چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 116

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت:روژه کې د دولتي کارکوونکو رسمي کار د سهار له ۹ تر ماسپښین ۲ بجو وټاکل شو

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روژې میاشتې لپاره د دولتي ادارو د کاري وخت نوې طرحه اعلان کړې ده، چې له مخې به یې د مرکز او ټولو ولایتونو ادارې خپل فعالیتونه د سهار له نهو بجو پیلوي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دولتي کارکوونکو رسمي کار به د ماسپښین تر دوو بجو دوام لري او دغه مهالوېش به د پنجشنبې په ورځو هم عملي کېږي، چې پکې د ماسپښین د لمانځه لپاره وقفه هم شامله ده.

وزارت همدارنګه ویلي، هغه ادارې او بنسټونه چې تولیدي، روغتیايي، ښوونیز، خدماتي او نشراتي فعالیتونه لري او یا هم د ۲۴ ساعته خدمتونو برخه دي، کولای شي د خپلو کاري اړتیاوو او اقلیمي شرایطو ته په کتو سره د کارکوونکو د حضور وختونه په خپلواکه توګه تنظیم کړي.

د امریکا د سمندري ځواکونو قومندانۍ:اتلانتیک سمندر کې پر USS Kearsargeبیړۍ د F-35B جنګي الوتکې لومړۍ ناسته ترسره شوه

0

د امریکا د سمندري ځواکونو قومندانۍ اعلان کړی چې د USS Kearsarge (LHD-3) بېړۍ د لومړي ځل لپاره د F-35B جنګي الوتکې بریالۍ ناسته ترسره کړې.

د یادې قومندانۍ په وینا، دا اقدام د امریکا د سمندري ځواکونو او بحري ځواکونو ترمنځ د ګډو عملیاتو په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي، ځکه چې F-35B یوه پرمختللې الوتکه ده چې د لنډې الوتنې او عمودي ناستې وړتیا لري.

د F-35B ناستې بریا ښيي چې د امریکا سمندري ځواک د جګړې په نوې ټکنالوژۍ سمبال شوی او کولی شي په سمندر کې هم د پرمختللو جنګي الوتکو مؤثره کارونه ترسره کړي، چې دا د راتلونکو پوځي عملیاتو لپاره ستر ستراتېژیک اهمیت لري.

د طالبانو حکومت:تېره ورځ له بېلابېلو لارو څخه ۳۷۰۴کسان په جبري ډول هېواد ته را ستانه شوي

د طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، د تېرې جمعې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

د راپور له مخې، په ننګرهار کې د تورخم له لارې (۶۲۱) کورنۍ چې (۳۳۱۲) غړي لري هېواد ته راستانه شوي.

همدارنګه په کندهار کې د سپین بولدک له لارې (۴۴) کورنۍ، په نیمروز کې د ورېښمو له لارې (۱۰) کورنۍ او (۴۷۶) مسافر، په هرات کې د اسلام کلا له لارې (۹) کورنۍ او په هلمند کې د بهرامچې له لارې (۸) کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ټولټال (۶۹۲) کورنۍ چې (۳۷۰۴) کسان جوړېږي ثبت او بایومیټریک شوي او له دې ډلې (۳۸۹) کورنۍ چې (۲۱۱۴) کسان دي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د بریټانیا ایست انګلیا پوهنتون:تر ۲۰۵۰م کال به د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼ ښارونه د سختې ګرمۍ له ګواښ سره مخ شي

د بریټانیا دایسټ انګلیا “University of East Anglia” پوهنتون د نوې څېړنې له مخې، امکان لري چې تر ۲۰۵۰م کال پورې يا تر هغه هم مخکې، په يو شمېر هېوادونو کې د تودوخې منځنی حد تر ۲ درجې سانتي‌ګرادو لوړ شي، چې دا به د ځينو ښارونو لپاره د ژوند شرايط له جدي ستونزو سره مخ کړي او حتی امکان شته چې ژوند کول هم پکې ناممکن شي.

څېړنه ښيي، هغه هېوادونه چې تود او نيمه‌تود اقليم لري، لکه افغانستان، چين، هند، مصر، ترکيه، عراق، برازیل، مالي، الجزایر، مراکش، مکسیکو، تایلنډ او د امريکا متحده ايالات، به د اقليمي بدلون تر ټولو دروند اغېز وګالي.

په ځانګړي ډول د موسمي بارانونو سيمې به ژر او ډېرې تودې شي.

د څېړونکو په وينا، که نړيواله تودوخه يوازې تر ۲ درجې سانتي‌ګرادو محدوده هم پاتې شي، بيا به هم په ډېرو ښارونو کې د ښاري تودوخې کچه تر ۳ درجې سانتي‌ګرادو لوړه شي، چې دا به د انساني روغتيا، کاري ژوند او چاپېريال لپاره خطرناک حالت رامنځته کړي.

متخصصان ټينګار کوي، چې که جدي ګامونه وانخيستل شي، نو په راتلونکو لسيزو کې به د ګرمۍ له امله د ناروغيو او مړينې پېښې په بې‌ساري ډول زياتې شي.

رویټرز:راتلونکې سه شنبه جنیوا کې د ایران او اوکراین پر سر مهمې ډیپلوماټیکې خبرې پیلېږي

0

د رویټرز د راپور له مخې، ټاکل شوې ده د سه‌شنبې په ورځ په جنیوا کې د ایران او اوکراین په اړه دوه جلا خو مهمې ډیپلوماټیکې خبرې ترسره شي.

رویټرز د خپلو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې، د امریکا یو پلاوی به د سه‌شنبې په سهار له ایراني چارواکو سره وویني.

په دغه امریکایي پلاوي کې د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او جرډ کوشنر شامل دي.

د راپور له مخې، د اومان استازي به د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي او همدارنګه ویتکاف او کوشنر به د ورځې په دویمه برخه کې له روسیې او اوکراین سره په درې اړخیزو خبرو کې ګډون وکړي، څو د جګړې د پای لپاره لارې ولټوي.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر حکومت فشار زیات کړی او د وروستیو اعتراضونو پر وړاندې د سخت چلند له امله یې په سیمه کې د امریکا سمندري ځواک هم پیاوړی کړی دی.

باراک راوید:عمان د تهران او واشنګټن تر منځ د اتومي مذاکراتو په منځګړیتوب کې مهم رول لري

0

د اسراییلو خبریال باراک راوید راپور ورکړی چې سټیو ویتکاف د اوونۍ په پیل کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر سره د ایران د اتومي مذاکراتو په اړه ځانګړي پیغامونه شریک کړي.

د راپور له مخې، د عمان وزیر د خبرو وروسته سند ترتیب کړی او هغه علی لاریجاني ته سپارلی، چې د سه شنبې په ورځ یې مسقط ته سفر کړی و.

راپور زیاتوي چې د عمان لاره لا هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د پیغامونو په تبادله کې مهم رول لري.

رویترز راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ نوې غونډه د سه شنبې په ورځ په ژنو کې ترسره کېږي، چې د امریکا پلاوی به پکې د ویتکاف او جرد کوشنر په ګډون د ایران له استازو سره وګوري، او عماني استازي به د منځګړیتوب رول ولري.

رویترز:امریکا د ایران پر ضد د څو اوونیو احتمالي پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي

0

د رویټرز د راپور له مخې، دوو امریکايي چارواکو ویلي چې د امریکا پوځ د ایران پر ضد د څو اوونیو دوامدارو عملیاتو د احتمال لپاره چمتووالی نیسي، که چېرې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برید امر صادر کړي.

سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم نه ښودلو غوښتنه کړې، ویلي چې دا احتمالي پوځي اقدام ښايي د دواړو هېوادونو تر منځ د پخوانیو شخړو پرتله ډېر جدي او پراخ وي.

رویترز لیکلي، د دې معلوماتو افشا کېدل په داسې حال کې دي چې د امریکا او ایران تر منځ روانې خبرې اترې له لوړې کچې حساسیت سره مخ دي، او دا پرمختګونه کولی شي د سیاسي او پوځي ترینګلتیا کچه نوره هم لوړه کړي.

تر اوسه د امریکا دفاع وزارت او سپینې ماڼۍ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو راپور ښيي چې پوځي پلان جوړونه د احتمالي سناریوګانو پر بنسټ روانه ده.

بي‌بي‌سي:مانچسټر کې د یهودي ټولنې د برید پلان کوونکي په درنو بند سزاوو محکوم شول

0

بي‌بي‌سي راپور ورکړی چې د بریټانیا یوې محکمې دوه کسان د ترهګرۍ د پلان په تور په اوږدمهاله بند محکوم کړي دي.

دغو کسانو غوښتل په ۲۰۲۴ کال کې په مانچسټر کې پر یهودي ټولنې برید ترسره کړي.

د راپور له مخې، ۳۸ کلن ولید سعداوي او ۵۲ کلن عمار حسین هڅه کړې وه وسلې بریټانیا ته قاچاق کړي.

محکمې ویلي چې سعداوي ته ۳۷ کاله او حسین ته د ۲۶ کاله بند سزا اورول شوې ده.

ډونالډ ټرمپ:د ایران د رژیم بدلون ښايي غوره حل وي

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ایران د واکمن نظام کړنې دومره زیانمنې دي چې د بدلون اړتیا ترې ښکاري.

هغه ویلي، ایراني چارواکي له کلونو راهیسې یوازې خبرې کوي، خو په عمل کې بدلون نه لیدل کېږي.

د ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي څانګې له خوا په اېکس کې خپرې شوې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ایران اوسنی حکومت د بشري حقونو سرغړونې کوي او نړیواله ټولنه باید د وضعیت د سمون لپاره جدي او عملي ګامونه واخلي.

ولادیمیر زلنسکي؛د ایران د اخوندي نظام سرسخت مخالف رضا پهلوی ملاتړ وکړ او د هر اړخیزې مرستې ډاډ یې ورکړ

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ایران تبعید شوي “ولیعهد” رضا پهلوي سره په مونیخ کې کتلي او د ایران د اخوندي رژیم پر وړاندې د خلکو د مبارزې ملاتړ یې اعلان کړی.

زلنسکي ویلي، چې د ایران خلک حق لري چې ملاتړ یې وشي او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې ځانګړې توجه وکړي.

هغه د ایران انقلابي رژیم یو دیکتاتور رژیم بللی او کلکه غندنه یې کړې.

نوموړي ویلي، چې د ایران او روسیې ګډو پوځي هڅو، په ځانګړي ډول د “شهید” ډرونونو تولید او انتقال، نه یوازې د اوکراین، بلکې د ټولې سیمې لپاره جدي ګواښ جوړ کړی.

ولسمشر زلنسکي رضا پهلوي د اوکراین د خاورې پر بشپړ ملاتړ وستایه او ویې ویل چې د انسان ژوند له هر څه مهم دی.

هغه همدارنګه وویل چې اوکراین د ایران د اعتراض کوونکو قربانیانو د ملاتړ لپاره هر اړخیزې مرستې ته تیار دی.