شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 235

آریانا هوایي شرکت؛له هند سره د وارداتو او صادراتو د بیو راکمولو اعلان وکړ

د آریانا هوايي شرکت اعلان کړی چې د طالبانو حکومت د رئيس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پرېکړې له مخې له یکشنبې راهیسې له هند سره د سوداګریزو توکو واردات او صادرات ارزان شوي دي.

آریانا وايي، له دوشنبې وروسته به هر کیلو توکي نوي ډیلي ته د یو ډالر په بدل کې صادرېږي او په ۸۰ سنټو به واردېږي.

د شرکت رئیس بخت‌الرحمان شرافت وايي، هدف دا دی چې د افغانستان تولیدات په کم لګښت نړیوالو بازارونو ته ورسوي.

دغه پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د طالبانو حکومت او پاکستان اړیکې ترینګلې شوي او د دواړو هېوادونو پوله له یوې میاشتې راهیسې د سوداګرۍ لپاره تړل شوې ده.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت:د کابل په خاکجبار کې د BM-21 راکټونو پټ زېرمتون وموندل شو

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي چې د ۳۱۳ مرکزي قول‌اردو سرتېرو او استخباراتي کارکوونکو د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ په تنګي دربند ـ باټوخېل سیمه کې د BM-21 راکټونو یو پټ زېرمتون موندلی دی.

د وزارت په وینا، دا زیرمه د مخالفینو پخوانۍ پټنځای ګڼل کېږي چې په کې ۱۸ د BM-21 راکټونه او ۲۱ سرګلولې ترلاسه شوې دي.

یاد وزارت زیاتوي چې ترلاسه شوې مهمات د امنیتي ځواکونو له لوري خوندي شوي دي.

المرصاد:د نامعلومه وسله والو لخوا د داعش خراسان مهم قومندان په پنجاب کې ووژل شو

د طالبانو حکومت اړوند استخباراتي رسنۍ “المرصاد” خبر ورکړی چې د داعش خراسان ډلې مهم قومندان برهان، چې په “زید” مشهور و، د نامعلومو وسله‌والو لخوا د پاکستان په پنجاب ایالت کې وژل شوی دی.

المرصاد د خپلو سرچینو په وینا لیکلي چې برهان د داعش خراسان د مهمو ځواکونو له مرکزي قومندانانو څخه و او له خپلو دوو ملګرو، قاري فاتح او ابوبکر، سره یې نږدې اړیکې لرلې.

سرچینې زیاتوي چې برهان د افغانستان په ختیځ زون کې هم د دې ډلې په مهمو فعالیتونو کې رغنده رول درلود.

په پاکستان کې د وروستیو چریکي بریدونو په لړ کې د داعش خراسان د قومندانانو دا دوهم هدف قرارول دي، چې کره معلومات یې د المرصاد له لارې خپرېږي.

خواجه اصف:له طالبانو د تضمین شوې ژمنې تر ترلاسه کېدو مخکې اړیکې نه عادي کېږي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وايي، اړیکې هغه وخت عادي کېدای شي چې طالبان په لیکلې بڼه د دوستو هېوادونو په تضمین ژمنه وکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.

آصف ادعا کوي چې وروستي بریدونه د افغانستان له خاورې شوي او نېغ په نېغه د پاکستان امنیت ته ګواښ دی.

هغه د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغانستان «ناکام دولت» بللی او وايي دا هېواد د بهرنیو جنګیالیو لپاره خوندي ځای ګرځېدلی.

د ده په وینا، پوله باید د رسمي نړیوالې پولې په ډول اداره شي او له افغانستان سره د سوداګرۍ کمېدل د پاکستان په ګټه دي.

عباس عراقچي؛د افغانستان او پاکستان د نږدې کولو لپاره د سیمه‌ییزې ناستې د جوړېدو اعلان وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ارامښت او ثبات د رامنځته کولو په هڅو کې بوخت دی او د دې مسلې د تعقیب لپاره به یوه سیمه‌ییزه ناسته جوړه شي.

عراقچي د ناستې د وخت، ځای او ګډونوالو په اړه جزئیات نه دي ورکړي؛ خو ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله ایران هڅه کوي د اړیکو د ښه‌والي لپاره منځګړیتوب وکړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت او پاکستان اړیکې د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو او د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ترینګلې شوې دي.

د کابل پوهنتون کډواله استاده؛د جرمني په معتبر پوهنتون کې د استادې په حیث منل شوې

د کابل پوهتنون استاده نرګس مومند وایي د جرمني “ایف او ایم” پوهنتون کې د استادې په حیث یې دنده پیل کړې.

اغلې مومند لیکلي: « یو نوی ویاړلی فصل پیل کیږي: ما په رسمي ډول د جرمني په FOM پوهنتون کې د پوهنتون د استادې په توګه خپله دنده پیل کړه. د یوې افغانې ښځې په توګه، د ډیرو ننګونو وروسته دې مقام ته رسیدل عجیبه او د نه هیریدو احساس ورکوي. زه لیواله یم چې تدریس وکړم، زده کړه وکړم، او د نورو افغان زده کونکو سره د دې لارې تعقیبولو کې مرسته وکړم.»

د جرمني لومړی وزیر:سیاسي او مذهبي پناه غوښتونکي به جرمني کې پاتې شي، لنډمهاله کډوال د جګړې له ختمېدو وروسته ستنېږي

0

‏د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس ویلي، هغه کډوال چې په خپلو هېوادونو کې د سیاسي یا مذهبي لاملونو له امله ځورول کېږي، په جرمني کې د پاتې کېدو حق لري؛ خو هغه کسان چې د جګړو له امله لنډمهاله پناه اخلي، باید د جګړې له پای وروسته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

مرتس د واکمنو متحدو ګوندونو د ټولنیزو سیاستوالو په غونډه کې وویل چې له سوریایي چارواکو سره به د لارو چارو په لټون کې خبرې وکړي، څو مهاجر د جګړې تر ختمېدو وروسته د هېواد د بیا رغونې لپاره بېرته تګ ته وهڅول شي.

هغه زیاته کړې چې ډېری مهاجر په جرمني کې ښه ادغام شوي، په بېلابېلو مسلکونو کې کار کوي او حتی ډاکټران شوي دي.

د هغه په وینا، حکومت غواړي هغو کډوالو ته د پاتې کېدو اجازه ورکړي چې ادغام شوي وي او د خپلې کورنۍ ژوند پرمخ وړلی شي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند غړو؛د تورخم لارې د تړل کېدو پر ضد په لنډي کوتل کې لاریون کړی

د جمعیت علمای اسلام ګوند غړو نن په لنډي کوتل کې د تورخم د لارې د بندېدو پر ضد لاریون کړی.

د لاریون ویناوالو د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د زرګونو هغو خلکو اقتصادي وژنه ودروي چې ژوند یې د ترانزیټي او دوه اړخیزې سوداګرۍ پورې تړلی دی.

ویناوالو د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته ویلي چې له تاوتریخوالي او تندو څرګندونو ډډه وکړي او د ستونزو د حل لپاره خبرې اترې وکړي.

هغوی د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف او د طالبانو حکومت د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وروستۍ څرګندونې غیرمسؤلانه بللې.

دوی زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو خلک مسلمانان دي او جګړه نه غواړي، او قبایلي مشران د پخلاینې په هڅو کې د منځګړیتوب لپاره تیار دي.

ویناوالو دا غوښتنه هم کړې چې هغه مسافر چې په دواړو غاړو کې بند پاتې دي، باید د تګ راتګ اجازه ترلاسه کړي.

ډان ورځپاڼه:القاعده د خپلو سیمه‌یزو شبکو د پراخیدونکي ځواک له امله بیا را څرګندیدونکې ده

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې القاعده د خپلو سیمه‌یزو شبکو د پراخېدونکي ځواک له امله بیا راڅرګندېدونکې ده او هڅه کوي ځان د ولس د واکمنانو بدیل وښيي.

ډان لیکلي، چې د حکومتونو له لوري د خلکو د اوږدمهاله شکایتونو له پامه غورځولو خلا، افراطي ډلو ته د نفوذ او ځای موندلو لارې پرانستې دي.

ډان زیاتوي، که څه هم مرکزي القاعده کمزورې ده؛ خو سیمه‌ییزو ملګرو یې اغېز ډېر پراخ کړی، او دې شبکې ته یې د تمویل، استخدام او عملیاتو وسیلې برابرې کړي دي.

ډان ویلی، د طالبانو د حکومت نړیوال تعامل او په سوریه کې د احمد الشرع د حکومت د منلو وروسته، القاعده دا باور لري چې که یوه سیمه تر خپل واک لاندې کړي، د نړیوالې ټولنې رسمیت ترلاسه کول ورته ممکن کېدای شي.

د ډان په خبره، القاعده اوس د جګړې ترڅنګ د سیاست او دیپلوماسۍ لارې هم کاروي.

شوکت میرضیایف:د افغانستان وضعیت د سیمه‌ییز امنیت او پرمختګ لپاره مهم دی

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو په اوومه مشورتي ناسته کې ویلي چې د افغانستان وضعیت پر سیمه‌ییز امنیت او دوامداره پرمختګ مستقیم اغېز لري او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

میرضیایف په وینا، افغانستان باید د لویو زیربنايي، انرژۍ او ترانسپورت پروژو کې په سیمه‌ییزو سیاستونو کې مدغم شي.

همدارنګه، هغه ټینګار کړی چې د آمو سیند د اوبو د منابعو د کارونې په برخه کې باید د افغانستان سره د سیمه‌ییزو خبرو له لارې همکاري وشي.