شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 171

امریکا قطر کې خپلو سرتېرو ته:ژر تر ژره د قطر العدید اډه پریږدئ

0

د رویټرز خبري اژانس د درې ډیپلوماتانو له قوله راپور ورکړی چې ځینو امریکایي پوځي کارکوونکو ته سپارښتنه شوې چې د قطر په العدید هوایي اډه کې له شاوخوا ۱۰ زره سرتېرو سره ځای پر ځای پاتې نشي او تر چهارشنبې ماښامه پورې دې اډې پریږدي.

ډیپلوماتانو دا اقدام د ځای پر ځای کولو د حالت بدلون یاد کړی او ویلي یې دي چې دا یو رسمي امر نه، بلکې د احتمالي خطرونو د کمولو لپاره سپارښتنه ده.

العدید اډه د منځني ختیځ تر ټولو ستره امریکایي پوځي اډه ده او مخکې هم د ایران له خوا د ۱۲ ورځني جګړې پر مهال د توغندیزو بریدونو هدف شوې وه.

مخکینیو راپورونو ښودلې چې د جون په میاشت کې د امریکا د هوايي عملیاتو پر مهال هم ځینې کارکوونکي د امنیت د ټینګښت لپاره له نورو سیمه‌ییزو اډو انتقال شوي وو.

د رویټرز راپور زیاتوي چې د امریکا او قطر چارواکو په دې اړه سمدستي تبصره نه ده کړې.

هند؛ایران کې خپلو اتباعو ته د ژر تر ژره وتو خبرداری ورکړی

0

د هند سفارت په تهران کې خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د ایران د پراخو ناآرامیو او ناامنۍ له امله ژر هېواد پرېږدي.

امریکا، فرانسه، بریتانیا او څو نورو اروپایي هېوادونو هم خپلو اتباعو ته ورته خبرداری ورکړی دی او د وتلو سپارښتنه یې کړې ده.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، امریکا د اروپایي هېوادونو څخه غوښتي چې د ایران دننه احتمالي هدفونه شریک کړي، او امکان لري هغه چارواکي چې په مظاهره‌چیانو د پرځونې او وژنې برخه لري، هم هدف وګرځوي.

رویټرز:ایران د سیمې هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د امریکا د برید په صورت کې به پوځي اډې په نښه کړي

0

د ایران یو لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، تهران د منځني ختیځ هغو هېوادونو ته چې په خاوره کې یې امریکايي پوځي اډې شته، رسمي پیغامونه لېږلي او خبرداری یې ورکړی چې که امریکا پر ایران پوځي برید وکړي؛ نو ایران به د دغو هېوادونو دننه امریکايي اډې په نښه کړي.

د راپور له مخې، ایران له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې غوښتي چې واشنګټن له هر ډول پوځي اقدام څخه راوګرځوي، ځکه دا به د سیمې امنیت له جدي خطر سره مخ کړي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې په ایران کې پراخ لاریونونه روان دي او د بشري حقونو یوې ډلې ویلي چې د وژل شویو شمېر نږدې ۲۶۰۰ کسانو ته رسېدلی.

راپور زیاتوي چې د تهران او واشنګټن اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي او مستقیم تماسونه هم ځنډول شوي دي.

رویټرز وايي، دغو څرګندونو د سیمې کړکېچ لا پسې زیات کړی او د پراخې جګړې د خطر اندېښنې یې راولاړې کړې دي.

Insider Monkey:د نړۍ د تر ټولو ښکلو ښځو په نوملړ کې کولمبیا لومړی ځای خپل کړی

0

د Insider Monkey (۲۰۲۵) د راپور له مخې، کولمبیا د نړۍ هغه هېواد ګڼل شوی چې تر ټولو ښکلې ښځې لري او په دې نوملړ کې یې لومړی مقام خپل کړی دی.

په راپور کې پولنډ په دوهم او یونان په دریم ځای کې راغلي دي.

همدارنګه روسیه څلورم، چکیا پنځم او سویډن شپږم مقام ترلاسه کړی دی.

د دې نوملړ په منځنیو ځایونو کې متحده ایالات، برازیل، جاپان، جرمني، فرانسه او ایټالیا هم شامل دي.

له بلې خوا، د همدې راپور له مخې وینزویلا په دې درجه‌بندۍ کې وروستی (۲۰م) ځای لري او البانیا ۱۹م مقام خپل کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:د امریکا لخوا د ایران پر اقتصادي شریکانو د تعرفو لوړول د ایراني وګړو پر ضد بشري جنایت دی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستي بندیزونه، چې د ایران له اقتصادي شریکانو سره د سوداګریزو تعرفو د لوړولو له لارې عملي شوي، د ایران د خلکو پر وړاندې غچ‌اخیستونکی او غیرقانوني اقدام بللی دی.

د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ایران ملت له تېرو شاوخوا ۷۵ کلونو راهیسې د امریکا او د هغې د ځینو متحدینو له ظالمانه اقتصادي بندیزونو او فشارونو سره مخ دی، چې دا چاره د امریکا په سیاسي پرېکړه‌کوونکي نظام کې د ایران پر وړاندې د ژورې دښمنۍ څرګندونه کوي.

بقایي ټینګار کړی، چې د امریکا اقتصادي بندیزونه نه یوازې له نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د ازادې نړیوالې سوداګرۍ اصول هم تر پښو لاندې کوي.

د هغه په وینا، دا بندیزونه د ایراني وګړو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او د بشریت ضد جنایت ګڼل کېږي، چې عاملین یې باید حساب ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه له ملګرو ملتونو، د دغه سازمان له سرمنشي او اړوندو بنسټونو غوښتي چې د نړیوال قانون د حاکمیت د ساتنې لپاره خپل مسؤلیتونه په جدي توګه ترسره کړي.

واشنګټن‌پست:امریکا له اروپایي هېوادونو د ایران د احتمالي هدفونو په اړه معلومات غوښتي

0

واشنګټن‌پست ورځپاڼې د دوو اروپایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې امریکا له اروپایي هېوادونو غوښتي، د ایران دننه د احتمالي هدفونو په اړه معلومات شریک کړي.

یوه چارواکي ویلي، داسې هېڅ نښه نه شته چې امریکا به د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد اقدام وکړي.

هغه ویلي، تر ډېره امکان شته چې امریکا به هغه چارواکي او ځواکونه په نښه کړي چې د معترضانو د وژلو په چارو کې ښکېل دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر:په ایران کې روانه ځپنه د معاصر تاریخ تر ټولو خونړۍ ده

0

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان‌نوئل بارو ویلي، فرانسه په دې باور ده چې په ایران کې د اعتراضونو ځپنه د دغه هېواد د معاصر تاریخ تر ټولو سخت او خونړی تاوتریخوالی دی.

بارو ویلي:«هغه څه چې موږ یې وینو، د ایران په معاصر تاریخ کې تر ټولو سخت تاوتریخوالی دی او دا بهیر باید سمدستي ودرول شي.»

په ورته وخت کې، د ایران‌اینترنشنال د مدیرانو شورا په یوه اعلامیه کې د د قربانیانو د شمېر په اړه ویلي، چې د ایران د معاصر تاریخ په تر ټولو ستره وژنه کې، په ځانګړي ډول د مرغومي د ۱۸ او ۱۹ شپې، لږ تر لږه ۱۲ زره کسان وژل شوي دي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا وژنه به د چوپتیا په چوکاټ کې پټه نه شي او نړیواله ټولنه باید د دې پېښو پر وړاندې غبرګون وښيي.

قطر:د امریکا او ایران هر ډول نوی ټکر به سیمه بې ثباته کړي

0

قطر د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه جدي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د دواړو لورو هر ډول نوی ټکر به د سیمې لپاره «خطرناک او فاجعه‌لرونکې» پایلې ولري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري، په دوحه کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې دوحه نه غواړي وضعیت له کنټروله ووځي او تر ممکنه حده هڅه کوي له پوځي شدت څخه مخنیوی وشي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه به یوازې دواړه هېوادونه نه، بلکې ټوله سیمه له جدي بحران سره مخ کړي.

الانصاري زیاته کړې، چې قطر لا هم د ډیپلوماټیک حل امکان ویني او په دې موخه له ټولو ښکېلو لورو سره خبرې روانې دي.

سهیل شاهین بهرنیو پانګوالو ته:افغانستان د پانګې اچونې لپاره خوندي فرصتونه لري

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین، د گلوبل بزنیس هب شرکت په کلنۍ ناسته کې ګډون کړی.

په قطر کې د طالبانو حکومت سفارت خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه ناسته د شرکت د راتلونکي لیدلوري، همکارۍ او نړیوالو سوداګریزو فرصتونو په اړه جوړه شوې وه، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو سفیران، پانګه‌وال، ونډه‌وال او د قطر د بېلابېلو ادارو استازو برخه اخیستې وه.

ښاغلي شاهین په غونډه کې ویلي چې افغانستان اوس د کانونو، کرنې، سیاحت، ودانیزو او نورو اقتصادي سکتورونو په برخه کې پراخ او خوندي فرصتونه لري.

هغه زیاته کړې چې په ځینو برخو کې، لکه پر پانګونو، مالیات نه وضع کېږي، چې دا د بهرنیو پانګه‌والو لپاره ځانګړې اسانتیا برابروي.

نوموړي بهرنیو ګډونوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې.

ایران؛په شمالي تهران کې د سټارلېنک انټرنېټ د وسایلو د موندلو لپاره کور په کور پلټنې روانې دي

0

د ایران د پلازمېنې تهران په شمالي سیمو کې یو شمېر اوسېدونکي وایي، امنیتي ځواکونه د اپارتمانونو پلټنې کوي څو د سټارلېنک سپوږمکۍ انټرنېټ وسایل ومومي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم په ایران کې د سپوږمکۍ ټلوېزیوني ډېشونو کارول له قانوني پلوه منع دي، خو بیا هم ډېری کورنۍ له کلونو راهیسې دغه وسایل کاروي او د چارواکو د بندیزونو پروا نه کوي.

په ورته وخت کې، مدني فعالانو اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې سټارلېنک په ایران کې وړیا انټرنېټ فعال کړی، دا سیستم ازمویل شوی او په ځینو سیمو کې عملاً کار هم کوي.

د دوی په وینا، دغه سپوږمکۍ انټرنېټ د معلوماتو د محدودیتونو او بندیزونو د ماتولو لپاره د خلکو لپاره مهم بدیل ګرځېدلی دی.

خو تر دې دمه، د سټارلېنک شرکت په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د ایران دننه د خدماتو د فعالېدو پخلی یا رد کړی دی.