سه شنبه, جون 30, 2026
Home Blog Page 201

نتانیاهو:د ټرمپ لخوا د ایران د سمندري محاصرې له دریځ ملاتړ کوو

0

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه دریځ څخه ملاتړ کوي چې پکې د ایران د سمندري محاصرې یادونه شوې ده.

نتانیاهو زیاته کړې: «موږ د ټرمپ د تهاجمي دریځ ملاتړ کوو چې د ایران د سمندري محاصرې د پلي کولو لپاره دی. ما پرون له جی‌ډي ونس سره خبرې وکړې، او هغه په واضح ډول وویل چې اصلي موضوع د ایران د ټولو غني شوو موادو له منځه وړل او د نورې غني‌سازۍ مخنیوی دی.»

هغه ویلي: «جګړه روانه ده او نه ده درېدلې، دا به تل روانه وي. موږ پرون او نن د لبنان په بنت جبیل تمرکز کړی و.»

کرملین:د هرمز تنګي محاصره به نړیوالو بازارونو ته زیان ورسوي

0

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د هرمز تنګي د محاصرې په اړه هر ډول اقدام به د نړیوالو بازارونو لپاره منفي پایلې ولري.

نوموړي زیاته کړې چې د روسیې هغه وړاندیز چې له ایران څخه د غني‌شوي یورانیم اخیستل پکې شامل دي، لا هم پر ځای دی، خو تر اوسه د دې طرحې د عملي کولو لپاره رسمي غوښتنه نه ده شوې.

هاکان فیدان:د ایران او امریکا خبرې باید د «ټول یا هېڅ» حالت ته ولاړې نه شي

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي که د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي غني کولو موضوع د ټول یا هېڅ حالت ته ولاړه شي، نو خبرې اترې به سختې شي.

فیدان زیاته کړې چې د هرمز تنګي کې د نړیوالو ځواکونو ځای پر ځای کول ډېرې ستونزې لري او باید دا مسئله د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

هغه همداراز ویلي چې ترکیې تل د ایران او لوېدیځ ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ کړی او د مذاکراتو د پیل لپاره یې هڅې کړې دي.

د طالبانو حکومت:په ښوونځیو کې د بې‌کیفیته خوړو پلور بند شو

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو په ګډه پرېکړه کړې چې په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د بې‌کیفیته خوړو او مشروباتو پلور بند شي.

چارواکو ویلي چې دا ګام د ماشومانو د روغتیا ساتنې او د خطرناکو ناروغیو د مخنیوي لپاره اخیستل شوی، ځکه یاد توکي زیانمن کیمیاوي مواد لري چې د سرطان، د زړه ناروغیو او ذهني ستونزو لامل کېدای شي.

وزارتونو له ښوونځیو غوښتي چې دغه لارښوونې عملي کړي، او خبرداری یې ورکړی چې د نه پلي کولو په صورت کې به قانوني اقدام ترسره شي.

د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه:د هرمز تنګی یا د ټولو لپاره دی، یا د هیڅ چا دپاره هم نه دی

0

د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه ویاند د امریکا د سمندري محاصرې په غبرګون کې سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د خلیج فارس او د عمان سمندر امنیت «یا د ټولو لپاره دی او یا د هېچا لپاره نه دی.»

نوموړي ټینګار کړی چې که د ایران بندرونه وګواښل شي، نو په سیمه کې به هېڅ بندر خوندي پاتې نه شي.

هغه همداراز اعلان کړی چې تهران به د جګړې له پای وروسته د هرمز تنګي د کنټرول لپاره یو دایمي سیستم رامنځته کړي.

عباس عراقچي:د اسلام‌آباد توافق ته نږدې وو، خو د امریکا زیاتو غوښتنو خبرې ګډې وډې کړې

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له امریکا سره هغه مهم مذاکرات چې د تېرو څلوېښتو کلونو د تر ټولو لوړه کچه بلل کېده، په د وروستیو شېبو کې تر بریا نږدې شوي وو، خو د واشنګټن د دریځ بدلون او فشارونو یې بهیر ګډوډ کړ.

عراقچي زیاته کړې چې تهران له «ښه نیت» سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته داخل شوی و، خو د ده په وینا، د امریکا له خوا د غوښتنو زیاتوالی، د هدفونو بدلېدل او د سمندري محاصرې ګواښونو د تفاهم فضا زیانمنه کړه.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د باور نشتوالی او تقابل به کړکېچ نور هم ژور کړي، او ټینګار یې وکړ: «که ښه نیت ته په ښه نیت ځواب ور نه کړل شي، شخړه به نوره هم پراخه شي.»

هندي رسنۍ:چین افغانستان سره د پولې په اوږدو کې نوی اداري واحد جوړ کړی

هندي رسنیو راپور ورکړی چې چین د سین‌کیانګ په سیمه کې د «سن‌لینګ» په نوم یو نوی اداري واحد جوړ کړی، چې د افغانستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر پولې ته نږدې موقعیت لري.

راپورونه وایي چې د دې اقدام موخه د واخان دهلېز په اوږدو کې د امنیت پیاوړتیا ده، ځکه دا سیمه د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ ستراتېژیک اهمیت لري.

تر اوسه د چین رسمي سرچینو د دې نوي اداري واحد د جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د هرمز تنګي کړکیچ؛په نړیوالو بازارونو کې د یو بیلر تیلو بیې له ۱۰۰ډالرو واوښتې

0

د ایران پر وړاندې د احتمالي سمندري محاصرې له اعلان سره، نړیوالو بازارونو سمدستي غبرګون وښود او د تېلو بیې په هر بېرل کې له ۱۰۰ ډالرو لوړې شوې.

د راپورونو له مخې، د هرمز تنګي د تړل کېدو امکان د انرژۍ بازارونه یو ځل بیا د بې‌ثباتۍ پر لور بیولي دي.

رویټرز ویلي، سره له دې چې بازار تر ډېره د اوربند له مخکې حالت ته ستنېدلی، خو د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد بشپړ بندېدل کولای شي نړیوال اقتصاد له جدي فشار سره مخ کړي.

بلومبرګ:د هرمز تنګي د کړکېچ له امله چین ته د سعودي تېلو صادرات تر نیمایي راښکته کېږي

0

د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له مخې، د منځني ختیځ د جګړې او د هرمز تنګي د کړکېچ له امله سعودي عربستان راتلونکې میاشت چین ته خپل د تېلو صادرات تر نیمایي راکموي.

په داسې حال کې چې دا کچه د اپرېل په میاشت کې نږدې ۴۰ میلیونه بېرله وه، راپور وایي، چې د سعودي ارامکو به د مې میاشت کې چین ته شاوخوا ۲۰ میلیونه بېرله تېل صادر کړي.

د راپور له مخې، د ایران اړوند جګړې د هرمز تنګي عملي تړل رامنځته کړي او د نړۍ د انرژۍ بهیر یې ګډوډ کړی دی.

که څه هم سعودي عربستان د ینبع بندر له لارې د صادراتو بدیل لاره لري، خو دا بندر نشي کولی ټول هغه تېل انتقال کړي چې مخکې به د خلیج فارس له لارې لېږدول کېدل.

همداراز، د دوبۍ او عمان د خامو تېلو بیې، چې د سعودي د تېلو د بیو ټاکلو بنسټ جوړوي، د بازار د کمښت له امله بې‌ثباته شوې دي.

اردوغان:اسراییل جنایتونه کوي او ممکن پوځي اقدام وشي

0

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اسراییل سختې نېوکې کړي دي.

هغه ویلي چې اسراییل په فلسطین او لبنان کې لوی جنایتونه ترسره کوي.

اردوغان په استانبول کې د یوې نړیوالې غونډې پر مهال ویلي چې اسراییل د ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو پر وړاندې بریدونه کوي او نړیوال اصول نه مراعتوي.

هغه دا هم ویلي چې ښايي د اسراییل پر وړاندې پوځي اقدام وشي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او د فلسطین او لبنان وضعیت لا هم ترینګلی دی.