چهارشنبه, جون 3, 2026
Home Blog Page 113

پاکستان د درنو پورونو لاندې؛د دغه هېواد هر وګړی په اوسط ډول له درې لکو څخه ډېر پور لري

0

راپورونه ښيي چې د پاکستان ټولټال پورونه ۸۱ زره ټریلیون روپیو ته لوړ شوی، چې له دې جملې ۲۶ زره ټریلیون بهرنی او ۵۵ زره ټریلیون کورنی پور دی.

چارواکي وایي، د هېواد د شاوخوا ۲۵۰ میلیونه نفوس له مخې، هر وګړی په اوسط ډول له درې لکو څخه ډېر پور پرې لري، چې دا وضعیت د خلکو پر ورځني ژوند دروند اغېز کړی دی.

اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې دا کچه پورونه د هېواد پر مالي ثبات جدي فشار راوړي او د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو لامل ګرځي.

همداراز، څو اوونۍ وړاندې پاکستان د خپلو پورونو د کمولو لپاره ځینې پوځي تجهیزات، په ګډون د F-16 Fighting Falcon الوتکو، د سعودي عربستان سره د معاملې په چوکاټ کې ورکړي دي.

په همدې حال کې، په پاکستان کې د سون توکو بیې هم بې‌ساري لوړې شوې دي؛ د یو لېټر ډیزلو بیه ۵۲۰ روپیو او د پټرولو بیه تر ۴۵۰ روپیو اوښتې، چې د خلکو اقتصادي ستونزې یې لا پسې زیاتې کړې دي.

لر پښتانه دې؛د خپلې خاورې د کارولو پر ننګ راپاڅي

لیکوال: میرویس شینواری
د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا پخوانی مشاور

پښتونخوا د تاریخ په اوږدو کې د غیرت، قربانۍ او ازادۍ خاوره پاتې شوې ده، چې د حاجي میرزلي خان او نورو مبارزو شخصیتونو د مبارزې نښې پکې ژوندي دي.

خو نن ورځ یو ډېر جدي حقیقت مخې ته ولاړ دی: دا سیمه د داسې سیاسي او امنیتي معادلو تر اغېز لاندې ده چې د عام ولس د ارادې پر ځای، د لویو قدرتونو او نظامي پالیسو له لوري رهبري کېږي او د خپل لوی کور افغانستان پرضد پنجاب لخوا اشغال شوي سيمو څخه وحشيانه بمبار او توپونه په افغانستان توغول کيږي.

لر پښتانه بايد دې حالت ته د پای ټکی کيږدي، دا لوی شرم دی لر پښتنو لپاره چې د خپل لوی کور افغانستان پر ضد يې خاوره پنجاب استعمالوي.

دا حالت د منلو وړ نه دی چې د یوې سیمې جغرافیه او ولس دې د شخړو، فشارونو او سیمه ییزو لانجو د وسیلې په توګه وکارول شي، په ځانګړي ډول د افغانستان په تړاو، او عام ولس دې د ناامنۍ او زیانونو قرباني پاتې شي.

زه په څرګنده وایم: د پښتون ولس خاوره د جګړې لپاره نه ده، او د دې ولس خلک باید د هېڅ بهرني یا پنجاب نظامي ستراتیژۍ وسیله ونه ګرځي.

د دې سیمې راتلونکی باید یوازې د همدې ولس د ارادې او حقونو له مخې وټاکل شي.

لر او بر پښتانه باید بې‌ پروایي او چوپتیا پرېږدي، ځکه چوپ پاتې کېدل نور د حل لاره نه ده.

د حقیقت بیان، د ولس بیداري او د خپلو حقونو غوښتنه د وخت اړتیا ده.

که ولس خپل غږ پورته نه کړي؛ نو ویره شته چې وضعیت لا نور هم پېچلی او د راتلونکي لپاره ستونزمن شي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

چین:افغانستان او پاکستان باید خپلې شخړې د خبرو اترو له لارې حل کړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ ویلي، چې افغانستان او پاکستان باید خپلې شخړې او اختلافونه د خبرو اترو او دیپلوماتیکو لارو حل کړي.

ماو نینګ په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې چې چین په فعاله توګه د دواړو هېوادونو تر منځ د منځګړتوب هڅې کوي، ترڅو شخړې کمې او اړیکې ښې کړي.

هغه ټینګار کړی چې بیجینګ به د خپل سازنده رول په ترسره کولو کې دوام ورکړي، تر څو د کابل او اسلام آباد تر منځ تاوتریخوالی کم شي او د دواړو هېوادونو اړیکې لا نږدې او مستحکمې شي.

تېره شپه؛زابل او غزني ولایتونو کې درنه واوره ورېدلې

تېره شپه د زابل په خاک افغان او نوبهار ولسوالیو کې درنه واوره ورېدلې.

د زابل د طالبانو حکومت د والي ویاند صدیق الله وثیق ویلي، چې په خاک افغان ولسوالۍ کې ۷۵ سانتي متره واوره ورېدلې ده.

همدارنګه، د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې هم له پرون ورځې راهیسې درنه واوره ورېږي.

تر اوسه پورې د واورې د اورښت له امله د زیانونو کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

ایران:هرمز تنګي کې د امریکا او اسراییل د بېړیو تېرېدو ته اجازه نشته

0

د ایران د پوځ ویاند ابولفضل شکارچي ویلي، چې هېواد به یې د هرمز تنګی د امریکا او اسراییل پر مخ د اوږدې مودې لپاره وتړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په هېڅ صورت به امریکا او اسراییل ته اجازه ورنه کړل شي چې له دې مهمې سمندري لارې تېر شي.

ایران دا هم خبرداری ورکړی، هغه هېوادونه چې د دوی پر ضد یې د امریکا او اسراییل د بریدونو ملاتړ کړی، بېړۍ به یې هم له دې لارې تېرېدو ته پرېنښودل شي.

راپورونه وايي، چې د روانو نښتو پر مهال ځینې بېړۍ چې د ایران له اجازې پرته تېرېدلې، په نښه شوې دي.

هرمز تنګي د نړۍ له مهمو تېلو لارو څخه شمېرل کېږي او هر ډول بندښت یې د نړیوال اقتصاد لپاره لویې اغېزې لرلای شي.

بل لور ته، ایران ویلي چې ځینو هېوادونو لکه روسیه، چین، هند، عراق او پاکستان ته به د تېرېدو اجازه وي.

په همدې حال کې، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي چې د زور له لارې د دې تنګي پرانیستل غیرواقعي دي.

د فرانسې ولسمشر:ډونالډ ټرمپ نامودبانه څرګندونې کوي

0

د فرانسې د ولسمشر امانوېل مکرون او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ وروستۍ لفظي شخړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو نوې نښه بلل کېږي.

مکرون د ټرمپ هغو څرګندونو ته توند غبرګون وښود چې پکې یې د مکرون د شخصي ژوند په اړه ملنډې وهلې وې او ویلې و چې مکرون سره یې مېرمن ښه چلند نه کوي.

مکرون دا خبرې «نامودبانه» وبللې او ویې ویل چې نړیوال مشران باید له داسې چلند څخه ډډه وکړي.

په همدې حال کې، د فرانسې د ملي شورا رییسه یایل برون-پیوي هم پر ټرمپ نیوکه کړې او ویلي یې دي چې نړۍ له جدي بحرانونو سره مخ ده، خو داسې څرګندونې بې‌مسؤلیته او سپکاوی کوونکې دي.

دا لفظي شخړه یوازې شخصي نه ده، بلکې د پراخو سیاسي اختلافاتو یوه برخه هم ده.

فرانسې د منځني ختیځ په اړه د امریکا له ځینو پوځي پلانونو سره مخالفت کړی، لکه:

د امریکایي پوځي عملیاتو کې نه ګډون

د خپلو هوايي اډو د کارولو اجازه نه ورکول

د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د امریکا د سمندري کمپاین نه ملاتړ

بلوچستان؛په کوېټه کې په بېلابېلو پېښو کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د بلوچستان په مرکزي ښار کوېټه کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

په یادو پېښو کې، یو مړی د ښار د سول لاینز په سیمه کې موندل شوی چې ورسره د تحریک طالبان پاکستان نوم لیکل شوی و.

سربېره پر دې، په کچلاغ او هزاره ټاون سیمو کې هم دوه نور مړي موندل شوي دي.

همدارنګه، د کوېټې په ختیځ بای پاس او پښتون‌اباد سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د اوبو پر برمو ډزې کړې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

پولیسو د پېښو په تړاو پلټنې او عملیات پیل کړي، او د وژل شوي کس کورنۍ د کوېټې پرېس کلب مخې ته د احتجاج پر مهال د عاملینو د ژر نیولو غوښتنه کړې ده.

حمدالله فطرت:د پاکستان هوایي بریدونو کونړ، پکتیکا او خوست کې ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پر کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو پرلپسې هاواني، توغندیز او د ډرون بریدونه شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې ۲۵ تنه ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي، ټپیان شوي او ۲ تنه نور وژل شوي دي.

راپورونه ښيي چې د کونړ ولایت په سرکاڼو او منورې ولسوالۍ کې لسګونه هاوانونه او د لیرې واټن ویشتونکي توپونه لګېدلي، چې له امله یې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې او مالي زیانونه هم رامنځته شوي دي.

همدارنګه د پکتیکا د شکین ولسوالۍ کې د ډرون برید له امله ۳ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

بلخوا، د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ په یوه سیمه کې هم د ډرون برید له امله ۲ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

محمد باقر قالیباف، ټرمپ ته:نږدې راشه!، موږ درته انتظار یو

0

د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف په خپله ایکس پاڼه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې لیکلي: “مخکې راشه، موږ دې انتظار یو”.

نوموړي ویلي، که زموږ په کور برید کوې، د ټولې کورنۍ سره به دې مخ شو.

هغه ویلي: “موږ مسلح، مستحکم او اماده یوو، نږدې راشه!”.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره:د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره بېړنۍ اړتیا شته

0

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایویت کوپر د ۴۰ څخه د زیاتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه مجازي غونډه کې د ایران اقدامات بې‌احتیاطي بللي او ویلي یې دي چې دا کړنې د نړیوال اقتصاد پر امنیت منفي اغېز کوي.

هغې په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د هرمز تنګي له لارې د نړیوالو کښتیو د تګ راتګ د ازادۍ د بېرته ټینګولو لپاره بېړنۍ اړتیا شته.

کوپر زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۲۵ کښتۍ له دې لارې تېرې شوې دي، حال دا چې په عادي حالت کې شاوخوا ۱۵۰ کښتۍ هره ورځ له دې تنګي څخه تېرېږي، خو اوس دا مهمه سمندري لاره نږدې تړل شوې ده.

هغې همداراز وویل چې شاوخوا ۲۰ زره سمندري کارکوونکي په نږدې دوه زره کښتیو کې د دې تنګي د بندېدو له امله بند پاتې دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې د نننۍ غونډې وروسته به د پوځي پلان جوړوونکو ترمنځ بله ناسته هم ترسره شي، څو د سیمې د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره لازم اقدامات وڅېړل شي.