جمعه, جون 19, 2026
Home Blog Page 183

د هرانا وروستی راپور:ایران کې تر دې مهاله د ۲۳۶ماشومانو په ګډون ۱۵۵۱ملکیان وژل شوي

0

د رویټرز د راپور له مخې، په ایران کې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو شمېر په بې‌ساري ډول لوړ شوی او جګړه اوس پنځمې اوونۍ ته داخله شوې ده.

راپورونه ښيي چې د تهران په ګډون پر ګڼو ښارونو دوامداره بمبارۍ د ملکي وګړو ژوند له سخت ګواښ سره مخ کړی دی.

د ایران هرانا (د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس) د معلوماتو له مخې، تر اوسه لږ تر لږه ۳۴۶۱ کسان وژل شوي، چې له دې ډلې ۱۵۵۱ تنه ملکي وګړي دي.

د یادې ادارې په وینا، په قربانیانو کې لږ تر لږه ۲۳۶ ماشومان هم شامل دي.

دا شمېرې د میداني راپورونو، سیمه‌ییزو سرچینو او روغتیايي بنسټونو له معلوماتو راټولې شوې دي، ځکه چې د معلوماتو خپرېدل تر سختو محدودیتونو لاندې دي.

بلخوا، د سره صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې په ایران کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۹۰۰ کسانو ته رسېږي او شاوخوا ۲۰ زره نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، په اسرائیل کې د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو له امله د بیړنیو خدماتو ادارې د معلوماتو له مخې ۱۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.

امریکا؛سلګونه زره کسانو د ټرمپ د پرېکړو پر ضد لاریونونه کړي دي

0

د امریکا د فلادلفیا په ګډون د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې په سلګونو زرو کسانو د ډونالډ ټرمپ د ادارې د سیاستونو پر وړاندې پراخ لاریونونه کړي دي.

دا لاریونونه د «No Kings» تر شعار لاندې ترسره شوي او تنظیموونکو ویلي چې د امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو کې له ۳ زرو څخه ډېر بېلابېل لاریونونه ثبت شوي وو.

دوی وایي چې په دغو لاریونونو کې په ملي او نړیواله کچه میلیونونه کسانو برخه اخیستې وه.

لاریون کوونکو د ټرمپ د ادارې پر هغو پرېکړو اعتراض کړی چې دوی یې استبدادي او دیموکراسۍ ته ګواښ بولي، او ټینګار کړی چې په دیموکراسۍ کې پاچاهانو ته ځای نشته.

اسماعیل بقایي:امریکا او اسراییل د ایران علمي بنسټونه هدف ګرځولي

0

‏د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې امریکا او اسراییل د ایران پر ضد روانه جګړه کې د دغه هېواد علمي بنسټونه او کلتوري میراثونه په قصدي ډول په نښه کړي دي.

نوموړي ویلي چې د تېرو شاوخوا ۳۰ ورځو جګړې اصلي هدف د ایران د علمي زېرمو له منځه وړل دي، نه د اټومي پروګرام مخنیوی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې جګړه اوس دوهمې میاشتې ته داخلېږي او په تهران کې د تازه چاودنو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

بقايي ویلي چې په اصفهان کې د ټکنالوژۍ پوهنتون او په تهران کې د ساینس او ټکنالوژۍ پوهنتون د هغو علمي مرکزونو له جملې څخه دي چې د بریدونو هدف ګرځول شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د اټومي پروګرام او بېړني ګواښ په نوم خبرې یوازې د جګړې لپاره پلمې دي.

د روسیې د پارلمان غړي؛د افغان کارګرو د ګومارنې له طرحې سره مخالفت څرګند کړی

د روسیې د پارلمان (دوما) یوه غړي میخاییل ماتویف د افغان کارګرو د ګومارنې له احتمالي طرحې سره مخالفت کړی او دا یې لویه تېروتنه بللې ده.

نوموړي چې د روسیې د دوما د سیمه‌ییز سیاست د کمېټې مرستیال هم دی، له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې له افغانستان څخه د کارګرو جذب کول به د روسیې لپاره ستونزې رامنځته کړي او دا به د هېواد د ملي امنیت لپاره ګواښ وي.

میخاییل ماتویف ادعا کړې چې افغان کډوال امنیتي خطرونه رامنځته کولای شي او زیاته کړې یې ده چې د دوی داخلېدل باید په جدي ډول وڅېړل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، مسکو د کارګر ځواک د کمښت د جبران لپاره د طالبانو له حکومت سره د افغان کارګرو د جذب پر موضوع خبرې کوي.

واشنګټن پوسټ:پنټاګون د ایران پر وړاندې د ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي

0

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پنټاګون په ایران کې د څو اوونیو احتمالي ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتووالی پیل کړی دی.

د راپور له مخې، د همدې موخې لپاره زرګونه امریکايي ځمکني او سمندري ځواکونه منځني ختیځ ته لېږل کېږي او پوځ هڅه کوي چې د هر ډول وضعیت لپاره مخکې له مخکې پلان ولري.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي، د پوځ دا چمتووالی د دې معنا نه لري چې ډونالډ ټرمپ دې حتمي پرېکړه کړې وي چې پر ایران ځمکني عملیات ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن (یکشنبه) د پاکستان، ترکیې، سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیران په اسلام‌اباد کې د منځني ختیځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو په هدف دوه ورځنۍ غونډه پیل کړي.

د کونړ طالب چارواکي:پاکستان تېره ورځ د ولایت پر بېلابېلو سیمو سلګونه توغندي ویشتلي

په کونړ کې د طالبانو حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان ویلي، د پاکستان له لوري د جمعې ورځې تر پایه د دغه ولایت پر بېلابېلو سیمو سلګونه توغندیز بریدونه شوي دي.

نوموړي ویلي، د دغو بریدونو شمېر نږدې ۵۰۰ ته رسېږي او تر ډېره د کونړ د مرکز اسعداباد ترڅنګ د ناړۍ، شلتن، منورې او سرکاڼو ولسوالیو کې ترسره شوي دي.

د ده په وینا، په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي، د خلکو کورونه او شتمنۍ زیانمنې شوې او یو شمېر کورنۍ د دوامداره بریدونو له امله اړې شوې چې خپلې مېنې پرېږدي.

هغه زیاته کړې چې یوازې تر جمعې ورځې پورې د پاکستان له لوري ۴۷۸ توغندي پر بېلابېلو سیمو ویشتل شوي او دا بریدونه لا هم د سیمې د خلکو لپاره د اندېښنې وړ دي.

امیرخان متقي؛د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر له مرستیال سره د افغانستان، امریکا او سيمې پر وضعيت خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله بن زايد آل نهيان سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ټیلیفوني تماس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو، د افغانستان او امریکا ترمنځ موضوعاتو، سیمه‌ییز وضعیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، امیر خان متقي د امریکايي اسیر د خوشې کېدو په برخه کې د متحده عربي اماراتو له منځګړتوب مننه کړې او ټینګار یې کړی چې پاتې ستونزې باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.

هغه د سیمې د روان وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغانستان غواړي له پاکستان سره اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.

بلخوا، عبدالله بن زايد آل نهیان د افغانستان او امریکا اړیکې مهمې بللې او ویلي یې دي چې متحده عربي امارات به په دې برخه کې خپل مثبت رول ته دوام ورکړي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی او په اماراتو کې د افغانانو د خوندیتوب ډاډ یې ورکړی دی.

کریم خرم:افغانستان باید د پاکستان پر بمبارۍ نړیواله دعوه وکړي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم ویلي چې د افغانستان ملي ګټې د افرادو له سیاسي اختلافونو ډېرې مهمې دي او حکومت باید د پاکستان د وروستۍ بمبارۍ په اړه په نړیواله کچه اقدام وکړي.

کریم خرم ویلي، څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ په بمبارۍ کې سلګونه بې‌ګناه افغانان ووژل شول، د افغانستان حاکمیت نقض شو او د هېواد پر خاوره ښکاره تېری وشو.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان دولت باید په نړیوالو ادارو، په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو کې، د نړیوالو قوانینو له مخې د خپل حق د اعادې لپاره رسمي دعوه ثبت کړي.

نوموړي زیاته کړې چې که څه هم ملګري ملتونه اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د افغانستان دولت لا هم د نړیوالو ادارو له خوا د یوه هېواد په توګه په رسمیت پېژندل شوی دی، نو ځکه باید د افغانستان استازی په ملګرو ملتونو کې د همدې موضوع د مطرح کولو لپاره وکارول شي.

کریم خرم دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت باید د نړیوالو حقوقدانانو مرسته هم راجلب کړي، تر څو د هېواد او ملت د حقونو دفاع وشي او دا موضوع په نړیواله کچه تعقیب شي.

د اماراتو د دفاع وزارت:د ایران لخوا را توغول شوي ۳۷ بې‌پیلوټه الوتکې او ۲۰ بالستیک توغندي شنډ شوي

0

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت اعلان کړی چې د شنبې په ورځ یې د هوايي دفاع سیستمونو ۳۷ بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) او ۲۰ بالستیک توغندي چې د دغه هېواد پر لور توغول شوي وو، له منځه وړي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا بریدونه د ایران او امریکا-اسرائیلو تر منځ د جګړې له پراخېدو وروسته د سیمې نورو هېوادونو ته هم رسېدلي، او امارات هم څو ځله د ډرون او توغندیو بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

وزارت ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه پورې د اماراتو هوايي دفاع په ټولیز ډول:
۱۸۷۲ بې‌پیلوټه الوتکې
۱۵ کروز توغندي
۳۹۸ بالستیک توغندي شنډ کړي دي.

د راپورونو له مخې، ډېری توغندي او ډرونونه د اماراتو د هوايي دفاع له لوري ویشتل کېږي، خو کله ناکله د هغوی پاتې شوني په ابوظبۍ او دوبۍ کې پر استوګنیزو سیمو هم لوېږي او لږ زیانونه اړوي.

مسعود پزشکیان:که د سیمې هېوادونه امنیت غواړي، نو د ایران پر ضد جګړې ته دې اجازه نه ورکوي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د سیمې هېوادونه که د پرمختګ او امنیت غوښتونکي وي، باید اجازه ور نه کړي چې د ایران پر ضد جګړه د هغوی له خاورې اداره شي.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې ایران څو ځله اعلان کړی چې مخکینی برید نه کوي، خو که پر بنسټیزو تاسیساتو او اقتصادي مرکزونو برید وشي، نو سخت ځواب به ورکړي.

پزشکیان د سیمې هېوادونو ته په خطاب کې زیاته کړې چې که هغوی ثبات او پرمختګ غواړي، باید د ایران دښمنانو ته اجازه ور نه کړي چې له خپلو هېوادونو څخه د جګړې لپاره استفاده وکړي.

هغه ټینګار کړی چې ایران د خپل امنیت او ملي ګټو د ساتنې لپاره کلک دریځ لري.