ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د يکشنبې په ماښام د يو ډيپلوماټيک پلاوي په مشرۍ د اټومي خبرو اترو د دويم پړاو او د ځينو ډيپلوماټيکو سلا مشورو لپاره د سویس مرکز ژنو ته ولاړ.
عراقچي تر دې وړاندې ويلي وو:«زموږ توغندي د خبرو اترو وړ نه دي.»
د ايران رسنيو ويلي چې له امريکا سره غير مستقيمې اټومي خبرې به د سې شنبې په ورځ د عمان په منځګړيتوب ترسره شي.
همداراز د ایران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، مجید تخت روانچي ويلي:«د غنيسازۍ موضوع نور مطرح نه ده او د ایران د حکومت له نظره دا موضوع نور د مذاکراتو پر مېز نه ده.»
د طالبانو حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې دا ورځ د افغانانو د اوږدې مبارزې او سترې قربانۍ ژوندی سمبول دی.
نوموړي ویلي، چې د شوروي اتحاد پر وړاندې بری د افغان ملت د میلیونونو شهیدانو، ټپیانو او مجاهدینو د سرښندنو پایله وه، چې په ترڅ کې یې د نړۍ یو ستر نظامي ځواک له ماتې سره مخ شو او خپله ماتې یې ومنله.
منصور زیاته کړې، افغانان باید له خپل تاریخي تجربې زده کړه وکړي او د خپلواکۍ د ساتنې لپاره یو موټی پاتې شي، څو هېڅ بهرنی ځواک بیا د افغانستان د اشغال هڅه ونه کړي.
هغه دا هم ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید د افغان ملت دا قرباني هېره نه کړي، ځکه همدې ملت د کمونیزم د پراختیا مخه ونیوله او نړۍ یې له یوه ستر ګواښ وژغورله.
د یادونې وړ ده، چې په همدې ورځ ۳۷ کاله وړاندې د شوروي وروستي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او دا پېښه د شلمې پېړۍ له مهمو تاریخي بدلونونو څخه ګڼل کېږي.
د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي، افغانستان اوس له پیاوړي امنیت څخه برخمن دی او له دې خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نه متوجه کېږي.
نوموړي د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په خطاب کې وویل، چې د افغانستان اوسنی نظام د هیچا پر وړاندې بده اراده نه لري او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې بل هېواد ته زیان ورسېږي.
دفاع وزیر له بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې خپلې پانګې افغانستان ته راوړي، د تخریب او بدنامولو هڅې ودروي او د افغانستان له امنیت او ثبات ملاتړ وکړي.
هغه ویلي، هغه څوک چې د خدای، دین او اسلام پر لاره متیقین وي هماغه موږ ته ښاغلي دي.
هغه ټینګار وکړ چې “اسلامي امارت” د ټولو هغو ډلو د مهار توان لري چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي، او زیاته یې کړه چې افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو لپاره د تعامل دروازې خلاصې ساتلي، حتی له هغو هېوادونو سره هم چې پخوا یې پر افغانستان یرغل کړی و.
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې دی د بهرنیو ژوندي موجوداتو ” فضایي مخلوقاتو” پر شتون باور لري، خو تر اوسه یې نه کوم شخصي ثبوت لیدلی او نه هم د امریکا حکومت داسې اسناد لري چې دا موضوع تایید کړي.
اوباما دا څرګندونې د یو تازه پوډکاسټ مرکې پر مهال له یوټیوبر براین ټایلر کراون سره کړي.
هغه وویل: “Aliens شته، خو ما تر اوسه نه دي لیدلي.” نوموړي ټینګار وکړ چې د خلکو ترمنځ مشهورې دسیسې، په ځانګړي ډول د Area 51 په اړه، حقیقت نه لري او هلته کوم پټ مرکز یا بهرني موجودات نه ساتل کېږي.
اوباما زیاته کړه، که چېرې دا ډول معلومات موجود وای، نو د امریکا ولسمشر به خامخا پرې خبر و، او دا ناشونې ده چې دومره لوی راز له ولسمشر څخه پټ وساتل شي.
په همدې حال کې، په وروستیو کلونو کې د ناپېژاندو الوتونکو شیانو یا UFOs موضوع بیا ګرمه شوې ده.
دا ډول پېښې اوس د UAP یا “ناپېژاندو غیرمعمولي فضايي پدیدو” په نوم یادېږي، چې د امریکا حکومت هم منلې ده ځینې ثبت شوې الوتنې لا تر اوسه علمي توضیح نه لري.
اوباما مخکې هم په ۲۰۲۱ کال کې ویلي وو چې د امریکا له لوري ثبت شوې ویډیوګانې ښيي په فضا کې داسې شیان شته چې د هغوی اصل، سرچینه او ټکنالوژي لا نه ده معلومه، خو دا مانا نه لري چې دا حتماً د فضایي مخلوقاتو له لوري دي.