شنبه, مې 30, 2026
Home Blog Page 12

رحمن الله ګربز؛د ننګرهار له خلکو ډیره مننه، ماته یې زیاته مینه راکړه

افغان ملي لوبغاړی رحمن الله ګربز چې دا مهال د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د روانو لېسټ اې سیالیو پر مهال د مس عینک لوبډلمشري کوي.

د ننګرهار د خلکو له بې‌ سارې مینې او ملاتړ څخه یۍ مننه کړې ده.

ګربز وایي” د ننګرهار خلکو تل راته ځانګړې مینه راکړې ده په دې ګرمو ورځو کې د دوي حضور او ملاتړ زموږ لپاره لویه انرژي ده، زه له ټولو مینه‌ والو منندوی یم او وعده کوم چې هر کله کورنۍ سیالۍ وي مصروفیت نه وي له دوی سره د لیدنې او لوبېدو لپاره راځم»

نوموړي په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کرکټ مینه‌ والو سره نږدې اړیکې ساتلې او هر ځای د خلکو له تود هرکلي او پراخې مینې سره مخ شوی دی چې د افغان کرکټ د ودې او محبوبیت څرګندونه کوي.

ډونالډ ټرمپ:له ایران سره احتمالي هوکړه به د هرمز تنګي د پرانیستو لاره هواره کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه احتمالي هوکړه چې له ایران سره تر بحث لاندې ده، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو لاره به هواره کړي؛ خو ایران دغه ادعا رد کړې ده.

ټرمپ په ټروت سوشیال کې په یوه پیغام کې ویلي، د دغې هوکړې وروستي جزییات او مهم موارد لا هم تر بحث لاندې دي او ډېر ژر به اعلان شي.

بل لور ته، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ احتمالي هوکړه به تهران ته د هرمز تنګي د مدیریت زمینه برابره کړي او د ټرمپ څرګندونې یې له واقعیت لرې بللې دي.

اکسیوس:امریکايي ځواکونه به له ایران سره تر وروستۍ هوکړې په منځني ختیځ کې پاتې شي

اکسیوس راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونه به د راتلونکو ۶۰ ورځو لپاره منځني ختیځ کې پاتې شي او یوازې هغه مهال به وځي چې له ایران سره وروستۍ هوکړه وشي.

د راپور له مخې، واشنګټن هڅه کوي د ایران سره د احتمالي توافق تر ترلاسه کېدو پورې خپل پوځي حضور وساتي، ځکه د سیمې امنیتي وضعیت لا هم حساس بلل کېږي.

تر دې وړاندې هم امریکايي چارواکو ویلي وو چې د ایران د اټومي پروګرام او سیمه‌ییزو کړکېچونو په اړه خبرې روانې دي او د احتمالي هوکړې تر وروستۍ کېدو پورې به پوځي او ډیپلوماتیک اقدامات دوام ولري.

خیبر پښتونخوا کې امنیتي عملیات؛ لسګونه وسله‌وال او پولیس وژل شوي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تېرو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پر مهال د امنیتي ځواکونو د عملیاتو او نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ویلي، په بنو، شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال له ۲۰ زیات وسله‌وال وژل شوي دي.
بلخوا په باجوړ کې په پاکستاني امنیتي پوستې بریدونه شوي چې ګڼ شمیر پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وایي، په سیمه کې د وسله‌والو فعالیتونه زیات شوي او د مخنیوي لپاره د عملیاتو لړۍ روانه ده.

اقتصادي خبر؛د ایران جګړې او د تیلو لوړو بیو نړیوال اقتصاد اندېښمن کړی

د نړۍ اقتصادي بازارونه د ایران کړکېچ او د تیلو د بیو د لوړېدو له امله له بې‌ثباتۍ سره مخ شوي دي.

نړیوالو راپورونو ویلي، د برینټ خام تیلو بیه تر ۱۰۰ ډالرو اوښتې او دا وضعیت په اروپا، امریکا او اسیا کې د انفلاسیون او اقتصادي فشارونو د زیاتېدو اندېښنې راپارولي دي.

اقتصادي شنونکي وایي، د منځني ختیځ روان کړکېچ د انرژۍ بازار سخت اغېزمن کړی او که وضعیت همداسې دوام وکړي، د نړۍ اقتصادي وده به نوره هم ورو شي.

بلخوا نړیوال مالي صندوق (IMF) هم خبرداری ورکړی چې جګړې او سیاسي ترینګلتیاوې نړیوال اقتصاد له خطر سره مخ کوي.

د کانکور د ګډونوالو شمېر کې پراخ کمښت؛د لوړو زده کړو وضعیت د اندېښنې وړ بلل کېږي

د افغانستان د کانکور ازموینې د ګډونوالو شمېر په وروستیو کلونو کې د پام وړ کم شوی دی. د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۱۳۹۸ کال کې نږدې ۲۱۰ زره کسانو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی و، خو سږکال ۱۴۰۵ کې دا شمېر شاوخوا ۵۰ زرو کسانو ته راټیټ شوی، چې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.

د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۷ کال کې نږدې ۲۰۰ زره، په ۱۳۹۹ کال کې د کرونا له محدودیتونو سره سره شاوخوا ۱۷۰ تر ۱۸۰ زره، په ۱۴۰۰ کال کې نږدې ۱۵۰ زره او په ۱۴۰۱ کال کې شاوخوا ۱۴۰ زره کسانو کانکور ورکړی و، خو له هغې وروسته هر کال د ګډونوالو شمېر کم شوی دی.

ولایتي ارقام هم د کانکور د ګډونوالو د کمېدو څرګندونه کوي. په خوست کې د ګډونوالو شمېر له ۷۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته، په ننګرهار کې له ۲۲۵۰۰ څخه ۹۰۰۰ ته او په کندهار کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته راکم شوی دی.

د زده‌کړو یو شمېر شنونکي وایي، د لوړو زده‌کړو پر وړاندې محدودیتونه، د نجونو د پوهنتونونو تړل کېدل، د استادانو وتل او د اقتصادي ستونزو زیاتوالی هغه عوامل دي چې د زده‌کوونکو پر راتلونکې او د کانکور پر ګډون یې منفي اغېز کړی دی.

تر اوسه د لوړو زده‌کړو وزارت د دغو شمېرو او د ګډونوالو د کمېدو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

د هلمند د کرېکټ لوبغالي د نړولو په تړاو د ICC اندېښنې؛له طالب چارواکو د سپیناوي غوښتنه کېږي

سرچینې وایي، د کرېکټ نړیواله شورا (ICC) ټاکلې چې تر لوی اختر وروسته له طالب چارواکو سره د هلمند د کرېکټ لوبغالي د نړولو او د هغه د بدلون په تړاو خبرې وکړي او رسمي سپیناوی ترې وغواړي.

د معلوماتو له مخې، ICC د هلمند په لښکرګاه کې د کرېکټ لوبغالي د له منځه وړلو راپورونو ته اندېښمنه ده او دا موضوع یې له نږدې څارلې ده.

ځايي سرچینې وایي، یاد لوبغالی چې د هلمند د ځوانانو لپاره د کرېکټ مهم مرکز و، اوس د اختر د لمانځه لپاره پر لوی جومات یا عیدګاه بدلیږي.

ورزشي فعالان او د کرېکټ مینه‌وال وایي، د دغه لوبغالي له منځه وړل نه یوازې د ورزش پر راتلونکې منفي اغېز کوي، بلکې د هغو افغانانو احساسات هم زیانمنوي چې پر خپل وطن او ملي شتمنیو زړه خوږوي.

د کرېکټ نړیوالې شورا تر دې وړاندې هم د افغانستان د کرېکټ او ورزشي وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندې کړې وې او ویلي یې وو چې افغانستان کې کرېکټ د خلکو د یووالي او د ځوانانو د راتلونکې لپاره مهم رول لري.

تر اوسه طالب چارواکو د ICC د احتمالي خبرو او اندېښنو په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی.

هارون حکیمي:شبګیر د طالبانو پروژې پر مخ وړي خو د نورو د بیان ازادي محدودوي

د اطلاعاتو او کلتور پخوانی مرستیال وزیر ډاکتر هارون حکیمي په ایکس کې د پخواني ولسمشر اشرف غني د فرامینو د پخواني رئیس ولي شبګیر د څرګندونو په غبرګون کې توندې نیوکې کړې دي.

نوموړي ادعا کړې چې شبګیر د خپلې دندې پر مهال ځان شتمن کړی، اسټرالیا ته یې د طالبانو د ګواښ په نوم د کډوالۍ دوسیه وړاندې کړې، خو اوس په کابل کې د طالبانو له پروژو سره همکاري کوي.

هغه زیاته کړې چې شبګیر د طالبانو پر ضد غږ نه پورته کوي، خو د نورو د بیان ازادي محدودول غواړي.

د جمهوري نظام دغه چارواکي ټینګار کړی چې د افغانستان د یوه وګړي په توګه حق لري د هېواد د مسئولینو په اړه خپل لیدلوری او مشاهدې شریکې کړي.

واشنګټن ټایمز:د امریکا او ایران د سولې احتمالي هوکړه د مشرانو وروستۍ منظورۍ ته استول شوې

واشنګټن ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د احتمالي هوکړې مسوده د دواړو لورو له مهمو څېرو تایید شوې او د وروستۍ منظورۍ لپاره د دواړو هېوادونو مشرانو ته استول شوې ده.

د راپور له مخې، د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف، د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس، د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جرد کوشنر د سولې د دغه وړاندیز شوې هوکړې له مسودې ملاتړ کړی دی.

واشنګټن ټایمز ته یوې سرچینې، چې مذاکراتو ته نږدې بلل شوې، ویلي چې تمه ده امریکا او ایران د یکشنبې تر ماښام پورې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د سولې د هوکړې د نهايي کېدو اعلان وکړي.

د راپور له مخې، سرچینې زیاته کړې چې د هوکړې لومړنۍ مسوده د شنبې ورځې په سهار د دواړو لورو ترمنځ منل شوې ده.

تر اوسه د امریکا او ایران چارواکو په رسمي ډول د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت او ایران؛د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ او ټرانزیټي همکاریو په اړه خبرې کړې

په ایران کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د ایران د اوسپنې پټلۍ له اجراییه رییس جبار علي ذاکري سره د افغان سوداګرو د ستونزو، ټرانزیټي اسانتیاوو او د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه خبرې کړې دي.

دغه هېواد کې د طالبانو حکومت سفارت ویلي، په دې کتنه کې په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علي‌رضا بېګدلي هم ګډون درلود او دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په لیدنه کې د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو او د ټرانزیټي چارو د ښه والي موضوعات هم مطرح شوي، خو نور جزییات نه دي خپاره شوي.