پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 19

حمدالله فطرت:کونړ کې د پاکستان د پوځي رژیم هاوان برید دوه تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې نن یکشنبه د سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ په شانپټ سیمه کې د پاکستان د پوځ له لوري پر یو هاوان ډزې شوې، چې له امله یې یو ملکي کس وژل شوی او یوه ښځه ټپي شوې ده.

هغه ویلي، چې همداراز، د یاد رژیم مليشو د پکتیکا ولایت شکین ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر ډزې کړې، خو د موټر سپرلۍ سالمه پاتې شوې او کوم چاته پکې زیان نه دی رسېدلی.

ایران:هره هغه کښتۍ چې غواړي د هرمز له تنګي تېره شي، دوه میلیونه ډالر فیس به راکوي

0

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون غړي علا کړی چې هېواد ءالدین بروجردي ویلي، چې د هرمز له تنګي څخه د تېرېدونکو ځینو کښتیو نه به له دې وروسته د تېرېدو فیس اختیستل کېږي.

علاءالدین بروجردي ویلي، دا اقدام د یوه نوي عملي تګلارې برخه ده چې له مخې یې هره هغه کښتۍ چې د بېلابېلو دلایلو له مخې له دې مهمې سمندري لارې تېرېږي، به شاوخوا دوه میلیونه ډالره فیس ورکوي.

د هغه په وینا، دا پرېکړه د اوږدې مودې وروسته یو بدلون ښيي او عملي شوې ده.

نوموړي د دې ګام د دلیل په توګه د روانو کړکېچونو لګښتونه یاد کړل او ویې ویل: «جګړه لګښت لري، نو طبیعي ده چې موږ باید له دې لارې عواید ترلاسه کړو.»

بروجردي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې هم توند دریځ خپل کړ.

هغه ویلي، که پر ایران فشار زیات شي، نو تهران کولی شي د خپلو سیالانو د انرژۍ بنسټونه په لنډ وخت کې په نښه کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د سیمې وضعیت حساس دی او هر ډول فشار یا ګواښ کولای شي کړکېچ نور هم پراخ کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر:د خلیج هېوادونو تهران ته وروستی خبرداری ورکړی او د متقابل اقدام احتمال شته

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان ویلي چې د خلیج هېوادونو لخوا تهران ته وروستی خبرداری ورکړل شوی او ویل شوي که د ایران بریدونه دوام وکړي، ښايي اړ شي چې متقابل اقدام وکړي.

د «میدل‌ایست آی» د راپور له مخې، په ریاض کې په یوې سیمه‌ییزې غونډه کې فیدان ویلي، د خلیج هېوادونه پوښتنه کوي چې ولې ایران دوی په نښه کړي دي.

هغه زیاته کړې، دغه هېوادونه ټینګار کوي چې د روانې جګړې په پیل کې یې هیڅ رول نه درلود او دا موضوع د دوی لپاره جلا قضیه ده.

فیدان څرګنده کړې چې د سیمې هېوادونه باور لري، بریدونه پر دوی ناعادلانه دي او باید د ایران اقداماتو ته ځواب ورکړل شي.

همداراز ویل شوي، ایران یوازې پوځي مرکزونه نه، بلکې غیر پوځي بنسټونه او اقتصادي اهداف هم په نښه کړي، چې دا عمل قصدي ګڼل کېږي.

ایران ډونالډ ترمپ ته:که د انرژۍ بنسټونه مو په نښه شي، د امریکا تاسیسات به هم هدف وګرځوو

0

ایران د ډونالډ ټرمپ د وروستي ګواښ په غبرګون کې ویلي، که د دغه هېواد د انرژۍ بنسټونه په نښه شي؛ نو د امریکا اړوند بنسټونه به هم په سیمه کې هدف وګرځي.

د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه په یوه اعلامیه کې ویلي، که د ایران د سون‌توکو او انرژۍ زېربناوې تر برید لاندې راشي، نو د امریکا او د هغې د متحدینو اړوند د انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او د اوبو د تصفیې ټول بنسټونه به په سیمه کې هدف وګرځول شي.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، څو د هرمز تنګی په بشپړه توګه پرانیزي او ګواښ یې کړی چې که دا کار ونه شي، امریکا به د ایران برېښنايي بټۍ په نښه او له منځه یوسي.

ایراني چارواکو ټینګار کړی چې که پر ایران برید وشي، دوی به هم متقابل اقدام وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان:سوډان کې پر یو روغتون د برید له کبله ۶۴ تنه وژل شوي

0

د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې په سوډان کې پر یوه ملکي روغتون د برید له امله د ماشومانو، ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دې سازمان په وینا، دغه برید پرون د دارفور د «الضعین» پر تدریسي روغتون ترسره شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.

همداراز ویل شوي چې د روغتون ودانۍ او تجهیزات په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رییس دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ټینګار یې کړی چې د برید له امله په ښار کې روغتیايي خدمات په بشپړه توګه درېدلي دي.

نوموړي یو ځل بیا له ښکېلو لورو غوښتي چې په جګړو کې روغتونونه او طبي کارکوونکي خوندي وساتي.

جرمني رسنۍ:د طالبانو حکومت د جرمني له خبرتیا پرته په برلین کې د افغانستان د سفارت نوی رییس ټاکلی

یوې جرمني رسنۍ راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت یو ډیپلومات د جرمني د حکومت له خبرتیا پرته په برلین کې د افغانستان د سفارت د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

د راپور له مخې، دغه ټاکنه د جرمني د چارواکو له رسمي موافقې پرته شوې او تر اوسه د دې موضوع په اړه روښانه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

بل لور ته، د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کرېک‌انفو:ایرلینډ به د اګست په میاشت کې د پنځو یو ورځنیو لوبو لپاره د افغانستان کوربه‌توب وکړي

کرېک‌انفو راپور ورکړی چې د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډله به د روان کال د اګست په میاشت کې له افغانستان سره د پنځو یو ورځنیو سیالیو (ODI) کوربه‌توب وکړي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دا لوبې د اګست په پنځمه نېټه پيل شي او تر ۱۴مې پورې دوام وکړي، چې دواړه لوبډلې به په همدې موده کې یو د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.

تر اوسه د افغانستان کرېکټ‌بورډ په رسمي ډول د دې لوبلړۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې د ایرلینډ کرېکټ ادارې دا پرېکړه مخکې له مخکې اعلان کړې ده.

ډونالډ ټرمپ:که ایران په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګي تګ راتګ عادي نکړ، له جدي پایلو سره به مخ شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ایران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګي تګ راتګ «په بشپړه او بې له ګواښه» بېرته عادي نه کړي، امریکا به د ایران مهمې برېښنايي او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي.

ټرمپ په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې د احتمالي پوځي اقدام په صورت کې به بریدونه د ایران له «تر ټولو لویې برېښنا فابریکې» پیل شي او وروسته به نورې ستراتیژیکې سرچینې هم هدف وګرځي.

هغه زیاته کړې چې د نړیوالو سمندري لارو امنیت د امریکا لپاره حیاتي ارزښت لري او واشنګټن به د هر هغه اقدام پر وړاندې جدي غبرګون وښيي چې نړیوال تجارت او د انرژۍ انتقال له ګواښ سره مخ کړي.

فضل الهادي مسلمیار د طالبانو حکومت ته:د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره سم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزئ

د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل الهادي مسلمیار د نوي ۱۴۰۵ لمریز کال او د نوروز د رارسېدو په مناسبت افغانانو ته مبارکي ویلې ده.

هغه په خپل پیغام کې ویلي، چې د افغانستان ویاړلي او قهرمان ملت ته د نوي کال او د نوروز د لرغوني جشن مبارکي وایي او هیله لري چې دا کال د ټولو افغانانو لپاره د ښه ژوند او خوشحاله راتلونکي پیل شي.

مسلمیار د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې، چې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره سم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، څو خویندې او مېرمنې د زده کړو له ستر نعمت څخه بې برخې پاتې نه شي.

هغه ویلي:«د اسلام مبارک دین او اسلامي شریعت له مخې نارینه او ښځینه د زده کړو برابر حق لري او پر دواړو دیني او عصري زده کړې فرض دي، د یوه سیال او مېړني ملت په توګه باید خپلو لوڼو او خویندو ته د زده کړو زمینه چمتو کړو ترڅو په هره مسلکي برخه کې تعلیمیافته، مستعدې او تکړه خویندې ولرو او د خپلو وطنوالو خدمت وکړي.»

حامد کرزي؛له سراج‌الدین حقاني سره کتلي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر پخوانیو دولتي چارواکو د طالبانو حکومت له کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني سره لیدنه کړې او د کوچني اختر مبارکي یې ورته ویلې ده.

د راپور له مخې، په دې کتنه کې د وروستیو پېښو په اړه د خواشینۍ څرګندونه شوې او د افغانانو تر منځ پر یووالي ټینګار شوی دی.

همداراز دواړو لورو د ملي حاکمیت او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې پر اړتیا هم خبرې کړې دي.