پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 18

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ:کېم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولت د چارو د رئیس په توګه وټاکل شو

0

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ KCNA راپور ورکړی چې کېم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولت د چارو د رئیس په توګه وټاکل شو.

د راپور له مخې، د شمالي کوریا د ولسي اسمبلۍ لومړۍ غونډه د یکشنبې په ورځ پیل شوې او تمه کېږي چې پکې د اساسي قانون پر تعدیلاتو او د دولت د چارو د کمېسیون د رئیس او نورو لوړپوړو چارواکو پر ټاکلو هم بحث وشي.

د دولتي رسنیو په وینا، دا ټاکنه د سیاسي جوړښت د بدلونونو او د واک د بیا تنظیم په چوکاټ کې شوې ده، چې پکې د سوسیالیستي اساسي قانون د ځینو مادو د اصلاح پلان هم شامل دی.

د امریکا مرکزي قومنداني:ایران کې د توربین انجن فابریکه په هوايي برید کې ویجاړه شوه

0

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ویلي چې د ایران په قم کې د توربین انجنونو یوه فابریکه یې په هوايي برید کې سخت زیانمنه کړې ده.

سېنټکام په ایکس کې په خپور شوي پیغام کې ویلي چې دې فابریکې د سپاه پاسداران انقلاب لپاره د ګازي توربین انجنونه او د بې‌پیلوټه الوتکو اړوند پرزې تولیدولې.

دې قومندانۍ د برید د پایلو د ښودلو لپاره دوه انځورونه هم خپاره کړي دي؛ یو انځور د مارچ په ۶مه اخیستل شوی چې فابریکه پکې د برید مخکې ښکاري، او بل انځور درې ورځې وروسته اخیستل شوی چې پکې د امریکا د ځواکونو له برید وروسته د تاسیساتو ویجاړۍ لیدل کېږي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) په وینا، دا ډول فابریکې د ایران د پوځي وړتیاوو مهمه برخه ده، په ځانګړي ډول د بریدګرو ډرونونو د جوړولو په برخه کې.

د پاکستان لخوا د ملا یعقوب په ضد کاذب روایت: بیطرفه قضاوت

لیکوال: شاه محمود میاخیل
د پاکستان په کړیو کې کړې نشته. ټوله یوه کړې ده. هو! د افغانستان په داخل کې پخوا او اوس هم د پاکستان ځینې کړې شته چې د پاکستان روایتونه تقویه کوي.

پاکستان همیشه کوښښ کړې چې د افغانانو د ملي روایتونو او یا هغه څوک چې افغانانو ته ملي روحیه ورکوي، په ضد یې کاذب روایتونه د خپلو ملایانو، پاکستان ته د ځینو وفاداره رسنیو، سیاسیونو او مدني ټولنو په وسیله ایجاد کړي. دا کاذب روایتونه ځیني افغانان په ارادي او غیر ارادي توګه بې له دې چې په شواهدو ژور فکر او غور وکړي، بدرګه کوي.

د پاکستان د جامعه رشیدیه د مسوول، مفتي عبدالرحیم، کاذب روایت چې ګوندې پاکستان ملا یعقوب ته پنځه لکه ډالره ورکړل چې د طالبانو د مشرتابه نه تیر شي، دا روایت هم د نورو کاذبو روایتونو په امتداد یو کاذب روایت دی.

د جمهوریت په شل کلنه دوره کې زه څلور کاله په حکومت کې او پنځلس کاله د ملګرو ملتونو  د یونما دفتر او هم وروسته د متحده ایالاتو د سولې انستیتوت سره کار کوه. د نړیوالې ټولنې، افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرک ټو یا غیر رسمي خبرو اترو په هکله همیشه معلومات درلودل یا ځینو مجالسو او خبرو کې حتی دخیل وم. د طالبانو د پخوانیو مشرانو لکه مولوی ارسلان رحماني، ملا ضعیف، مولوی متوکل، مولوی جلال الدین شینواري، وحید مژده او یو شمیرو کسانو سره تماسونه درلودل او په مسایلو مو سره کله کله بحثونه کول.

کله چې د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر د مړینې خبر یا په تدریجي توګه د زجر او شکنجې له امله د وژل کیدو د ثقه کیدو خبر د افغانستان د ملي امنیت لخوا خپور شو. دلته دوه روایتونه و.

اول؛ توافق شوې و چې د طالبانو او افغانستان د حکومت تر منځ د اسلام اباد سره نږدې په مري کې خبرې د لومړي ځل لپاره پیل شي، په دغه وخت کې د ملا عمر د مړینې خبر په داسې حال کې خپور شو چې هیتونه مري ته رسیدلي و. داسې ویل کیدل چې دا خبر په افغانستان کې د هغه کړیو لخوا خپور شو چې د سولې د خبرو پلویان نه و.

دویم روایت دا و چې  پاکستان د امریکا د فشار له امله په ظاهره دا زمینه برابره کړله  چې د مري خبرې تر سره شي، خو په حقیقت کې یې نه غوښتل چې د سولې خبرې کامیابه شي. د دغه خبر په خپریدو کې هم پاکستان لاس درلود چې داسې وښایي چې افغانستان د ملا عمر د مړینې خبر په خپریدو سره، د مري خبرې ناکامې کړلې. یعنی خبرې پاکستان ناکامه کړلې او ملامتیا یې په افغانستان واچوله.

زه د دویم روایت سره موافق یم ځکه کله کله داسې هم کیږي چې د یو ملک د استخباراتو حلقې، ځینې خبرې په نورو ادارو کې د نفوذ په وسیله نشروي. زما په فکر، د ملا عمر د مړینې خبر راته هم ولو که د افغانستان د ملي امنیت لخوا نشر شو، خو د هغوي لاس پکې و چې د مري خبرې سبوتاژ کړي او هماغسې وشول.

کله چې د ملا عمر د مړینې خبر خپور شو، بیا جنجال د طالبانو د مشرانو یا په اصطلاح د کویټې نظامي شورا تر منځ د نوې رهبرې په ټاکل کیدو سره رامنځته شو. ملا یعقوب له یوې خوا کشر او ځوان و او دا ویره د پاکستان سره وه که دی وټاکل شي، کیدې شي چې د افغانستان د حکومت سره سوله وکړي ځکه هغه ته معلومه وه چې پلار یې څنګه د پاکستان لخوا مړ یا ووژل شو او غچ به واخلي.

د پاکستان فشار دا و چې ملا منصور وټاکل شي. دلته د ډالرو د ورکړو مسله نه وه. وروسته ملا منصور هم د پاکستان د پالیسیو مخالف شو او غوښتل یې چې دسولې خبرې کامیابه شي. همدارنګه ملا منصور غوښتل چې د طالبانو رهبري د پاکستان د نفوذ نه خلاصه کړي. هماغه و چې مستقل روابط یې د ځینو هیوادونو سره پیل کړل. د ایرانیانو سره یې اړیکه جوړ کړله. کله چې پاکستان پوه شو چې ملا منصور هم د دوی د نفوذ د دایرې نه وځي، نو ایران ته یې د هغه د تګ او راتګ معلومات د امریکایانو سره شریک کړل او هغه یې د کویتې په دالبندین سیمه کې د ډرون په حمله کې وواژه. د ډرون حملې ته څه اړتیا وه. پاکستان هغه نیولې هم شو خو پاکستان د امریکا نه د کریدیت اخستلو په خاطر دا کار وکړ.

ملا منصور د وژل کیدو نه وروسته بیا د طالبانو د رهبرې په سر جنجال رامنځته شو.  دا ځل د ملا یعقوب چانس زیات و او خبره لږ زیات وخت ته وځنډیده چې باالاخره د پاکستان د فشار له امله ملا هیبت الله چې نظامي قوت یې نه درلود، رامنځته کړ او ملا یعقوب یې شاته کړ.

اوس ملا یعقوب د طالبانو د دفاع وزیر دی او په خپله وروستې مرکه کې وویل که کابل ورانیږي، اسلام اباد باید هم وران شي، دا خبرې د پاکستان په مزاج برابرې نه دي نو غواړي چې د ملا یعقوب په ضد کاذب روایتونه د خپلو ملایانو په وسیله جوړ کړي. پاکستان تل هڅه کړې چې هر څوک افغانانو ته ملي روحیه ورکوي، د هغوي شخصیت وژنه وکړي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اسلام اباد؛مشهوره ټیکټاکره ثنا جاوید د مېړه لخوا ووژل شوه

0

په اسلام اباد کې د یکشنبې په ورځ یوه مشهوره ټیکټاکره ثنا جاوید په ډزو ووژل شوه.

د پولیسو په وینا، د نوموړې قاتل د هغې مېړه محمد صادق و، چې له برید وروسته یې په هماغه ځای کې ځان هم وژلی دی.

دا پېښه د اسلام اباد په H-11 سیمه کې، د پولیسو مرکز ته نږدې شوې ده.

راپورونه وايي چې ثنا جاوید د خیبر پښتونخوا د اټک سیمې اوسېدونکې وه او په ټیک ټاک کې له ۱.۲ میلیونو څخه ډېر پلویان یې درلودل.

نوموړې په خپلو ویډیوګانو کې کله ناکله د افغانستان د ملي بیرغ په رنګونو جامې هم اغوستلې.

پولیسو ویلي چې د ثنا مېړه یو پخوانی پولیس افسر و او له دندې مخکې ګوښه شوی و.

بنامین نتانیاهو:له ډونالډ ټرمپ سره به یو ځای د ایران حکومتي مشران او پوځي تاسیسات هدف وګرځوو

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ایران د وروستیو توغندیزو بریدونو په اړه توند غبرګون ښودلی دی.

نوموړي ویلي چې اسراییل به په بشپړ ځواک ځواب ورکړي، خو هدف به یې ملکي وګړي نه وي، بلکې د ایران د حکومت مشران او د سپاه پاسداران انقلاب لوړپوړي غړي به هدف ګرځي.

نتانیاهو دغه راز ویلي چې اسراییل به د دې جنایي ډلې مشران تعقیب کړي او زیاته یې کړه:«موږ به د هغوی مشران، پوځي تاسیسات او اقتصادي شتمنۍ هدف وګرځوو او یو ـ یو به یې تعقیب کړو.»

نوموړي د ډونالد ترمپ د هغو ګواښونو په اړه هم خبرې وکړې چې ویلي یې وو که د هرمز تنګي لاره بنده شي؛ نو پر اټومي تاسیساتو به برید وکړي.

نتانیاهو زیاته کړې:« ټرمپ ښه پوهېږي چې څه کوي، او که کوم اقدام وشي، نو موږ به دا کار په ګډه ترسره کړو.»

ایران کې د جګړې راپور:د اسرائیل او امریکا د بریدونو له امله ۸۱ زره غیرنظامي واحدونه زیانمن شوي

0

د ایران د سره صلیب کمیټې مشر، کولیوند راپور ورکړی چې ایران سره د اسرائیلو او امریکا د جګړې له پیل راهیسې په ایران کې ۸۱ زره او ۳۶۵ غیرنظامي واحدونه تر برید لاندې راغلي دي.

د راپور له مخې په دغه بریدونو کې ۶۱ زره ۵۵۵ کورونه، ۱۹ زره سوداګریز مرکزونه، ۲۷۵ روغتیایي مرکزونه، ۴۹۸ ښوونځي، ۱۷ د سره صلیب کمیټې څانګې او پایګاوې، ۴۸ مرستندویه وسایط او ۴۳ امبولانسونه هم هدف ګرځول شوي دي.

کولیوند ویلي، چې دغه کمیټه ۲۴ ساعته فعاله ده او له څلور میلیونو داوطلبانو څخه ۱۰۰ زره روزل شوي د چټک غبرګون ټیمونه د پیښې په څلورو دقیقو کې هر ځای ته رسیږي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه:په افغانستان کې د اوبو کمښت ورځنی ژوند ډېر ستونزمن کړی

د سره صلیب نړیوالې کمیټي راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د اوبو لاسرسی ورځ تر بلې سختېږي او په کلیوالو سیمو کې جګړې، وچکالۍ، کمو بارانونو، د نفوس زیاتوالي او راستنېدونکو، د څاه ګانو او کاريزونو اوبه تر فشار لاندې راوستي دي.

یادې کمیټې ویلي، ښاري سیمې لکه کابل، مزار او کندهار هم له شدیدو ستونزو سره مخ دي، چې په په کندهار کې ډېری څاه ګانې وچې شوي او د ځینو څاه ګانو اوبه له ۱۰۰ مترو ژورې شوې دي.

د راپور له مخې، کورنۍ اړ شوي چې پاکې اوبه له ټانکرونو واخلي یا پسې اوږده واټن سفر وکړي.

د سره صلیب د دغه نړیوالې کمیټې په وینا، د افغانستان د اوبو وضعیت ښيي چې د معلوماتو راټولونه، قوي سیستمونه او همغږي اقدامات د خلکو روغتیا، ژوند او ثبات خوندي کولو لپاره ضروري دي.

محمد باقر قالیباف، ډونالډ ټرمپ ته:د ایران د برېښناکوټو او انرژۍ بنسټونو د برید په بدل کې به د سیمې د انرژۍ او تېلو تاسیسات هدف وګرځو

0

د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وروستي ګواښ وروسته سخت غبرګون ښودلی دی.

قالیباف په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې خبرداری ورکړی چې که د ایران برېښناکوټې او نور بنسټیز تاسیسات په نښه شي، نو سمدستي به د سیمې په کچه د انرژۍ او تېلو ټول حیاتي تاسیسات مشروع اهداف وګرځي او «په نه‌ستنېدونکي ډول» به له منځه یوړل شي.

دا څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راغلې چې ټرمپ ایران ته د ۴۸ ساعتونو مهلت ورکړی ترڅو د هرمز تنګی پرانیزي، او که یې ونه کړي، د ایران پر برېښناکوټو به بریدونه پیل کړي.

ایران تل د هرمز تنګی د بندېدو په اړه حساسیت ښودلی او د قالیباف خبرداری د هغه هېواد د سخت دریځ سیاست څرګندونه ګڼل کېږي.

د قطر د ملي دفاع وزارت:د پوځي چورلکې د لویدو په پیښه کې ۶تنه پوځي چارواکي وژل شوي

0

د قطر د ملي دفاع وزارت، اعلان کړی چې نن سهار د دغه هېواد په سیمه‌ییزو اوبو کې د یوې پوځي چورلکې د لوېدو له پېښې وروسته، د ژغورنې او لټون عملیاتو په ترڅ کې د شپږو کسانو د مړینې پخلی شوی دی.

د وزارت په وینا، په مړو شویو کې د قطر د وسله‌والو ځواکونو پیلوټ کپتان مبارک سالم دوای المرّي، سارجنټ فهد هادي غانم الخیارین، او کورپورل محمد ماهر محمد شامل دي.

همدارنګه د قطر، ترکیې ګډو ځواکونو یو افسر مېجر سنان تاش‌تېکین، او دوه ترکي ملکي همکاران سلیمان جمره کهرامان او اسماعیل انس جان هم په دې پېښه کې وژل شوي دي.

چارواکي وایي چې د قطر د وسله‌والو ځواکونو د بل پیلوټ کپتان سعید ناصر سامخ د موندلو لپاره لټون لا هم روان دی.

حمدالله فطرت:کونړ کې د پاکستان د پوځي رژیم هاوان برید دوه تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې نن یکشنبه د سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ په شانپټ سیمه کې د پاکستان د پوځ له لوري پر یو هاوان ډزې شوې، چې له امله یې یو ملکي کس وژل شوی او یوه ښځه ټپي شوې ده.

هغه ویلي، چې همداراز، د یاد رژیم مليشو د پکتیکا ولایت شکین ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر ډزې کړې، خو د موټر سپرلۍ سالمه پاتې شوې او کوم چاته پکې زیان نه دی رسېدلی.