چهارشنبه, جون 3, 2026
Home Blog Page 125

هاکان فېدان:اسراییل د سیمې هېوادونه له یو بل سره د جګړې لور ته ټېل وهي

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فېدان ویلي چې اسراییل هڅه کوي د سیمې اسلامي هېوادونه د اوږدمهاله شخړو پر لور ټېل وهي او غواړي د سیمې هېوادونه له یو بل سره په جګړه کې ښکېل کړي.

نوموړي دا څرګندونې له یوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی چې د سیمې هېوادونه باید د اسراییل په هغه څه کې ونه لوېږي چې هغه یې “د شخړې جال” بللی دی.

هاکان فېدان ویلي، ترکیه د سیمې د کړکېچ د پراخېدو مخالفه ده او باور لري چې د ایران او نورو اسلامي هېوادونو تر منځ هر ډول جګړه به یوازې د سیمې وضعیت نور هم خراب کړي.

هغه همدارنګه زیاته کړې چې انقره له ټولو هېوادونو غواړي چې د جګړې پر ځای د سیاسي حل لارې ملاتړ وکړي او د سیمې ثبات ته لومړیتوب ورکړي.

ایران؛سعودي عربستان کې د پرنس سلطان هوایي اډه باندې برید کړی

0

په سعودي عربستان کې د پرنس سلطان هوايي اډې باندې د ایران د برید له امله ۱۲ امریکايي سرتېري ټپیان شوي، چې د دوو تنو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

امریکايي چارواکو ویلي، چې په دې برید کې د سون توکو وړونکې څو الوتکې هم زیانمنې شوې دي.

دا برید وروسته له هغې ترسره شوی چې اسرائیلو د ایران پر دوو مهمو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.

د راپورونو له مخې، د ایران د اراک د درنو اوبو تاسیسات او د یزد د یورانیمو د تولید مرکز په نښه شوي، خو ایراني چارواکو ویلي چې مرګ ژوبله نه ده اووښتې او د ککړتیا کوم خطر نشته.

بل لور ته، د اسرائیلو پوځ ادعا کړې چې دا برید د ایران اټومي پروګرام ته دروند زیان اړولی، خو تهران بیا د سخت غبرګون خبرداری ورکړی دی.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نوې لانجه؛بي‌بي‌سي وایي، پاکستان د افغانستان په خاوره کې دننه اغزن تار لګولی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اړه د بي‌بي‌سي خپاره شوي تازه راپورونه ښيي چې د سپوږمکۍ انځورونو له مخې پاکستان د افغانستان په خاوره کې څو کیلومتره دننه اغزن تار لګولی دی.

دا اقدام وروسته له هغې راپورته شوی چې د دواړو هېوادونو تر منځ وروستیو سرحدي نښتو وضعیت نور هم ترینګلی کړی دی.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د وروستیو نښتو په ترڅ کې د سرحد په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول د پکتیکا ولایت په یوه برخه کې، داسې سپوږمکۍ انځورونه خپاره شوي چې ښيي نوی اغزن تار د پخوا په پرتله څو کیلومتره د افغانستان لور ته دننه غځول شوی دی.

بي‌بي‌سي ویلي چې په یوه سیمه کې نوی تار شاوخوا ۱۲ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې دننه جوړ شوی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بریټانیا؛یو افغان پناه‌غوښتونکی د ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په قضیه کې پر ۱۵ کاله بند محکوم شوی

د بریټانیا د وارویک کراون محکمې یو ۲۳ کلن افغان پناه‌غوښتونکی، احمد ملاخیل، د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د تښتونې او جنسي تېري په جرم په ۱۵ کاله بند محکوم کړی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه تېر کال د جولای په ۲۲مه، د هغه له بریټانیا ته تر رسېدو یوازې څلور میاشتې وروسته رامنځته شوې.

تورن، نجلۍ له یوه پارک څخه ګوښه ځای ته بیولې او جنسي تېری یې پرې کړی دی.

پلټونکي وايي، چې تورن کس د خپل بانکي کارت له لارې وپېژندل شو، چې د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت له لوري ورکړل شوی و.

حنیف اتمر:د پاکستان هوايي بریدونه احتمالي جنګي جرم دی

د پخواني جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د نړیوال بشري قانون او د ملکي وګړو د خوندیتوب له اصولو سره ښکاره ټکر لري.

اتمر په خپله ایکس پاڼه ویلي، هغه برید چې د پاکستاني پوځ لخوا د معتادینو د درملنې پر مرکز ترسره شوی، نه یوازې غیرقانوني دی بلکې «احتمالي جنګي جرم» هم ګڼل کېدای شي.

هغه ټینګار کړی چې بې‌ګناه ملکي وګړي په نښه کول هېڅ ډول توجیه نه لري.

ښاغلي اتمر زیاته کړې چې دا ډول عملیات دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا رښتیا هم د ترهګرۍ پر ضد جګړه روانه ده، که د افغانستان عام خلک او بنسټونه قصداً هدف ګرځول کېږي.

اتمر د هېواد پر سیاسي او ټولنیزو مشرانو غږ کړی چې ژر تر ژره ګډ ملي اقدام وکړي، د اختلافاتو د حل لپاره بېړنۍ لویه جرګه راوبولي او د ملي پخلاینې له لارې د افغانستان د دفاع لپاره یو موټی دریځ رامنځته کړي.

هغه همدارنګه له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان څخه غوښتي چې خپله چوپتیا پای ته ورسوي او د تاوتریخوالي د کمولو او د مسؤلو لوریو د حساب‌ورکونې لپاره جدي اقدامات وکړي.

بریټانیا؛سلګونه پخواني افغان ځانګړي سرتیري د استوګنې وړ وګرځول

د بریټانیا حکومت اعلان وکړ چې وروسته له بیاکتنې، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو «تریپلز» سلګونه غړي اوس په دې هېواد کې د استوګنې وړ دي.

د بریټانیا وزیرانو ویلي، چې د ۸۸۴ دوسیو پرېکړې بدلې شوې دي او پخوانۍ رد شوې پرېکړې هم لغوه شوې دي.

د اعلان له مخې، دا افراد اوس د افغانانو د استوګنې او مرستې پروګرام له لارې په بریټانیا کې پاتې کېدای شي.

یاد پروګرام په ۲۰۲۱ کال کې د هغو کسانو د ملاتړ لپاره جوړ شوی و چې د بریټانوي ځواکونو سره د همکاریو له امله د طالبانو له واکمنۍ وروسته ژوند یې په خطر کې و.

همدا رنګه، د بریټانیا د وسله‌والو ځواکونو وزیر لوک پلارد، هم ویلي، چې د حکومت اسناد ښيي چې پخوا دغو افغان سرتیرو ته مستقیماً پیسې ورکړل شوې دي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د دوسیو بیاکتنه ځنډېدلې، خو حکومت خپله ژمنه د دې ځواکونو د ملاتړ لپاره عملي کوي.

سپاه پاسداران:د هرمز تنګي لارې تړل شوي، او که هر چا تګ راتګ وکړ له سخت برخورد سره به مخ شي

0

د ایران د سپاه پاسداران ځواک اعلان وکړ، چې د هرمز تنګي ټولې لارې تړل شوي او هر ډول تګ راتګ به له «سخت برخورد» سره مخ شي.

د سپاه ياسداران په اعلامیه کې ویل شوي چې د اسرائیل او امریکا د دښمنانو ملاتړو بندرونو څخه هر ډول کښتۍ، که د هر کوم مقصد لپاره هم وي، اجازه نه لري تګ راتګ وکړي او که څوک پرې سرغړونه وکړي، جدي اقدامات به پرې وشي.

تورخم دروازه؛له لنډمهاله پرانیستلو وروسته نن یو ځل بیا وتړل شوه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تورخم دروازه د پنجشنبې په ورځ له لنډ مهاله پرانیستلو وروسته نن د جمعې ورځ یو ځل بیا وتړل شوه.

راپورونه وایي، دا پرېکړه هغه مهال وشوه چې د پاکستان یو سرحدي ساتونکی د افغان لوري څخه د سنایپر په ډزو ټپي شو، خو د طالبانو حکومت مسولینو د پېښې د لاملونو په اړه څه نه دي ویلي.

وړمه ورځ دغه دروازه د پاکستاني لوري له خوا د بند پاتې افغان کډوالو پرمخ پرانیستل شوې وه، خو د وروستي امنیتي وضعیت له امله بېرته وتړل شوه.

عزیز بارز:د لندن د غونډې اساسي موخه په افغانستان کې د روانې کشالې د حل لارې چارې وې

په لندن کې د طالبانو د مخالفانو د غونډې یو ګډونوال، عزیز بارز، پر ایکس لیکلي چې د «باور او همغږۍ پر لور» تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ غونډه د «د افغانستان لپاره ښځې» بنسټ له خوا جوړه شوې وه.

د هغه په وینا، په دې غونډه کې د سیاسي همغږۍ پیاوړتیا او د سولې لپاره د خبرو اترو پر لارو چارو خبرې وشوې، او همدا رنګه، د غونډې په دویمه ورځ د بریتانیا د پارلمان د استازو په ګډون، د “چیونینګ” تعلیمي ویزو، بورسونو او د افغانانو د ملاتړ په اړه هر اړخیز بحث وشو.

بارز زیاتوي چې ګډونوالو د افغانستان د روان کړکېچ مهم لاملونه د واک انحصار او د سیاسي مشروعیت نشتون وباله، او د خلکو پر ارادې ولاړ نظام او د قانون پر حاکمیت یې ټینګار وکړ.

شاه حسین مرتضوي:د لندن غونډه د «چای‌خانې کیسې» ته ورته ده

د افغانستان د پخواني ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوی، لندن کې د طالبانو د مخالفانو پر وروستۍ غونډې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دې غونډې د ځینو ګډونوالو خبرې «سطحي او د چایخانې د کیسو په څېر» دي.

مرتضوي ویلي، د غونډې ګډونوال داسې خبرې کوي لکه ګواکې د یوه رسمي دولت استازیتوب کوي، حال دا چې د هغوی دریځونه له واقعي وضعیت سره اړخ نه لګوي.

نوموړي همداراز نیوکه وکړه چې د غونډې په پیل کې د پاکستاني پوځ بمبار لخوا د معتادینو «کمپ امید» د قربانیانو د درناوي لپاره یوه دقیقه چوپتیا ونه نیول شوه، او نه هم په وروستۍ اعلامیه کې د پاکستان د وروستیو اقداماتو غندنه وشوه.

مرتضوي پوښتنه وکړه، که د دغو مهمو موضوعاتو یادونه د غونډې لپاره لومړیتوب نه لري، نو ایا یوازې یادګاري عکسونه اخیستل د ګډونوالو اصلي هدف دی؟.

د هغه په وینا، دا ډول غونډې باید له سمبولیکو حرکتونو تېرې شي او د افغانستان د مهمو ستونزو په اړه واضح او مسوولانه دریځ غوره کړي.