پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 20

حامد کرزي؛له سراج‌الدین حقاني سره کتلي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر پخوانیو دولتي چارواکو د طالبانو حکومت له کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني سره لیدنه کړې او د کوچني اختر مبارکي یې ورته ویلې ده.

د راپور له مخې، په دې کتنه کې د وروستیو پېښو په اړه د خواشینۍ څرګندونه شوې او د افغانانو تر منځ پر یووالي ټینګار شوی دی.

همداراز دواړو لورو د ملي حاکمیت او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې پر اړتیا هم خبرې کړې دي.

حمدالله فطرت:عبدالسلام حنفي د څرخي پله زندان له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د څرخي پله زندان له بېلابېلو برخو څخه ليدنه کړې ده.

د نوموړي د دفتر په وینا، حنفي د زندان د مختلفو بلاکونو له ليدو وروسته د بنديانو د حالت ارزونه هم کړې او له يو شمېر بنديانو سره يې مخامخ خبرې کړې دي.

هغه د بنديانو ستونزې او وړانديزونه اورېدلي او هغوی ته يې سپارښتنه کړې چې له خوشې کېدو وروسته د ټولنې د ګټورو غړو په توګه ژوند ته دوام ورکړي او زده کړې او کسبونه زده کړي.

د خبر له مخې، حنفي د زندان له مسؤلينو غوښتي چې د اصولو په چوکاټ کې د بنديانو وضعيت ته رسېدنه وکړي او د هغوی حقونه په پام کې ونيسي.

وروسته د څرخي پله زندان مسؤلينو د عمومي حالت، شته خدمتونو او موجودو ستونزو په اړه هم معلومات ورکړي دي.

د سنتکام قومندان:په ایران کې مو له ۸ زره ډېر هدفونه ویشتلي او هوايي برتري لرو

0

د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنتکام) قومندان، برید کوپر ویلي چې د ایران پر وړاندې په روانو عملیاتو کې امریکا هوايي برتري ترلاسه کړې ده.

د هغه په وینا، د امریکا ځواکونو تر اوسه له اته زره ډېرې جګړه‌ییزې الوتنې ترسره کړې دي.

کوپر ویلي چې د ایران هغه رادارونه هم په نښه شوي چې د هرمز تنګي په سیمه کې د کښتیو د ګواښ لپاره کارېدل.

هغه زیاته کړې چې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۳۰ ایراني کښتۍ په نښه شوې دي.

د سنتکام دغه قومندان ویلي چې په تېرو ۲۲ ورځو کې له اته زره ډېر پوځي هدفونه په ایران کې ویشتل شوي او د ایران د جګړه‌ییز ځواک وړتیا په کمېدو ده.

نوموړي همداراز ادعا کړې چې د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو وړتیاوې هم له منځه وړل شوې دي.

عبدالکریم خرم:د نوروز جشن د افغانستان د خلکو لرغونی فرهنګي میراث دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس، عبدالکریم خرم، ویلي چې د نوروز جشن د افغانستان د خلکو یو ښکلی او لرغونی فرهنګي میراث دی.

نوموړي ویلي چې دا جشن د څلورو مشخصو فصلونو د شتون له برکته نمانځل کېږي.

خرم ټولو افغانانو ته د نوي ۱۴۰۵ کال د رارسېدو مبارکي ورکړې او د بختور کیدو هیله یې څرګنده کړې.

د یادونې ده چې تېر کلونه د نوي کال لومړۍ ورځ مزار شریف کې د نوروز جنډې په پورته کولو او جشنونو سره نمانځل کېده؛ خو واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته د دغې جنډې په پورته کولو هم بندیز لګېدلی دی.

چین:منځني ختیځ کې روانې وسله‌والې نښتې یوازې کرکه او تاوتریخوالی زیاتوي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لین جیان، د منځني ختیځ په وروستیو تاوتریخوالو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې زورزياتی هېڅکله د ستونزو د حل لار نه ده.

هغه ټینګار کړی چې روانې وسله‌والې نښتې یوازې کرکه او تاوتریخوالی زیاتوي.

لین جیان له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې ژر تر ژره پوځي عملیات ودرول شي او د وضعیت د لا خرابېدو مخنیوی وشي.

نوموړي زیاته کړې چې چین به د سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې جاري ساتي او غواړي په منځني ختیځ کې ژر تر ژره ثبات رامنځته شي.

عباس عراقچي:موږ د موقتي اوربند غوښتنه نه کوو، بلکې د جګړې بشپړ پای غواړو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي چې د هرمز تنګی نه دی تړل شوی او لا هم خلاص دی.

هغه ویلي: «موږ تنګی نه دی تړلی، لا هم خلاص دی.»

عراقچي د امریکا او اسراییل وروستیو بریدونو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې ایران د موقتي اوربند غوښتنه نه کوي، بلکې د جګړې بشپړ، جامع او دوامداره پای غواړي.

د هغه په وینا، تهران د لنډمهالي اوربند غوښتنې رد کړې دي او هر ډول پرېکړه به د راتلونکو بریدونو د مخنیوي لپاره له تضمین او د تاوان له جبران سره تړلې وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې څو هېوادونه د منځګړیتوب هڅه کوي او ایران له هر نوښت هرکلی کوي او چمتو دی وړاندیزونه وڅېړي، خو د هغه په وینا، امریکا تر اوسه د واقعي حل لپاره چمتووالی نه دی ښودلی.

نوموړي دغه جګړه پر ایران تحمیل شوې بللې او ویلي یې دي چې د بریدونو پر مهال تهران له امریکا سره په خبرو بوخت و.

هغه زیاته کړې چې د ایران غبرګون د ځان دفاع ده او تر هر وخت چې اړتیا وي به دوام وکړي.

امریکا:د ایران د نفتو پر پلور مو ۳۰ ورځنی موقتي معافیت اعلان کړ

0

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د نړیوال انرژۍ بازار د فشار د کمولو لپاره یې د ایران د نفتو پر پلور ۳۰ ورځنی موقتي معافیت اعلان کړی دی.

د دې پرېکړې له مخې، هغه ایراني نفت او محصولات چې د مارچ له ۲۰ تر اپرېل ۱۹ پورې پر کښتیو بار شوي، کولای شي نړیوالو بازارونو ته وپلورل شي.

امریکايي چارواکو ویلي چې دا اقدام د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو له امله د انرژۍ پر عرضې د فشار د کمولو لپاره شوی دی.

د امریکا د خزانې وزیر ټینګار کړی چې دا معافیت موقتي او محدود دی او یوازې هغه نفت پکې شامل دي چې مخکې له مخکې د لېږد په حال کې دي.

پاملرنه موسسه:ختیځو سیمو کې جګړو زرګونه کورنۍ بې‌ځایه کړې دي

پاملرنه (CARE) موسسې خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د جګړو له زیاتېدو وروسته د بشري ناورین د پراخېدو خطر ډېر شوی او زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوې دي.

د دې موسسې په وینا، په څو ولایتونو کې خلک اغېزمن شوي او د راپورونو له مخې له نیمایي زیات تلفات ښځې او ماشومان دي.

د لومړنیو ارزونو له مخې، تر ۱۶۰ زره ډېر کسان بې‌ځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې پکې خوراکي توکي، سرپناه، پاکې اوبه او روغتیايي خدمات شامل دي.

د پاملرنې د افغانستان مشر محمد اکمل شریف ویلي چې د ملکي وګړو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی، ځکه ډېری کورنۍ له پخوا راهیسې له کړکېچونو سره مخ دي او اوس بیا کډه کېدو ته اړ شوي دي.

راپور همداراز وایي چې ښځې او نجونې تر ټولو زیات زیان ویني، ځکه بې‌ځایه کېدل د هغوی لپاره خطرونه زیاتوي او روغتیايي او محافظتي خدمتونو ته لاسرسی محدودوي.

پاملرنه موسسې ټینګار کړی چې د ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره بېړنۍ بشري مرستې اړینې دي.

مایک والتز:ټرمپ د ایران پر وړاندې د ټولو انتخابونو کارولو ته چمتو دی

0

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والتز ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له حکومت سره په روان کړکېچ کې ټولې لارې په لاس کې لري، چې پکې د امریکايي ځواکونو ایران ته لېږل هم شامل دي.

مایک والتز له سي‌اېن‌اېن سره خبرو کې ویلي چې د واشنګټن غوره لاره لا هم دا ده چې د ایران اټومي تاسیسات د هوايي یا سمندري بریدونو له لارې کمزوري شي.

نوموړي زیاته کړې چې ټرمپ د جګړې اوسني خطرونه د دې احتمال له خطر سره پرتله کړي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.

د هغه په وینا، ټرمپ غواړي په نړۍ کې روانې جګړې پای ته ورسوي او له ایران سره شخړه یې داسې جګړه بللې چې ۴۷ کاله روانه ده.

والتز دغه راز ویلي چې ټرمپ تر دې مخکې له نظامي اقدامه د مخنیوي لپاره ډیپلوماسۍ ته هم وخت ورکړی و.

حمدالله فطرت:د کونړ په کامدېش کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ملکي موټر برید کې یوه ډاکټره او ماشوم یې وژل شوي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې د کونړ د کامدېش ولسوالۍ د باغچې په سیمه کې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پر یوه ملکي موټر د هاوان ډزې شوې دي.

حمدالله فطرت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په دې پېښه کې یوه ډاکټره انزیره (سحر) له خپل څلور کلن زوی میهن سره یوځای سیند ته لوېدلې او وژل شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د دوامداره ډزو له امله د وژل شویو جسدونه تر یو وخته پورې په سیمه کې پاتې وو، خو وروسته د سیمې د خلکو په هڅو له کماري ګل خوړ څخه خوندي ځای ته ولېږدول شول.

فطرت زیاتوي چې همداراز د کونړ د شلتن ولسوالۍ کې هم د ډزو له امله یو تن سلیمان د توران زوی سخت ټپي شوی دی.