چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Home Blog Page 222

فضل محمود فضلي:پاکستان د ترهګرۍ پر ضد ریښتینی نه دی، بې‌ثباتي یې سوداګرۍ ته اووښتې

د چارو اداري پخواني رئیس فضل محمود فضلي د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور له خپرېدو وروسته یې د ځان لپاره بریا بللې دي.

فضلي ویلي، د UNSC اعتبار د افغانستان په موضوع کې له وړاندې سقوط کړی او پر داسې فورم تکیه کول یا ځان ته مشروعیت جوړول «یا هېرتیا ده او یا قصدي انکار».

نوموړي زیاته کړې، که پاکستان رښتیا هم سیمه‌ییز ثبات غواړي؛ نو حل‌لاره روښانه ده: د نیابتي مذهبي ډلو کوربه‌توب، بیا تولید او نوم بدلول باید پای ته ورسوي.

د هغه په وینا، د امنیت شورا تشویق واقعیت نه بدلوي، ځکه حقیقت دا دی چې پاکستان لا هم له ګډوډۍ ګټه اخلي او باید «له توهماتو ووځي او له واقعیت سره مخ شي».

د چمن سوداګرو؛د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سره لیدنه کې د لارو د بندېدو له اقتصادي زیانونو شکایت وکړ

د چمن سوداګرو نن د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر جام کمال خان سره په ناسته کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د پرله‌پسې بندېدو له اقتصادي پایلو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې، سوداګرو ویلي چې د لارو بندېدل د مالي زیانونو، د خرابېدونکو توکو د صادراتو د ګډوډۍ او د بې‌کارۍ د زیاتوالي لامل شوي دي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ډاډ ورکړی چې د قانوني سوداګرۍ د اسانتیا لپاره به د چمن د سوداګرې ټولنې ملاتړ کوي.

بالیوډ؛د مشهورې هندي کامیډینې بهارتي سېنګ دوهم ماشوم وزېږېد

0

د هند مشهوره کامیډینه بهارتي سېنګ او د هغې مېړه هرش لمباچیا د دویم ځل لپاره مور او پلار شول.

د «انډیا ټوډې» راپور له مخې، د بهارتي سېنګ ماشوم نن جمعه د دسمبر په ۱۹مه، دې نړۍ ته سترګې پرانیستې.

راپور زیاتوي چې یادې جوړې تر اوسه په ټولنیزو رسنیو کې د زوی د زېږون اعلان نه دی کړی، خو باوري سرچینو د هرش او بهارتي د دوهم ماشوم زېږون تایید کړی دی.

دا مهال بهارتي د پخلي په یوه ټلویزیوني خپرونه «لافټر شیف» کې په شوټینګ بوخته ده.

نوموړې د دې خپرونې کوربنه ده، چې پر هندي ټلویزیون خپرېږي.

د یادونې وړ ده چې د بهارتي او هرش لومړی ماشوم، لکش سېنګ لمباچیا، په ۲۰۲۲ کال کې زېږېدلی و.

رحمت الله نبیل:د پاکستان لخوا د ترهګرۍ ضد اقدامات ستراتیژیک بدلون نه، بلکې واشنګټن ته امتیاز دی

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل ویلي، پاکستان د ترهګرۍ ضد اقدامات تر ډېره د امنیتي اړتیاوو پر ځای په حساب‌شویو وختونو کې ترسره کوي او د واشنګټن او نړیوالو قدرتونو د اړیکو د مدیریت وسیله ګرځېدلې ده.

نبیل یادونه کړې چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د محمد شریف‌الله (جعفر) نیونه د جنرال عاصم منیر له واشنګټن سفر سره هم‌مهاله شوې، چې تصادفي نه ده.

هغه زیاته کړې، د شریف‌الله امریکا ته سپارل د پاکستان د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ بدلون نه، بلکې واشنګټن ته د «وړاندې کېدو وړ لاسته راوړنې» برابرول وو.

نبیل ټینګار کړی چې تازه د سلطان عزیز عازم د نیولو اعلان هم په ورته دیپلوماتیکه هم‌مهالي ترسره شوی او له ۲۰۰۱ کال راهیسې پاکستان ترهګري د سیاسي مشروعیت، مالي سرچینو او امنیتي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره کاروي.

خیبر پښتونخوا؛بنو ولسوالۍ کې د سولې کمېټې د مشر پر کور د ډرون برید شوی

0

د خېبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ د لندي ډک سیمې کې نن سهار شاوخوا درې بجې د سولې کمېټې د یوه مشر پر کور د چاودېدونکو توکو بار کوادکوپټر ډرون برید شوی دی.

د ځایي سرچینو او پولیسو په وینا، په دې پېښه کې انساني تلفات نه دي اوښتي؛ خو په کور کې موجود څاروي د چاودنې له امله سوځېدلي او له منځه تللي دي.

پولیسو ویلي چې د پېښې پلټنې روانې دي.

کابل؛او شاوخوا سیمې ۵․۷ درجې زلزلې ولړزولې

نن د جمعې په ورځ شاوخوا د سهار په ۱۰:۰۹ بجو یوې نسبتاً قوي زلزلې د افغانستان پلازمېنه کابل ولړزاوه.

د اروپايي ـ مدیترانې زلزله‌پېژندنې مرکز (EMSC) د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې کچه ۵․۷ درجې ثبت شوې ده.

د زلزلې مرکز د کندز ښار څخه شاوخوا ۶۱ کیلومتره لرې او د ځمکې په ۳۵ کیلومتره ژورتیا کې موقعیت درلود.

دا لړزه په کابل او شاوخوا سیمو کې احساس شوې، خو تر دې دمه د مرګ ژوبلې او مالي زیان راپورونه نه دي ورکړل شوي.

شمالي وزیرستان؛پر بویا پوځي قرارګاه ځانمرګی موټر بمب برید شوی

0

د راپورونو له مخې د شمالي وزیرستان د بویا کلي پر پوځي قرارګاه نن سهار ځانمرګی موټربم برید شوی.

د سرچینو په وینا، په برید کې ټول پنځه بریدګر شامل وو، چې یو یې ځانمرګی برید ترسره کړی او څلور نور د قرارګاه دننه ننوتي.

تر دې دمه د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي څرګند شوي.

د برید مسؤلیت د حافظ ګل بهادر ډلې پورې تړلو کوډ شویو چینلونو منلی دی.

زلاله هاشمي:زه روغه یم او له افغانستانه بهر یم

زلاله هاشمي، چې د «ستاره افغان» د موسیقۍ له سیالۍ وروسته د افغانستان له پېژندل شوو هنرمندانو څخه وه، له څو میاشتو چوپتیا او د خلکو د اندېښنو وروسته په لومړي ځل د خپل حالت په اړه معلومات ورکړي دي.

هغې د یو پیغام له لارې ویلي چې روغه ده او له افغانستان بهر ده؛ خو د خپل اوسني استوګنځي په اړه یې څه نه دي ویلي.

هغې له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې د دې د حالت په اړه اندېښمن وو.

نوموړې همداراز ویلي چې د مناسب وخت په رارسېدو سره به له خپلو مینه‌والو سره نور معلومات هم شریک کړي.

د یادونې ده چې څه وخت مخکې د زلاله هاشمي د نادرکه کیدو راپورونه خپاره شوي وه.

پاکستان:د داعش خراسان څانګې د رسنیو مشر سلطان عزیز اعظم نیول شوی

پاکستان وایي د داعش خراسان څانګې (ISKP) د رسنیو مشر سلطان عزیز اعظم یې نیولی دی.

د پاکستان دولتي ټلویزیون د استخباراتي سرچینو له قوله ویلي، ۴۷ کلن اعظم د مې په میاشت کې پاکستان ته د داخلېدو پر مهال نیول شوی و.

نوموړی د ننګرهار پوهنتون څخه فارغ او له ۲۰۱۶ کال راهیسې د ISKP غړی و.

تردې مهاله داعش ډلې د هغه نیول کېدل نه دي تایید کړي.

جرمني؛په پاکستان کې مېشت ۵۳۵ افغانان جرمني ته لېږدوي

د جرمني حکومت پرېکړه کړې چې په پاکستان کې مېشت ۵۳۵ افغان وګړي جرمني ته ولېږدوي.

د راپورونو له مخې، دا کسان هغه افغانان دي چې یا یې پخوا له جرمني ځواکونو سره کار کړی او یا هم د طالبانو حکومت له لوري له ګواښ سره مخ دي.

دا د پناه غوښتنې پروګرام د جرمني د پخواني حکومت له‌خوا د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته پیل شوی و؛ خو د نوي صدراعظم فریدریش مرتس له راتګ سره د دې پروګرام یوه برخه ځنډول شوې وه.

پاکستان دغو افغانانو ته د قضیو د حل لپاره د روان کال تر پایه وخت ورکړی، او جرمني چارواکي هڅه کوي چې ډېری چارې د ډسمبر تر میاشتې بشپړې کړي.