پخلی یا رد نه دی کړی.

یاد برید نن د اسلام‌اباد په هغه سیمه کې ترسره شوی چې مهمې دولتي ودانۍ او عدلي ادارې پکې موقعیت لري.

ډاکتر فضلي خواجه آصف ته:ته د خونخوارو جنرالانو مبلغ یې

د چارو ادارې پخواني مشر ډاکتر فضل محمود فضلي د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي:« دا هغه پایله ده چې د “جانبي تلفاتو” د تفکر او د “دوګونې لوبې” د تګلارې له امله رامنځته شوې ده، هغه کړنې چې اسد احمد دراني منلې وې.»

ښاغلي فضلي د اسد خبرو ته په اشارې لیکلي: « هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان (TTP) په جوړولو پښیمانه نه دی، هغه ډلې چې د پېښور د پوځي ښوونځي د ماشومانو د وژنې او په افغانستان کې د زرګونو بې‌ګناه خلکو د وژل کېدو مسوول ګڼل کېږي، ویلي وو د هغو ماشومانو مرګونه “جانبي تلفات” دي او د هغوی مور و پلار “ضعیف‌القلبه” (بې‌زړۀ) انسانان دي.»

ډاکتر فضلي د پاکستان دفاع وزیر ته ویلي چې د هماغه خونخوارو جنرالانو “مبلّغ” یې.