شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 236

د طالبانو حکومت او ایران؛د میلک بندر له لارې د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایران د سیستان او بلوچستان له والي سره په میلک بندر کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په هدف خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دواړو لوریو د میلک – ابرېشم په پوله د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د بار لېږد رالیږد د اوسني وضعیت ارزونه کړې او د موجودو ستونزو د حل لپاره پر عملي لارو چارو سلا شوي دي.

یاد وزارت ویلي، میلک بندر د افغانستان لپاره د سیمې له بازارونو سره د نښلولو مهمه دروازه ده، او د دې لارې د لا اسانتیا لپاره د دواړو هېوادونو همغږي اړینه ده.

د ایران د سیستان او بلوچستان والي هم ژمنه کړې چې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او علمي همکاریو د پراختیا لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، څو د دواړو لورو اقتصادي اړیکې نوره هم پیاوړې شي.

فضل محمود فضلي:پاکستان څو لسیزې افغان ماشومان مدرسو کې روزل، اوس هماغه ملېشې د هند استخباراتو ته منسوبوي

د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي د پاکستان پر امنیتي او سیاسي جوړښت سختې نیوکې کړې دي.

فضلي وایي، پاکستان له ۱۹۷۰مو لسیزو راهیسې لسګونه زره افغان کډوال ماشومان په مدرسو کې روزلي؛ خو اوس هماغه خپله روزلې ملېشې «د هند د استخباراتو ډلې» بولي، چې د ده په وینا هېڅ منطقي اساس نه لري.

فضلي لیکلي چې پاکستان د افغان کډوالو له بد وضعیت ناوړه ګټه پورته کړې او ماشومان یې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره کارولي دي.

هغه زیاتوي چې که پاکستان د طالبانو سره د اختلاف په اړه رښتیا وايي، یا نو باید ومني چې څلوېښت کاله یې د هند د استخباراتو د فعالیتونو مخه نه ده نیولې.

رحمت الله نبیل:د افغانانو د پاکستان ضد دریځ د طالبانو د ملاتړ معنا نه لري

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د طالبانو حکومت له مشرانو غوښتي چې د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه د افغانانو کلک دریځ د خپل ملاتړ په توګه تعبیر نه کړي.

نبیل په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې افغانان د پاکستان تېری غندي؛ خو طالبان یې لا هم «نامشروع، تړلی او ویجاړوونکی جوړښت» بولي.

هغه ویلي، طالبان باید د خلکو پر احساساتو لوبې ونه کړي او د افغانانو ګډ مخالفت د خپلې واکمنۍ د مشروعیت دلیل ونه ګرځوي.

نبیل زیاتوي چې د طالبانو او د پاکستان د استخباراتو د درې لسیزو اړیکې لا هم جدي پوښتنې راولاړوي، او که طالبان له ISI سره د اړیکو د نشتوالي ادعا کوي، باید په ساده ازمیښت یې ثابته کړي.

نوموړي ویلي، طالبان دې قسم وخوري چې د دوی جنګیالي او مشران دا مهال په کراچۍ او کوېټه کې تر درملنې لاندې نه دي او د ISI اړوند څانګو له لوري ورته مالي ملاتړ نه کېږي.

نبیل ټینګار کړی چې تر هغو چې طالبان د خلکو د اساسي حقونو او ازادیو په اړه روښانه دریځ و نه نیسي، نشي کولای د افغانانو د پاکستان ضد دریځ د خپل ملاتړ په توګه وکاروي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر:په وزیرستان کې بریدونه ځایي خلکو نه‌دي کړي، له ډیورنډ کرښې را استول شوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د کیډیټ کالج برید کې ځایي خلک نه‌دي ښکېل، بلکې بریدګر له ډیورنډ کرښې هغې غاړې را استول شوي دي.

هغه له قومي مشرانو غوښتي چې د حکومت ملاتړ وکړي، ځکه چې دولت په ترهګرۍ کې هېڅ معامله نه کوي.

نقوي زیاته کړې چې پوځ او حکومت په ښکاره د ترهګرۍ پر وړاندې دریځ لري او هدف یې د سیمې امنیت ټینګول دي.

هغه همدارنګه ویلي چې پاکستان اقتصاد سمې لارې ته روان دی او له نړیوالو شریکانو سره اړیکې هم ښې روانې دي؛ خو ستونزه یوازې د هغو کسانو ده چې له ډیورنډ کرښې راځي.

ډونالډ ټرمپ:کېدای شي راتلونکې اوونۍ د بي‌بي‌سي پر ضد قضیه وکړي او د پنځه میلیارده ډالرو تاوان وغواړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې کېدای شي راتلونکې اوونۍ د بي‌بي‌سي پر ضد قضیه وکړي او د پنځه میلیارده ډالرو تاوان وغواړي.

ټرمپ دا خبره وروسته له هغه کړې چې بي‌بي‌سي پر دې تورنه شوه چې د هغه خبرې يې تحریف کړي وې.

بي‌بي‌سي منلې چې د ټرمپ خبرې یې سمې نه دي خپرې کړې او د ولسمشر ټرمپ څخه یې بخښنه غوښتې ده.

د بي‌بي‌سي دوه لوړپوړو چارواکو هم د دې تحریف له امله استعفا ورکړې ده.

ټرمپ ویلي چې د بریتانیا له لومړي وزیر کیر سټارمر سره یې د دې موضوع په اړه خبرې نه دي کړي، خو پلان لري چې د اوونۍ په پای کې ورسره اړیکه ونیسي.

دغه تحریف شوې برخه د بي‌بي‌سي په «Panorama» برنامه کې خپره شوې وه، چې د ټرمپ درې ویناګانې یوځای ښودلې او داسې انګېرنه یې رامنځته کړې وه چې ګواکې هغه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ شپږمې د تاوتریخوالي هڅونه کړې ده.

رویټرز:طالبانو د پاکستان د فشار پر وړاندې د ایران او منځنۍ آسیا پر لارو د سوداګرۍ تمرکز زیات کړی

رویټرز راپور ورکړی چې د پاکستان له لوري د پولو له پرلپسې بندېدو وروسته طالبان هڅه کوي د سوداګرۍ لپاره پر ایران او د منځنۍ آسیا پر لارو تکیه زیاته کړي، څو د اسلام‌ اباد له اقتصادي فشار څخه ځان خلاص کړي.

راپور زیاتوي چې طالبان د ایران له امتیازاتو په ګټې اخیستنې سره د هند په ملاتړ د چابهار بندر له لارې ترانزیټ ته مخه کوي، ترڅو د پاکستان له لارې د بار د درېدلو ستونزه کمه کړي.

په همدې تړاو د طالبانو حکومت د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، که پاکستان غواړي سوداګریزې لارې بېرته پرانېزي، باید قوي او باوري تضمین ورکړي چې دا لارې به بیا هېڅ وخت نه د جګړې او نه د عادي حالت پر مهال بندېږي.

له بلې خوا هغه د پاکستاني درملو واردات د درې میاشتو په موده کې د درولو امر هم کړی دی.

د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لویې تجارتي لارې له یوې میاشتې راهیسې تړلې پاتې دي.

د تاجیکستان لوړپوړي دولتي پلاوي؛نن کابل ته د اړیکو د پراخېدو په موخه سفر کړی

سرچینې وايي چې د تاجیکستان د بهرنیو چارو، امنیتي ادارو او نورو مهمو بنسټونو استازیو یو لوړپوړی دولتي پلاوی نن شنبه کابل ته رسېدلی دی.

د دغه سفر موخه د طالبانو حکومت او تاجیکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراخېدل بلل شوي، او ویل کېږي چې پلاوی به له بېلابېلو طالب چارواکو سره د همکاریو پر راتلونکو مرحلو ژور بحثونه وکړي.

سرچینې زیاتوي چې د مهمو اړیکو ترڅنګ به په پلازمېنه دوشنبه کې د طالبانو حکومت د سفارت او یو لړ نورو تخنیکي موضوعاتو په اړه هم خبرې وشي.

رویټرز:حماس په غزه کې خپل کنټرول سخت کړی؛ د مالیو او اعدامونو په اړه ادعاوې راپورته شوې

0

رویټرز د ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې حماس د غزې پر هغو سیمو خپل کنټرول پراخوي چې اسراییلو ترې شاتګ کړی او دې کار د دې ډلې د سیالانو شکونه زیات کړي چې ایا حماس به رښتیا هم له واکه د وتلو ژمنه عملي کړي او که نه.

د راپور له مخې، د تېرې میاشتې اوربند وروسته حماس په چټکۍ سره خپل حضور پیاوړی کړی او هغه فلسطینیان یې اعدام کړي چې د اسراییلو سره د همکارۍ او یا د جرمونو په تور تورن وو.

نړیوال ځواکونه له حماس غواړي چې بې‌وسلې شي او واک پرېږدي، خو لا هم دې ته بدیل اداره نه ده روښانه شوې.

د غزې لسګونو اوسېدونکو رویټرز ته ویلي چې حماس په غیرمستقیمو لارو خپل کنټرول سخت کړی، د سیمو د داخلېدونکو توکو څارنه کوي او پر ځینو وارداتي شخصي توکو لکه سون‌توکو او سګرټو مالیه لګوي او هغه سوداګر جرمانه کوي چې د لوړې بیې توکي راولي.

خو د حماس د رسنیو د دفتر مشر، اسماعیل الثوابته، دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د سګرټو او سون‌توکو مالیه لوړول ناسم ادعا ده.

هندي رسنۍ:کشمیر کې د پولیسو پر یوه مرکز چاودنې ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په شرینګر ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز کې زوروره چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۷ پولیس وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، چاودېدونکي توکي له وړاندې په سیمه کې ځای پر ځای شوي وو.

د ټپیانو له ډلې د څو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی او امکان شته د مړو شمېر لوړ شي.

تر دې دمه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

محمد یوسف جهانګیر؛د اسلامي هېوادونو د پیوستون په سیالیو کې د افغانستان لپاره د سرو زرو تاریخي مډال وګاټه

د افغانستان د موی‌تای ملي لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پیوستون په سیالیو کې د سرو زرو تاریخي مډال ګټلی دی.

هغه د پایلوبې په پړاو کې خپل ترکي سیال د ۲۹ پر ۲۸ امتیازونو مات او د اتلولۍ عنوان یې خپل کړ.

جهانګیر تر دې مخکې د اندونیزیا او سعودي سیالان هم له لارې لرې کړي وو او د لومړي افغان په توګه یې په دغو معتبره سیالیو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

په ورته وخت کې، د موی‌تای بل افغان لوبغاړي سید حمیدالله سادات د برونزو مډال ګټلی.

دا سیالۍ دا مهال د سعودي عربستان په کوربه‌توب روانې دي.