جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 152

د جګړې نښې او د الوتنو بدلون؛اسرائیلي شرکتونو د بیړني حالت له مخې د ټکټونو جریمې لغوه کړې

0

د ایران پر ضد د احتمالي پوځي اقدام او د تاوتریخوالي د زیاتېدو له اندېښنو سره، د اسرائیلو لویو هوايي شرکتونو د الوتنو د ټکټونو د لغوه کولو شرایط نرم کړي دي.

د اسرائیل ال‌عال، آرکیا او اسرائییر هوایي شرکتونو ویلي، چې په وروستیو ورځو کې د مسافرو له لوري د اړیکو شمېر زیات شوی، ځکه خلک د الوتنو د احتمالي لغوه کېدو په اړه اندېښمن دي.

ال‌عال اعلان کړی چې مسافر کولی شي تر الوتنې ۴۸ ساعته مخکې خپل ټکټ پرته له جریمې لغوه کړي او د دوو اونیو لپاره بشپړ کریډیټ ترلاسه کړي.

آرکیا هم ورته اسانتیا برابره کړې ده.

اسرائییر بیا د ۳۵ ډالرو په بدل کې دا امکان برابر کړی چې مسافر تر درې ورځې مخکې ټکټ لغوه کړي او پیسې بېرته واخلي.

دا اسانتیا تر فبرورۍ پای پورې عملي ده.

په همدې حال کې، د هالند هوايي شرکت KLM اعلان کړی چې د امنیتي اندېښنو له امله خپلې الوتنې تل‌ابیب، دوبۍ، دمام او ریاض ته تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.

د آلمان دفاع وزیر:د افغانستان د جګړې په اړه د ټرمپ څرګندونې بې‌احترامي ده

د آلمان د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه څرګندونې چې د افغانستان په جګړه کې یې د ناټو د ځواکونو رول کم‌اهمیته ښودلی، بې‌احترامي ده.

هغه ویلي، که ټرمپ د وژل شوو سرتېرو له کورنیو بښنه وغواړي، دا به د درناوي نښه وي؛ خو زیاته کړې چې د نوموړي له لوري د بښنې تمه نه‌لري.

پیستوریوس ټینګار کړی چې درناوی باید دوه‌اړخیز وي.

د ټرمپ دغه څرګندونو د ناټو د غړو هېوادونو سخت غبرګونونه راپارولي او د بریتانیا په ګډون ګڼو مشرانو دا خبرې توهین‌آمیزې بللې دي.

امریکا؛په مین ایالت کې د شخصي الوتکې د نسکورېدو پېښه کې ۸ تنه وژل شوي

0

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي، یوه شخصي الوتکه چې اته کسان پکې سپاره وو، د یکشنبې په شپه د مین ایالت د بنګور په نړۍوال هوايي ډګر کې د الوتنې پر مهال نسکوره شوې ده.

چارواکو د سپرلیو د برخلیک په اړه څه نه‌دي ویلي او زیاتوي چې د پېښې پلټنې پیل شوې دي.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې، چې د واورین توپان له امله په نیو انګلنډ او د امریکا په ګڼو سیمو کې سختې هوايي ستونزې رامنځته شوې وې.

اسراییلي رسنۍ:د امریکا الوتک‌وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته رسېدلې

0

د اسراییلو ۱۳ شبکې خبر ورکړی چې د امریکا «یو اېس اېس ابراهام لېنکن» الوتک وړونکې بېړۍ د یکشنبې په ماښام منځني ختیځ ته رسېدلې او ایران ته نږدې ځای پر ځای شوې ده.

همداراز ویل شوي، چې یوه بله امریکایي بېړۍ د پرمختللو توغندیزو دفاعي سیسټمونو سره د اسراییل پر لور روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او ځینو نړیوالو هوايي شرکتونو د امنیتي اندېښنو له امله د ایران او عراق له هوايي حریم څخه خپلې الوتنې ځنډولې یا یې لارې بدلې کړې دي.

په همدې وخت کې د اسراییلو د پوځ د شمالي قوماندې قوماندان ویلي، چې د امریکا د احتمالي برید په صورت کې به د اسراییلو پوځ د هر ډول کړکېچ لپاره بشپړ چمتو وي، او د حزب‌الله د احتمالي رول څارنه هم روانه ده.

خیبرپښتونخوا؛بنو کې د امن کمېټې غړی په وسله‌وال برید کې وژل شوی

0

د خېبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ د دومېل په سیمه کې، ناپېژاندو وسله‌والو د افغان کډوالو پنډغالي ته نږدې د امن کمېټې یو غړی خواجت‌الله په ډزو وژلی او د هغه تره‌زوی نسیم‌الله یې ټپي کړی دی.

پولیس وایي، پېښه هغه مهال شوې چې دوی دواړه په یوه هټۍ کې د توکو په پېرلو بوخت وو.

د پولیسو په وینا، د برید انګېزه لا هم نه‌ده روښانه شوې او پلټنې روانې دي.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسؤلیت نه‌دی منلی.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې څو ورځې وړاندې په ډېره اسماعېل خان کې هم د امن کمېټې پر مشر د واده پر مراسمو ځانمرګی برید شوی و، چې لس کسان پکې وژل شوي وو.

اسرائیل:پر ایران د احتمالي غچ اخیستونکي برید لپاره چمتووالی نیسو

0

د اسرائیلو د پوځ د شمالي قرارګاه قومندان، رافي میلو ویلي چې د اسرائیلو پوځ د ایران له‌خوا د احتمالي غچ اخیستونکي برید لپاره چمتووالی نیسي، په ځانګړي ډول که چېرې امریکا پر ایران برید وکړي.

میلو په هغو څرګندونو کې چې د اسرائیلو د ۱۲م چینل له‌خوا خپرې شوې، ویلي چې امریکا په ټول منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی دی.

هغه زیاته کړې:«که امریکا پر ایران د برید پرېکړه وکړي، د اسرائیلو پوځ به د هر ډول احتمالي کړکېچ لپاره په تر ټولو لوړه کچه د تیارسۍ حالت کې وي.»

نوموړي همدارنګه ویلي چې اسرائیل په نږدې توګه څاري چې آیا حزب‌الله به د یوې پراخې نښتې برخه وګرځي او که نه.

احمدالله علیزی:د افغانانو یووالی د ټولو ستونزو د حل یوازینۍ لار ده

د کابل پخواني والي احمدالله علیزي ویلي، چې د افغانانو ترمنځ یووالی د هېواد د ټولو ستونزو د حل یوازینۍ لار ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان ستونزې له ملي یووالي پرته بله حل لاره نه لري.

عبدالرب رسول سیاف د طالبانو حکومت ته:له خدایه ووېریږئ او دیني لارښوونې مه سرچپه کوئ

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې «له خدایه ووېریږي او دیني لارښوونې سرچپه نه کړي».

نوموړي ویلي، اسلام د عدالت دین دی او هر ډول امتیاز باید د بې‌وزلو او بې‌وسه خلکو لپاره وي، نه د شتمنو او زورواکو لپاره.

سیاف دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ پر خپله ټولنیزه شبکه ایکس خپرې کړې او د طالبانو حکومت پر سیاستونو یې سختې نیوکې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تازه جزایي اصول‌نامه، چې شیخ هبت‌الله اخوندزاده توشیح کړې، د «باغي» د وژنې حکم، د غلامۍ اصطلاح کارول او د خلکو د ټولنیز مقام پر بنسټ د مجازاتو ټاکل شاملوي، چې د کورنیو او بهرنیو بنسټونو او د حقونو د فعالانو پراخې نیوکې یې راپارولې دي.

سټیو ویتکاف:تل‌ابیب او واشنګټن د غزې د کنترول پر میکانیزم سلا شوي

0

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویتکاف اعلان کړی، چې د امریکا او اسراییلو تر منځ د لوړې کچې سیاسي لیدنه د غزې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰ مادو پلان د دوهم پړاو پر عملي کېدو متمرکزه وه.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې چې له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ترسره شوه، دواړو لورو د پلان د پلي کېدو، د امنیتي ترتیباتو او د راتلونکو مرحلو پر همغږۍ ژور بحث وکړ.

امریکايي پلاوي ټینګار کړی چې واشنګټن او تل‌ابیب د غزې په اړه په ګډه کار کوي او دا همکاري د سیمې د ثبات لپاره مهمه بلل کېږي.

سټیو ویتکاف زیاته کړې چې خبرې «مثبتې، رغنده او د راتلونکي لپاره هیله‌بښونکې» وې او دواړه لوري د ګډو اهدافو د پرمخ بیولو لپاره پر عملي ګامونو سلا شوي.

دغه لیدنه داسې مهال شوې چې د غزې وضعیت د سیمې د سیاسي او امنیتي بدلونونو په محور بدل شوی او امریکا هڅه کوي د نوي پلان له لارې د سیمې راتلونکې بڼه بدله کړي.

ایران؛د لوېدیځ پر ضد پرېکړه‌لیک کې د اسلام آباد ملاتړ وستایه

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو عباس عراقچي او اسحق ډار په ټلیفوني خبرو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د ایران پر ضد د لوېدیځ له‌خوا د وړاندې شوي پرېکړه‌لیک پر وړاندې د پاکستان دریځ وستایل شو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو د هېوادونو پر خپلواکۍ، نه‌لاسوهنې او د تهران او اسلام‌اباد ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې دواړو وزیرانو د سیمې پر روانو تحولاتو او نړیوالو پرمختګونو هم نظرونه تبادله کړي او هوکړه یې کړې چې د ګډو ګټو د ساتنې لپاره به سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې لا پراخوي.