شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 237

اسماعیل خان:د طالبانو د واکمنۍ دوام ناشونی دی او ژر به له منځه لاړ شي

د جمعیت اسلامي ګوند مشر او پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان د طالبانو حکومت «بدوي ډله» بللې او ویلي یې دي چې د دوی په واکمنۍ کې د خلکو د کار، هوساینې، سولې او پرمختګ هېڅ نښه نه ښکاري.

هغه په R24 تلویزیون خپره شوې مرکه کې ټینګار کړی چې د طالبانو وخت به ختمېږي او د دوی د حکومت دوام ناممکن دی.

اسماعیل خان وايي طالبان حکومت نه، بلکې هغه ډله ده چې د لویو هدفونو د پوره کولو لپاره راوستل شوي او دا هدفونه به په راتلونکي کې روښانه شي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان د ازادۍ مسوولیت د هر افغان پر غاړه دی او د خلکو مهاجرت د همدې مبارزې لپاره د چمتووالي مانا لري.

اسماعیل خان د نظامي اقدام په اړه ویلي چې د سیمې هېوادونه له طالبانو سره په تعامل کې ګډوډ دي او همدغه وضعیت د وسله‌وال اقدام چانس کم کړی؛ خو وایي د مخالفو سیاسي او سازماني هڅو بهیر روان دی او هیله لري چې د عملي اقدام زمینه هم برابره شي.

ذبیح الله مجاهد:د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې لاهم د افغانستان پر فضا ګرځي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ایران له صدا او سیما ټلویزیون سره په مرکه کې منلې چې د امریکا بې‌پېلوټه الوتنې لاهم د افغانستان د هوايي حریم په سر ترسره کېږي او دا کار د هېواد پر حاکمیت ښکاره سرغړونه ده.

ښاغلي مجاهد ویلي، دا الوتنې د ځینو ګاونډیو له لارې روانې دي او باید ودرول شي.

هغه د هلمند د اوبو تړون ته د طالبانو حکومت د ژمنتیا یادونه هم کړې او ویلي چې د وچکالۍ له امله ایران ته د اوبو رسېدل کم شوي دي.

نوموړي د نظام پر پرمختګونو د ټینګار ترڅنګ، د رسمیت پېژندنې نشتوالی، اقتصادي ستونزې او د کډوالو ستنېدل د طالبانو د حکومت مهمې ننګونې وبللې.

مجاهد ټینګار کړی چې ایران کې له افغان کډوالو سره باید انساني چلند وشي.

هغه وویل چې د ایران د تېلو ځینې ټانکرونه ځکه درول شوي چې معیار یې نه‌دی پوره کړی.

مجاهد یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید ازادې شي، ځکه د افغان ولس ملکیت دی.

ریچارډ لینډزي:۱۵ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

افغانستان لپاره د برتانيې ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي ویلي چې د افغانانو د خوړو د امنیت د ټینګښت لپاره بېړنۍ او ګډې نړیوالې هڅې ضروري دي.

هغه ویلي، شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان لا هم د خوړو له ناامنۍ رنج وړي، او د دوامدارې مرستې نشتوالی د دې وضعیت د خرابېدو لامل کېږي.

له دې مخکې UNDP هم ویلي وو چې په لسو افغانانو کې نهو ته کافي خواړه نه رسېږي، چې ډېری یې د خوړو اندازه کموي، پورونه اخلي او خپلې شتمنۍ پلوري.

امریکا؛په جرمني، ایټالیا او یونان کې څلور کیڼ اړخې ډلې ترهګرې اعلان کړې

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې په جرمني، ایټالیا او یونان کې څلور کیڼ اړخې ډلې د «ځانګړو نړیوالو ترهګرو» په نوملړ کې شاملې شوې دي.

د هغه په وینا، په جرمني کې د «انټيفا اوست» ډله او په یونان او ایټالیا کې درې نورې ډلې د امریکا له لوري په رسمي ډول د ترهګریزو سازمانونو په توګه پېژندل شوي.

روبیو زیاتوي، واشنګټن پلان لري چې دغه ډلې د نومبر تر ۲۰مې نېټې پورې د «بهرنیو ترهګرو سازمانونو» نوملړ ته هم ورسوي.

عبدالغفور لېوال:د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزینو ربړول د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده

ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي، د پښتون‌ژغورنې غورځنګ د مبارزینو نیول، ګواښل او ربړول د بشري حقونو او انساني ازادیو پر ضد عمل دی، چې باید وغندل شي.

ښاغلي لېوال ویلي، د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مبارزه مدني، ولسي او روښانفکره بڼه لري، خو پوځ‌واکي له دې ډول راویښوونکې او ملتپاله مبارزې وېرېږي.

د ده په وینا، یو شمېر کړۍ هڅه کوي چې افغان ملتپالنه د افراطیت او ترهګرۍ په نوم بدنامه کړي او د مدني مبارزینو دریځ کمزوری کړي.

هغه ټینګار کړی، چې افراطیت او تحجر له معقولې او روښانفکره ملتپالنې سره یوځای کېدلای نه‌شي، او د ملتپالنې د بدنامۍ دا هڅې یوه خطرناکه تبلیغاتي جګړه ده.

هغه ویلي، افغان ملتپالان دې د تودو احساساتو ترڅنګ په عقل، تحلیل او دقیقه مطالعه ولاړه مبارزه پرمخ یوسي.

منظور پښتین:د امن جرګې بلل شوی پلاوی لا هم نادرکه دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، هغه پلاوی چې د امن جرګې لپاره بلل شوی و او د ستنېدو پر مهال لادرکه شوی، تر اوسه ورسره هېڅ اړیکه نه ده شوې.

پښتین وايي، پلاوی یوازې د «ریاست پر وړاندې د سر نه ټیټولو» له امله نیول شوی، او که په تشدد ورک شوی وي، باید د قانون له مخې محکمې ته وړاندې شي.

ویل کېږي چې د پېښور پولیسو له لوري د نیول شوي پلاوي په ډله کې حنیف پښتین، نورالله ترین، عدنان او ګوهر شامل دي.

د ننګرهار طالب چارواکي:پاکستان ته لېږل شوې د افغانستان مېوې او سبزیجات بېرته راګرځول شوي

د ننګرهار طالب چارواکي وايي، هغه د مېوو او سبزیجاتو لېږد چې د تورخم له لارې پاکستان ته روان و، د سرحد د تړل کېدو له امله بېرته راګرځول شوی او اوس په هېواد کې دننه پلورل کېږي.

د ننګرهار د طالبانو مرستیال والي، ملا عزیزالله مصطفى، د جلال‌اباد د مېوو بازار کې له سوداګرو سره د لیدنې پر مهال ویلي، ولایت مقام هڅه کوي د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره کورني او بهرني بازارونه پراخ کړي.

هغه له شتمنو او سوداګرو وغوښتل چې د افغان تولیداتو او سوداګرو ملاتړ وکړي.

سهیل اپریدی:د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو تښتوونکي د پښتنو د امن دښمنان دي

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د امن جرګې له ختمېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د تښتونې په غبرګون کې ویلي، چې د جرګې د مېلمنو نیوونکي کسان د پښتنو د امن دښمنان دي.

هغه ټینګار کړی چې دا کار د پښتنو د روایاتو خلاف دی او خبرداری یې ورکړی، که دا ډول کړنې دوام وکړي، سخت غبرګون به وښودل شي.

یادې څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي نورالله ترین او حنیف پشتین د امن جرګې له پرېښودو وروسته تري تم شوي دي.

پاکستان سره سوداګري- ترانزیتي ستونزې،بدیلې لارې او ننګونې

0

لیکوال: نجیب الله علي خیل
اسلام آباد کې د افغانستان د جمهوري حکومت پخوانی سفیر

له څو لسیزو، پاکستان اکثره وخت دوه اړخیز تجارت او د افغانستان ترانزیتي مال التجاره له ستونزو سره مخ کړی چې لوی زیان یې عادي افغان وګړو ته رسېږي.
د نړېوالو اصولو او په ځانګړې توګه، د ۱۹۸۲ کنوانسیون پر بنسټ، بحر ته لار د ټولو محاط په وچه هېوادو طبیعي حق ګڼل شوې ده. همدا شان د افغانستان او پاکستان د ۱۹۶۵   او ۲۰۱۰ کال(اپتا) موافقتنامه کې د پاکستاني بندرونو له لارې د افغانستان ترانزیتي مالونو لېږ را لېږ حق تسجیل شوی ده.
خو په عمل کې پاکستاني لوري د سیاسي ملاحظاتو پر اساس، دغه توافقات تل نقض کړي چې افغان سوداګرو ته په سلهاو میلیونه ډالر زیان رسېدلې. په همدې ډول د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او نورې لارې، په هفتو تړلي پاتي وي، خاصتآ د افغانستان د تازه میوو په موسم کې.
د جمهوریت په وخت، د دې وضعیت نه دخلاصون په هدف، حتې د هوا له طریقه د بدیلو لارو کوشش وشو. له بده مرغه هغو کلونو کې د ځینو ملحوظاتو له کبله د چابهار بندر، مرکزي آسیا، روسیې او هم واخان دهلېز په هکله، مطلوب توافقات تر لاسه نه شول.
بدیلې لارې:
۱- د چابهار بندر:
دغه مسیر، هند سره د افغان سوداګرو لپاره، یو مناسبه لار ګڼل کېږي او له بل پلوه هند هم د دلارام- زرنج له لارې، مرکزي آسیا ته خپل مالونه لېږدوې شي.
ایران له دی کار سره له پخوا سخته لېوالتیا لري او ښایې د طالبانو او ایراني چارواکو په خبرو اترو کې چابهار یو د مهمو مساېلو څخه وي.
۲- مرکزي آسیا:
افغانستان د مرکزي آسیا دریو هېوادو (تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان) سره له ۲۳۰۰ کیلو مترو څخه زیاته ګډه پوله لري چې له کلونو د مرکزي آسیا ۵ جمهوریتو سره، دوستانه اړیکې او د متقابلو ګټو همکاري موجوده ده.
قزاقستان او ازبکستان د خوراکي موادو لوی ظرفیت لري، او ترکمنستان هم د ګازي او نفتي موادو له کبله غني ده.
له دې نه علاوه، د قزاقستان او چین تر منځ د سوداګرۍ برخه کې د پام وړ لارې فعالې دي چې افغانستان کولای شي په اوږد مهال کې د اړونده توافقاتو په نتیجه کې له دغو لارو چین سره د تجارت په مقصد ګټه واخلي.
۳: د واخان دهلېز:
د افغانستان او چین تر منځ، د واخان دهلېز له اقتصادي او تجارت پلوه، ستراتېژیک اهمیت لري. دغه مسیر له ډېرو کلونو د ختیځی او لوېدیځی آسیا د وصل او اتصال د معبر په توګه، ځان ته پام اړولې او په حقیقت کې واخان، په سلهاو کلونه د ورېښمو لارې مهم برخه وه چې د چین هېواد یې د مدیترانې له بحیرې سره نښلوه.
بدبختانه، هېواد کې د جګړو له امله، د واخان دهلېز ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. دغه دهلېز د بدخشان ولایت نه د چین سره تر ګډ سرحد، ټول ټال ۳۵۰ کیلو مترو شاو خوا واټن لري.
د یادولو وړ بولم چې، د بهرنیو چارو وزارت کې د ماموریت پر وخت مې د واخان دهلېز څخه عملآ لیدنه کړې. دغه لار د تجارت او ترانزیت لپاره حیاتي اهمیت لري.
ننګونۍ :
۱- د څو لسیزو نا امني، د دې لامل شوې چې افغانستان ونشي کړای د خپل ځانګړي جغرافیایی موقعیت څخه، د تجارت او ترانزیت په موخه، ګټه پورته کړي او هم د نورو بدیلو لارو په لټه کې شي. بل خوا، برداشت دا دې چې د امریکا د حضور کلونو کې، چابهار، مرکزي آسیا، روسیې او هم د واخان دهلېز په هکله، ښایې د سترو هېوادو سیالیو خپل منفي اغېز او اثر درلود.
۲- پکار ده چې، تجارت او ترانزیت سیاسي نشي او شته ستونزو ته د حل یوه معقوله او اصولي لار پېدا شي، خو په زیات احتمال به پاکستان خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر، اکثري فشارونو ته دوام ورکوي.
۳- ایران به د چابهار بندر نه ګټه پورته کړي او ضمنآ اټکل کېږي چې دغه هېواد به شرایطو ته په کتو، د افغانستان په مختلفو اقتصادي پروژو او هم د اوبو په مساېلو کې خپلې نوې غوښتنې را مخ ته کړي.
۴- که څه هم د پاکستان بندرونو له لارې بې له خنډ او ځنډ تجارت او ترانزیت، د افغانستان مسلم حق ده، خو د دې احتمال شته چې د پاکستاني بندرونو څخه «دور وهل» او د چابهار له لارې هند سره سوداګري به، د دغه هېواد فشارونو او غېر واقعبینانه غوښتنو ته یوه نوې پلمه شي او پدې ډول به د افغانستان او پاکستان اوسنۍ حساس سیاسي- امنیتي وضعیت، دوه اړخیزه سوداګري او ترانزیت نور هم مختل کړي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت؛د پاکستاني درملو ګمرکي محصول درې میاشتې ځنډولی دی

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت اعلان کړی چې د اقتصادي چارو د مرستیال د لارښوونې له مخې، د پاکستان څخه واردېدونکو درملو ګمرکي محصول به د درې میاشتو لپاره وځنډول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پرېکړه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ذوالقعدې له ۲۱مې نېټې څخه نافذه ده، او ټولو درملو واردوونکو ته سپارښتنه شوې چې خپلې سوداګریزې حسابونه د یادې نېټې تر مخکې تصفیه کړي او د بدیلو تجارتي لارو د کارولو تیاری ونیسي.

د مالیې وزارت په وینا، دا پرېکړه د ټیټې کچې درملو د وارداتو د مخنیوي په هدف شوې ده.

وزارت له سوداګرو غوښتي چې له نورو هېوادونو څخه د لوړ کیفیت درمل وارد کړي، څو په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه شي.