شنبه, جون 13, 2026
Home Blog Page 135

اروپایي ټولنه:د لبنان جګړه د امریکا او ایران اوربند له خطر سره مخ کوي

0

د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د اوربند پر مهال پر لبنان د اسرائیل لخوا د بریدونو په تړاو اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی چې که دغه بریدونه ونه درېږي، د واشنګټن او تهران ترمنځ شوی اوربند به هم له خطر سره مخ شي.

همداراز بریتانیا غوښتنه کړې چې لبنان دې بې له ځنډه د اوربند په چوکاټ کې شامل شي، څو د جګړې لمن نوره پراخه نه شي.

راپورونه ښيي چې د اسرائیلو وروستیو هوايي بریدونو په لبنان کې درانه تلفات اړولي او له ۲۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي، چې دا پېښه د نړیوالې ټولنې له پراخې غندنې سره مخ شوې ده.

په تهران کې چارواکو دغه بریدونه د اوربند ښکاره نقض بللی، خو واشنګټن ټینګار کوي چې د لبنان موضوع د دوی او ایران ترمنځ د هوکړې برخه نه وه.

په همدې حال کې، د دواړو لورو ترمنځ پر جزئیاتو اختلافات زیات شوي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران پر شوې هوکړه عمل ونه کړي، امریکايي ځواکونه په سیمه کې د احتمالي اقدام لپاره چمتو کېږي.

ایران:د اسرائیل او امریکا په بریدونو کې تر ۳ زره ډېر کسان وژل شوي

0

د ایران د عدلي طب سازمان مشر، عباس مسجدی، ویلي چې د اسرائیل او امریکا په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له درې زرو اوښتی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د بریدونو د شدت او کارول شویو وسلو له امله د نږدې ۴۰ سلنه وژل شویو جسدونه د پېژندنې وړ نه دي پاتې شوي.

د هغه په وینا، دا وضعیت د قربانیانو د هویت معلومولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

مسجدي ویلي، سره له دې، د عدلي طب ادارې هڅې روانې دي څو د وژل شویو هویت تثبیت کړي او جسدونه یې خپلو کورنیو ته وسپاري.

د هوا پېژندنې ریاست:د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د شدید باران، تندر، باد او سیلابونو راوتلو امکان شته

د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی چې په راتلونکې یوه ورځ کې په ۲۶ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، تندر، تیزو بادونو او ناڅاپي سیلابونو امکان شته.

د خبرپاڼې له مخې، دا وضعیت په فاریاب، سرپل، بادغیس، هرات، فراه، غور، هلمند، قندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، بامیان، غزني، میدان‌وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، ننگرهار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بغلان، سمنګان او تخار ولایتونو کې تمه کېږي.

د هوا پېژندنې ریاست ویلي چې د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې د ۱۰ څخه تر ۳۰ میلی‌مترو پورې کیدای شي.

همدارنګه، په مرکزي، سویل او لوېدیځو ولایتونو کې د تیزو بادونو سرعت د ساعت په هر کیلومتر کې د ۵۰ څخه تر ۷۵ پورې تمه کېږي.

د خبرپاڼې په وینا، په سړو او غرنیو سیمو کې د واورې باران امکان هم شته.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت ویلي چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله شاوخوا ۱۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پاکستان؛اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا د خبرو لپاره عمومي رخصتي او سخت امنیتي تدابیر اعلان شول

0

د پاکستان په پلازمېنه کې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې خبرو اترو د امنیت ساتلو لپاره په اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د دوو ورځو لپاره عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

د اسلام‌اباد ځایي چاروکو په وینا؛ د دغه ښار مهمو سیمو ته ورغلې ټولې لارې به په بشپړ ډول د تګ‌راتګ لپاره تړلې وي.

له دې سره د پاکستان ټولې فدرالي ادارې به د پنجشنبې په ورځ تړلې وي او کارکوونکي به يې له کوره کار کوي.

بل لور ته رویټرز په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم له خولې خبر ورکړی، چې ایرانی پلاوی به د پنجشنبې په ماښام اسلام‌اباد ته د خبرو لپاره ورسېږي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت:له پاکستان څخه قاچاق شوي وسلې او مخدره مواد ننګرهار کې ونیول شول

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي، د سرحدي ځواکونو د کشفي او استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې لسګونه وسلې، مهمات او مخدره مواد نیول شوي دي.

وزارت ویلي، یاد عملیات د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو لخوا ترسره شوي، چې په دې عملیاتو کې ۱۳ قبضې لاسي تفنګچې، ۱۰ کارتنه پټاقې او ۲۰ کلچې تریاک ترلاسه او ضبط شوي دي.

وزارت زیاته کړې چې، یاد توکي له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدل، چې د افغان ځواکونو له لوري په وخت کشف او ونیول شول.

د اسراییل روغتیا وزارت:پر تل‌ابیب د بریدونو له امله د اسراییلي ټپیانو شمېر له ۷ زرو واوښت

0

د اسراییلو د روغتیا وزارت ویلي، چې پر تل‌ابیب د ایران، لبنان او یمن د بریدونو له امله د ټپیانو شویو اسراییلیانو شمېر له اوو زرو اوښتی دی.

د راپورونو له مخې، د ټپیانو شمېر ۷ زره ۴۵۱ کسانو ته رسېدلی، چې دا د وروستیو بریدونو د پراخ اغېز څرګندونه کوي.

بلخوا، لبنان کې د اسراییلو تازه بریدونو ګڼ خلک وژلي او ملي ماتم اعلان شوی دی.

سي‌اېن‌اېن:د چين دولتي سوپرکمپیوټر هیک شوی او مهم دفاعي معلومات غلا شوي

0

سي‌اېن‌اېن په یو راپور کې ویلي، چې یوه هیکر د چین دولتي سوپرکمپیوټر ته ننوتی او د دفاعي برخې حساس معلومات یې ترلاسه کړي دي.

راپور زیاتوي چې هیکر نه یوازې د بمونو او توغندیو د طرحو (رېنډرنګز) لاسرسی ترلاسه کړی، بلکې د چین د نظامي او دفاعي چارو نور مهم او محرمانه اسناد یې هم غلا کړي دي.

تر اوسه د چین حکومت په رسمي توګه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو د سایبري امنیت متخصصان اندېښنه ښيي چې دا پېښه کولای شي د ملي دفاعي امنیت لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړي.

دې پېښې د نړیوالو امنیتي سازمانونو پام هم ځان ته اړولی او د سایبري امنیت د لا پیاوړې څارنې لپاره یې د اقداماتو غوښتنه شوې ده.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت:تېره اونۍ ۲۴ کوډګر ونیول شول او ۱۱۲ قضیې د ښځو د حقونو په اړه حل شوې

د طالبانو حکومت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویلي چې د تېرې اونۍ په اوږدو کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۴ کوډګر نیولي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نیول شوي کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

دغه وزارت وړاندې هم په کابل او نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو راپورونه ورکړي دي، او تېره اونۍ یې د ۱۱ کوډګرو د نیولو خبر هم خپور کړی و.

همدارنګه، وزارت ویلي چې تېره اونۍ یې د ښځو د حقونو په برخه کې ۱۱۲ قضیې حل کړې، چې پکې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو ورکول، مهر، میراث او طلاق اړوند مسایل شامل وو.

د وزارت راپور زیاتوي چې په تېره اونۍ کې د سوداګرو د بیو د کنټرول، احتکار او د بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په برخه کې یې ۲۱۸ اصلاحي ناستې ترسره کړي دي.

ډونالډ ټرمپ:که ایران توافق عملي نه کړي؛ نو راتلونکې جګړه به ډېره پراخه او ځواکمنه وي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه پیغام کې ویلي، که د ایران سره شوی توافق په هر دلیل عملي نه شي؛ نو بیا به جګړه پیل شي، چې د مخکې لیدل شویو جګړو په پرتله به پراخه او ځواکمنه وي.

ټرمپ زیاته کړې چې په وروستیو وختونو کې یو توافق شوی و او د هغه په وینا، د جعلي تبلیغاتو پر خلاف به ایران هیڅ اټومي وسلې ونه لري او د هرمز تنګی به پرانیستی او خوندي پاتې شي.

هغه همدارنګه ویلي چې د امریکا ستر پوځ اوس په بشپړ ډول چمتو دی، ارام کوي او په واقعیت کې د خپلې راتلونکې بریا لپاره لیواله دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي:پر لبنان بریدونه د سیمې د سولې هڅې ګواښي

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د اسراییلو له لوري پر لبنان وروستي بریدونه غندلي او خبرداری یې ورکړی چې روانې نښتې په سیمه کې د سولې هڅې له جدي ګواښ سره مخ کوي.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د لبنان پر بېلابېلو سیمو پراخ بریدونه د سلګونو ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې لامل شوي، چې پکې ماشومان هم شامل دي، او ملکي بنسټونو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، سره له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ موقتي اوربند اعلان شوی، خو په لبنان کې د پوځي عملیاتو دوام کولای شي د اوربند فضا کمزورې کړي او د سیمې د دوامدارې او پراخې سولې هڅې زیانمنې کړي.

هغه پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې ژر تر ژره جګړې ودروي او شخړې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي، ځکه د منځني ختیځ د روان بحران لپاره پوځي حل لاره شتون نه لري.