راپورونه وايي چې د دې سفر اصلي تمرکز به د مسکو او نويدېلي ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې او پوځي همکارۍ نورې پیاوړې کول وي.
سرچینه زیاتوي چې دواړه هېوادونه د سوخو–۵۷ جنګي الوتکو د ټکنالوژۍ د لېږد موضوع هم څېړي.
تمه کېږي پوتین به د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره ګڼې رسمي او غیر رسمي لیدنې ولري، او ورسره به لوړپوړي پوځي چارواکي او د سترو روسي شرکتونو استازي ملګري وي.
د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د ایران د روغتیا وزارت مرستیال مهدي پیر صالحي او سفیر علي رضا بیکدلي سره د یوې ناستې پر مهال اعلان کړی چې افغانستان او ایران به د درملو او طبي وسایلو د تولید او صادراتو په برخه کې اوږدمهاله همکاري پراخه کوي.
ایراني لوري ویلي، تهران چمتو دی چې په افغانستان کې د درملو او طبي تجهیزاتو د تولید ظرفیتونه لوړ کړي او صادرات یې زیات کړي.
ملا برادر د ایران له پرېکړې مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د “اسلامي امارت” اړوندې ادارې به په دې برخه کې له تهران سره نږدې ګډ کار وکړي.