شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 238

امیرخان متقي؛د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره د کابل–اسلام‌اباد د اړیکو او کډوالو په اړه خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي، د اسلامي همکاریو سازمان د مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي، طارق علي بخیت، سره په کابل کې لیدنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، متقي د ژمي په درشل کې له بېرته راستانه شویو کډوالو سره د لا زیاتو همکاریو اړتیا څرګنده کړې ده.

هغه همدارنګه د افغانستان او پاکستان د وروستیو اړیکو او شخړو په اړه ویلي چې «اسلامي امارت» د خبرو او تفاهم له لارې د ستونزو په حل باور لري.

د اسلامي همکاریو سازمان استازي طارق علي بخیت ژمنه کړې چې د غړیو هېوادونو له چارواکو سره به د کډوالو د ملاتړ او بشري مرستو په اړه خبرې وکړي، او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی یې کړی دی.

افغانستان او ازبکستان؛د هوايي او ځمکني کوریډور تاریخي قرارداد لاسلیک کړ

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په ترمذ ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي او ځمکني کوریډور تړون لاسلیک شوی.

سرچینو ویلي، چې دا د افغانستان په تاریخ کې دغه ډول لومړی قرارداد بلل کېږي.

د سرچینې په وینا، د دې کوریډور له لارې به د افغانستان مېوې او زراعتي محصولات اروپايي، منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو ته صادرېږي.

ویل شوي، دا تړون د بلخ د سیمه‌ییزو طالب چارواکو، افغان سوداګرو او د ازبکستان د اړوندو ادارو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې «اسلامي امارت» به نور له پاکستان سره اقتصادي راکړه ورکړه نه کوي.

عاطف مشعل:‏د پاکستان له تجارتي انحصاره د وتلو پرېکړه اقتصادي نه، یو سیاسي او ملي تصمیم دی

اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر، عاطف مشعل، ویلي چې د افغانستان وروستی دریځ او د پاکستان له اقتصادي انحصار څخه د وتلو هڅه، یوازې د بازار موضوع نه ده، بلکې یو سیاسي او ملي تصمیم دی چې د اوږدمهاله عزت، ثبات او خپلواکۍ له منطق څخه سرچینه اخلي.

ښاغلي مشعل ویلي، د تېرو لسیزو راهیسې پاکستان له سوداګرۍ د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخیستی؛ خو اوس افغانستان هڅه کوي دا انحصار پای ته ورسوي او د خپلو ملي ګټو پر بنسټ خپل اقتصادي لوری وټاکي.

د نوموړي په وینا، «هغه تجارت چې مادي ګټه ولري؛ خو سیاسي بیه پرې غواړي، د یو هېواد د پایدار ثبات لپاره د منلو وړ نه دی.»

هغه ټینګار کړی چې تاریخ ښيي ازاد ملتونه د تجارتي فشارونو او سیاسي محدودیتونو پر وړاندې نه تسلیمېږي، بلکې د خپل مدیریت له لارې خپل اقتصادونه پیاوړي کوي.

د ده په باور، افغانستان نور یوازې یو محصور هېواد نه دی، بلکې د سیمه‌ییزو دهلیزونو او بدیلو اقتصادي لارو د وصل مهم مرکز ګرځي.

مشعل ویلي، د فشار او سیاسي کارتونو پر وړاندې د افغانستان د جغرافیې او امکاناتو هوښیاره کارونه د اغېزمنې دیپلوماسۍ نښه ده، او دا هېواد به هغه وخت باثباته اقتصادي راتلونکي ته ورسېږي چې د انحصار پر ځای توازن، د فشار پر ځای انتخاب، او د مجبوریت پر ځای بدیل ولري.

ملګري ملتونه:افغانستان ته ستنېدونکي بې‌ځایه شوي کسان له سختو ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک ویلي چې د دې سازمان د پراختیایي ادارې (UNDP) تازه راپور ښيي، هغه کورنۍ چې له بې‌ځای کېدو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ستنېږي، له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

په راپور کې ویل شوي، UNDP هڅې کوي څو هغو کورنیو ته د بیا مېشتېدو زمینه برابره کړي چې د وروستیو زلزلو، اقلیمي بدلونونو او اقتصادي فشارونو له امله بې‌کوره شوې دي.

راپور زیاتوي چې د افغانستان د دوامدار پرمختګ لپاره اړینه ده، ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار کولو فرصت ورکړل شي، څو هغوی وکولی شي د ټولنې په بیارغونه کې برخه واخلي.

بلجیم؛په بروکسل کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د هېوادونو غونډه شوې

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپايي ټولنې او د مرکزي اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو تر منځ د افغانستان په اړه اوومه غونډه ترسره شوې ده.

دغه ناسته د اروپايي ټولنې په کوربه‌توب جوړه شوې وه، چې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او سلوانیا استازو په‌کې ګډون کړی و.

ګډونوالو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه بحثونه کړي او ټینګار یې کړی چې د سیمې ګډ لیدلوری او متقابل تفاهم د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري.

دوی د سیمه‌ییزې همکارۍ د لا پیاوړتیا غوښتنه هم کړې.

تر اوسه د یادې غونډې د پرېکړو یا اعلامیې جزئیات نه دي خپاره شوي.

زلمی خلیلزاد:د پاکستان د پارلمان پرېکړه د دغه هېواد د ډیموکراسۍ لپاره شاته ګام او د خواشینۍ حالت دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د پاکستان د پارلمان وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې دا د پاکستان لپاره یوه «ناخوښه او توره ورځ» ده.

خلیلزاد دا څرګندونې پر خپله د ایکس پاڼه لیکلي او ټینګار یې کړی چې د پاکستان پارلمان په دې پرېکړې سره د هېواد پر لا پاتې ډیموکراسۍ هم سخت ټکان ورکړ.

دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان پارلمان یوې نوې طرحې ته د تایید رایه ورکړې.

د سیاسي څېړونکو او منتقدینو په باور، دا طرحه به پوځ ته په سیاسي چارو کې لا زیات صلاحیتونه او واک ورکړي.

تر اوسه د یادې طرحې بشپړ جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

عمر زاخیلوال:په وچه‌ کې د بندو هېوادونو د ترانزیت حق د نړیوالو قوانینو له مخې د سلب وړ نه دی

د مالیې پخوانی وزیر عمر زاخیلوال وایي، د یو په وچه کې بند هېواد لپاره د ترانزیت حق د خپلو ساحلي ګاونډیانو له لوري کوم امتیاز یا ډالۍ نه ده، بلکې دا حق د ګڼو نړیوالو قوانینو، کنوانسیونونو او دوه‌اړخیزو سوداګریزو تړونونو له مخې ورکړل شوی دی.

زاخیلوال زیاتوي، د سیاسي یا دوه‌اړخیزو اړیکو ترینګلتیا د دې حق د سلبېدو لامل نه شي کېدای، او وچه کې بند هېوادونو حکومتونو ته پکار ده چې د خپلو سوداګرو د ترانزیت د حق د خوندیتوب او عملي کولو لپاره د نړیوالو میکانیزمونو له مخې هڅې وکړي.

هغه ټینګار کړی چې پر ځای د دې چې له سوداګرو وغوښتل شي د ترانزیت له حقه په یو اړخیز او داوطلب ډول تېر شي، حکومت باید د دوی ملاتړ وکړي او د موجودو نړیوالو تړونونو پر بنسټ د ستونزو د حل لارې ولټوي.

عبدالسید:د پاکستان او طالبانو اړیکې دومره خرابې شوي چې بیا پخلا کېدل به یې مشکله وي

لیکوال او څېړونکی عبدالسید وایي، د طالبانو د حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نننۍ خبري ناسته د افغانستان او پاکستان تر منځ د زیاتېدونکي کړکېچ په رڼا کې ځانګړې معنا لري.

هغه ویلي، ملا برادر د کابل په یوه مهمه خبري ناسته کې له افغان سوداګرو وغوښتل چې له پاکستان سره د سوداګرۍ تړاو ختم کړي، چې دا څرګندونه ښيي د دواړو هېوادونو اړیکې هغه کچې ته رسېدلې چې بیا رغونه یې لا نوره سخته شوې ده.

عبدالسید زیاتوي، د ملا برادر خبرې دوه مهم پیغامونه لري:
لومړی دا چې طالبان یا خو د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو هڅه کوي او یا یې لا تر لاسه کړې ده؛
دوهم دا چې وروستیو خبرو ښودلې ده، اسلام‌اباد چمتو دی د خپلو غوښتنو د نه منلو په صورت کې د طالبانو پر حکومت سخت فشارونه ولګوي.

هغه وایي، له دې څرګندونو ښکاري چې طالبان د ډیپلوماتیک فشار پر ځای د پاکستان په وړاندې یو توند او قاطع دریځ غوره کوي.

اسد قیصر:د خیبر پښتونخوا اقتصاد له افغانستان سره تړلی او ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

د پاکستان د پارلمان پخواني رییس او د تحریک انصاف ګوند مخکښ غړي، اسد قیصر، ویلي چې د خیبر پښتونخوا اقتصادي راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی او دواړه هېوادونه باید خپلې ستونزې د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

قیصر د خیبر پښتونخوا د امن جرګې په غونډه کې ویلي، پښتانه له افغانستان پرته ژوند نه شي کولای، ځکه د هغوی اقتصاد له افغانستان او منځنۍ اسیا سره تړاو لري.

هغه زیاته کړې چې طالبان هم باید د پاکستان د ستونزو په حل کې مرسته وکړي، ځکه د افغانستان لپاره هم له پاکستان پرته اقتصادي پرمختګ اسانه نه دی.

قیصر ټینګار کړی چې سوداګریزې لارې باید بېرته پرانېستل شي او دواړه لوري دې له زغم او تفاهم کار واخلي.

هغه دغه راز ویلي، تر څو چې نړیواله سوداګري یوازې د کراچۍ له بندره کیږي، د پېښور صنعت به نه وده کوي او نه به وکولای شي د لاهور او کراچۍ له صنعتونو سره سیالي وکړي.

سهیل آفریدي؛له افغانستان سره د مذاکراتو غوښتنه کړې

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل آفریدي ویلي چې د ایالت ټولو ګوندونو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مذاکرو هرکلی کړی او که د خیبرپښتونخوا ټولې اړونده خواوې په خبرو کې ونډه واخلي؛ نو دا به مثبته پایله ولري.

هغه ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو دین، ژبه، کلتور او دودونه ګډ دي او د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو خرابول د ګټې نه دي.

آفریدي ویلي، چې جګړه باید د وروستي انتخاب په توګه وکتل شي.