پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 204

وال سټریټ ژورنال:ایران پاکستان کې له امریکا سره د مذاکراتو له کولو ډډه وکړه

0

د وال سټریټ ژورنال د تازه راپور له مخې، ایران په رسمي ډول منځګړو هېوادونو ته خبر ورکړی چې نه غواړي له متحده ایالات سره په اسلام‌اباد کې مذاکرات ترسره کړي.

راپور زیاتوي چې ایران د خبرو اترو لپاره د امریکا له‌خوا وړاندې شوي شرطونه هم رد کړي، او اوس مهال په پاکستان کې د احتمالي مذاکراتو بهیر درېدلی دی.

سیاسي شنونکي وایي، پاکستان هڅه کوله چې په سیمه کې یو نوی دیپلوماتیک موقف خپل کړي، خو د ایران دې پرېکړې یې هیلې کمزورې کړې دي.

بلخوا، منځګړو هېوادونو ویلي چې اوس د ترکیه او مصر له لوري د ایران او امریکا تر منځ د احتمالي نوو مذاکراتو پر طرحو غور روان دی.

شنونکي همداراز باور لري چې د ایران له‌خوا دا واضح رد ځواب ښايي په پاکستان کې د امریکا د نفوذ او له واشنګټن سره د اړیکو له امله شوی وي.

ایران:د ډونالډ ټرمپ له لوري د ۴۸ ساعته اوربند وړاندیز مو رد کړ

0

د فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران د متحده ایالات له لوري د ۴۸ ساعته اوربند وړاندیز رد کړی دی.

د راپور له مخې، دا وړاندیز د ایران د یوه دوست هېواد له لارې د تېرې چهارشنبې په ورځ وړاندې شوی و، خو تهران هغه د منلو وړ ونه باله.

بلخوا، وال سټریټ ژورنال هم راپور ورکړی چې ایران په اسلام‌اباد کې له امریکا سره د احتمالي مذاکراتو وړاندیز هم رد کړی او د خبرو لپاره وړاندې شوي شرایط یې د نه منلو بللي دي.

ایراني چارواکو تر اوسه د دې پرېکړې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو دا ګام د سیمې د روانو ترینګلتیاوو د دوام نښه بلل کېږي.

د جنګي الوتکو د لوېدلو وروسته د پيلوټانو د موندلو لپاره له کومو ټکنالوژیو کار اخیستل کېږي؟

ژباړه: ارمان افغان، حماسه میډیا

په ډېرو نظامي الوتکو کې، د امریکا د هوايي ځواک په ګډون، یو حیاتي او لږ پېژندل شوی سیستم شته چې د سقوط وروسته د پيلوټ ژوند ژغورلی شي؛ دا یو وړوکی ټرانسمیټر (فرستونکی) دی چې URT-46 نومېږي.

کله چې یو نظامي پيلوټ په بېړني حالت کې له الوتکې څخه د اجکت (وتلو) ته اړ شي، موضوع یوازې له الوتکې وتل نه دي؛ بلکې له همدې شېبې څخه د هغه د موندلو او ژغورلو لپاره یو دقیق او له مخکې پلان شوی بهیر پیلېږي.

په دې بهیر کې تر ټولو مهمه وسیله همدا URT-46 ده، چې عموماً د اجکت پر څوکۍ یا د پاراشوټ (چتر) سره نصب وي.

د اجکت په وخت کې، دا فرستونکی په ډېرو مواردو کې په اتومات ډول فعالېږي. دا ځانګړتیا ډېره مهمه ده، ځکه کېدای شي پيلوټ د ټپونو له امله ونه شي کولای چې دا سیستم په لاس فعال کړي.

په داسې حالت کې، URT-46 پرته له انساني مداخلې د اضطراري سیګنال لېږل پیلوي.

دغه سیګنال د 406 مېګاهرتز په فریکونسۍ خپرېږي، چې د نړیوال لټون او ژغورنې سیستم COSPAS-SARSAT له خوا څارل کېږي.

د کار طریقه داسې ده چې دا سیګنال سپوږمکۍ (ماهوارې) ترلاسه کوي، او د پيلوټ موقعیت کله ناکله یوازې په څو دقیقو کې معلومېږي او د ژغورنې مرکزونو ته لېږدول کېږي.

دا معنا لري چې حتی که الوتکه په لرې یا جنګي سیمو کې ولوېږي، د پيلوټ د موندلو چانس ډېر لوړ وي.

خو موضوع یوازې دلته نه ختمېږي.

پيلوټان معمولاً له یو پرمختللي مخابراتي سیستم سره هم سمبال وي چې CSEL نومېږي.

دا وسیله نه یوازې موقعیت لېږي، بلکې د خوندي او کوډشوي اړیکو امکان هم برابروي.

پيلوټ کولای شي له دې لارې غږیز یا متني پیغامونه واستوي، خپل GPS موقعیت تازه کړي او مستقیم له ژغورنې ټیمونو سره اړیکه ونیسي.

په ټوله کې، د دغو ټکنالوژیو ګډ کار دا سبب شوی چې په معاصرو عملیاتو کې د پيلوټ ژغورنه نور په بخت پورې تړلې نه وي.

د اجکت له لومړۍ شېبې څخه، د فرستونکي، سپوږمکیو او ژغورنې ټیمونو یوه همغږې شبکه فعالېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې پيلوټ حتی په تر ټولو سختو شرایطو کې هم ورک نه شي او په لنډ وخت کې وموندل شي.

ننګرهار؛حصارک ولسوالۍ کې د پلار او زوی ترمنځ شخړه کې ۱۴ کلنه لور وژل شوې

راپورونه وایي، چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د کورنۍ شخړې پر مهال یوه نجلۍ وژل شوې ده.

د راپورونو له مخې، د پلار او زوی تر منځ د شخړې پر مهال یوه ۱۴ کلنه نجلۍ په ډزو لګېدلې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

سرچینې وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د کورنۍ د دوو غړو تر منځ لفظي شخړه په تاوتریخوالي واوښته، خو مرمۍ پر نجلۍ ولګېده.

تر اوسه د پېښې د نورو جزیاتو او د مسؤل کس د نیولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

تازه خبر:کابل او شاوخوا ولایتونه زلزلې ولړزول

#تازه‌خبر:
څو شېبې وړاندې کابل او شاوخوا ولایتونه یوې نسبتاً زورولې زلزلې ولړزول.

تر اوسه د دغې زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

امریکا؛د ایران پر فضا د الوتکې تر سقوط وروسته د عملې د ژغورلو عملیات پیل کړې

0

نړیوالو رسنیو، په ځانګړي ډول رویټرز او نیویارک ټایمز، د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ایران پر فضا د یوې امریکایي جنګي الوتکې تر سقوط وروسته، د الوتکې د عملې د ژغورنې لپاره عاجل عملیات پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې، امریکایي ځواکونو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سمدستي اقدام کړي او هڅه یې کړې چې د عملې غړي د ایران د ځواکونو له رسېدو مخکې ومومي.

سرچینې وایي، امریکا له مخکې په سیمه کې د ورته بیړنیو حالاتو لپاره ځانګړي ځواکونه چمتو کړي دي.

ویل کېږي چې دغه ځواکونه په عراق او سوریه کې ځای پر ځای شوي، څو د اړتیا پر مهال چټک غبرګون وښيي.

تر اوسه د پېښې د دقیق علت او د عملې د برخلیک په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

ډونالډ ټرمپ:امریکا کولای شي د هرمز تنګی په اسانه پرانیزي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د هرمز تنګي په اړه توند دریځ څرګند کړی او ویلي یې دي چې متحده ایالات د دې ستراتیژیکې اوبو لارې د پرانستلو بشپړ توان لري.

ټرمپ په خپله ډولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال تازه پیغام کې ادعا کړې چې که واشنګټن ته لږ وخت ورکړل شي، نو دوی به وکولای شي د هرمز تنګی بېرته فعال کړي او د نړیوالو بازارونو لپاره د نفتو بهیر عادي حالت ته راولي.

هغه زیاته کړې چې دا اقدام به نه یوازې د امریکا اقتصادي ګټې خوندي کړي، بلکې نړیوال اقتصاد ته به هم ثبات ورکړي.

ډونالډ ټرمپ په دې ټینګار کړی چې لوېدیځ هېوادونه باید د اړتیا په صورت کې له پوځي ځواک څخه کار واخلي څو د نړۍ له مهمو انرژۍ لارو څخه د نفتو انتقال خوندي وساتي.

د شانګهای همکارۍ سازمان؛افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې

د شانګهای همکارۍ سازمان اړوند د ترهګرۍ ضد سیمه‌ییز جوړښت په خپلې وروستۍ غونډه کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه د پخوا په پرتله زیات شوي او دا وضعیت د سیمې امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي.

دغه غونډه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه، چې پکې د غړو هېوادونو استازو د افراطي او بېلتون‌پالو ډلو د پیاوړتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د غونډې ګډونوالو وویل چې ځینې ډلې نه یوازې په افغانستان، بلکې په سوریه کې هم خپلې جګړه‌ییزې وړتیاوې لوړې کړې دي.

د سرچینو په وینا، د شانګهای همکارۍ سازمان چارواکو ټینګار وکړ چې د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره باید ګډ استخباراتي همغږي او عملي اقدامات زیات شي.

راپورونه:امریکا په پټه د ایران لوړپوړی دیپلومات شړلی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا، د ملي امنیتي اندېښنو په اساس، د ایران د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال سعادت آقاجاني په پټه له امریکا څخه شړل شوی دی.

د اکسیوس د راپور له مخې، دا اقدام تېر دسمبر کې شوی، خو تر اوسه پورې پټ ساتل شوی و.

دا په تېرو شپږو میاشتو کې په نیویارک کې د ایراني دیپلوماتانو د شړلو له لږ تر لږه درې پېښو څخه یوه بلل کېږي.

سرچینې وایي، واشنګټن له «Section 13» پټې پروسې کار اخیستی، چې له مخې یې دیپلوماتان پرته له رسمي اعلان څخه شړل کېږي، هغه میتود چې عموماً د جاسوسۍ یا امنیتي ګواښونو په شک کارول کېږي.

سره له دې، د آقاجاني پر وړاندې کوم مشخص تور نه دی اعلان شوی، خو امریکایي چارواکي د امنیتي اندېښنو یادونه کوي.

پاکستان د درنو پورونو لاندې؛د دغه هېواد هر وګړی په اوسط ډول له درې لکو څخه ډېر پور لري

0

راپورونه ښيي چې د پاکستان ټولټال پورونه ۸۱ زره ټریلیون روپیو ته لوړ شوی، چې له دې جملې ۲۶ زره ټریلیون بهرنی او ۵۵ زره ټریلیون کورنی پور دی.

چارواکي وایي، د هېواد د شاوخوا ۲۵۰ میلیونه نفوس له مخې، هر وګړی په اوسط ډول له درې لکو څخه ډېر پور پرې لري، چې دا وضعیت د خلکو پر ورځني ژوند دروند اغېز کړی دی.

اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې دا کچه پورونه د هېواد پر مالي ثبات جدي فشار راوړي او د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو لامل ګرځي.

همداراز، څو اوونۍ وړاندې پاکستان د خپلو پورونو د کمولو لپاره ځینې پوځي تجهیزات، په ګډون د F-16 Fighting Falcon الوتکو، د سعودي عربستان سره د معاملې په چوکاټ کې ورکړي دي.

په همدې حال کې، په پاکستان کې د سون توکو بیې هم بې‌ساري لوړې شوې دي؛ د یو لېټر ډیزلو بیه ۵۲۰ روپیو او د پټرولو بیه تر ۴۵۰ روپیو اوښتې، چې د خلکو اقتصادي ستونزې یې لا پسې زیاتې کړې دي.