پنجشنبه, جون 11, 2026
Home Blog Page 11

افغانستان؛د جوبیلي ډایمنډ فوټبال ټورنمنټ پایلوبې ته ورسېد

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جوبیلي ډایمنډ څلور اړخیز نړیوال ټورنمنټ پایلوبې ته وتلې ده.

د راپورونو له مخې، افغانستان د ګروپي پړاو له سیالیو وروسته د نورو لوبډلو د پایلو په ډاګه کېدو سره د ټورنمنټ پایلوبې ته لار پیدا کړه.

په دغه ټورنمنټ کې د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، بنګله دېش او کوربه مالدیف لوبډلو ګډون کړی دی.

افغانستان په خپلې لومړۍ لوبه کې مالدیف ته ماتې ورکړه او وروسته یې له بنګله‌ دېش سره لوبه مساوي شوه چې له امله یې د پایلوبې چانس ډېر شو.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله په پایلوبه کې له پاکستان سره مخامخ شي.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د نړیوالو او آسیايي سیالیو لپاره د لوبډلو د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

افغان لوبډلې؛د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو په توپیر هند ته ټېسټ لوبه وبایلله

د افغانستان ملي لوبډلې د هند پر وړاندې د ټېسټ لوبې په درېیمه ورځ د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو په توپیر ستره ماتې وخوړه.

افعان لوبډلې نن د ټولو لوبغاړو په زیان لومړۍ پاڼۍ د ۱۵۲ منډو په کولو پای ته ورسوله، همداراز ورپسې د هندۍ لوبډلې له لوري دویمه پاڼۍ هم ورکړل شوه چې د ورځې له پای ته رسېدو وړاندې یې د ټولو وېکټو په له لاسه ورکولو ۱۱۲ منډې وکړې.

په ټوله کې افغان لوبډلې په دغه ټېسټ لوبه کې د پام وړ کارکردګي ونه کړه، په توپ اچوونه کې سلیم ساپي شپږ وېکټې ترلاسه کړې او د توپ وهنې په دوه پاڼیو کې د نورو لوبغاړو په پرتله یوازې رحمت شاه ۷۳ او صدیق اتل ۵۹ ډېرې منډې وکړې په داسې حال کې چې هندي لوبغاړو یوازې په یوه پاڼۍ کې هر یو له دې ډېرې انفرادي منډې جوړې کړې.

دا د افغانستان او هند د کرکټ په تاریخ کې د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه وه چې د دویم ځل لپاره هم هندۍ لوبډلې وګټله.

ایران:پر لبنان بریدونه د سولې بهیر اغېزمنوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعيل بقایي ویلي چې پر لبنان د اسرائیل وروستي بریدونه به د جګړې د پای ته رسولو لپاره روان ډیپلوماټیک بهیر تر اغېز لاندې راولي.

بقایي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د اوربند او د شخړې د پای ته رسېدو لپاره پیل شوې هڅې د دغو پوځي اقداماتو له امله له ننګونو سره مخ کېدای شي.

هغه زیاته کړه چې د خبرو اترو له پیل راهیسې په ډاګه شوې وه چې په لبنان کې د جګړې پای ته رسول د اوربند یوه مهمه برخه ده، او د منځګړیتوب لوري هم پر دې موضوع څو ځله ټینګار کړی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړ چې د تاوتریخوالي دوام کولای شي د سیمې د ثبات او د سیاسي حل‌لارو د موندلو پر هڅو منفي اغېز وکړي.

آزاد کشمیر کې؛د لاریونونو پر مهال ۲۴ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان تر ادارې لاندې په آزاد کشمیر کې د لاریونونو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو پر مهال څلور پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

د پولیسو په وینا، پېښه د راولاکوټ ښار په ګډ پوځي روغتون (CMH) کې رامنځته شوې، چیرې چې د ګډ عوامي عمل کمېټې (JAAC) پر غړو تور لګول شوی چې پر امنیتي ځواکونو یې برید او ډزې کړې دي.

دا نښتې د جون د نهمې نېټې لپاره د ګډ عوامي عمل کمېټې له اعلان شوي احتجاج مخکې شوې دي. یاده ډله د کشمیري کډوالو لپاره د ځانګړو شویو ۱۲ پارلماني څوکیو د لغوه کېدو غوښتنه کوي.

بل لور ته، د دغې ډلې له خوا د پولیسو د ادعاوو په اړه تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

د یادونې وړ ده چې د آزاد کشمیر حکومت څو ورځې وړاندې د ګډ عوامي عمل کمېټه ناقانونه اداره اعلان کړې وه او د دې ډلې لسګونه غړي یې نیولي وو. همدارنګه د آزاد کشمیر سترې محکمې تازه پرېکړه کړې چې د کشمیري کډوالو لپاره ځانګړې شوې څوکۍ د اساسي قانون له خوندیتوب څخه برخمنې دي او یوازې د اساسي قانون د تعدیل له لارې بدلېدای او لغوه کېدی شي.

د یمن وسله‌والو ځواکونو؛په سره سمندرګي کې د اسرائیلي بېړیو پر تګ راتګ بندیز اعلان کړ

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند اعلان کړی چې د سره سمندر له لارې د اسرائیلو اړوند پر ټولو بېړیو د تګ راتګ سمدستي بشپړ بندیز نافذ شوی دی.

ایراني رسنیو د دغه ویاند له قوله راپور ورکړی چې له دې وروسته به هېڅ داسې بېړۍ چې له اسرائیل سره اړیکه ولري، اجازه ونه لري چې د سره سمندر له لارې تېره شي.

د راپورونو له مخې، دا اقدام د اسرائیل د پوځي فعالیتونو او د سیمې د روانو کړکېچونو په غبرګون کې اعلان شوی دی.

تر اوسه د دې پرېکړې په اړه د نړیوالو سمندري ادارو یا نورو اړخونو رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

د اسټرالیا بېګ باش لیګ کې لوی بدلون؛ دوه سترې لوبډلې سره یو ځای کیږي

د اسټرالیا په یتر سوداګریز کرکټ لیګ بېګ باش کې لوی بدلون پلان شوی چې ښایي د مېلبورن دوه مشهورې لوبډلې مېلبورن سټارز او مېلبورن رېنېګډز سره یوځای شي.

همدارنګه ویل کیږي چې له ډلې یې یوه لوبډله د مالي سرچینو د برابرولو لپاره پلورل کیږي او نوي مالک ته به وسپارل شي.

دا دواړه لوبډلې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې جوړې شوې وې او د بېګ باش لیګ مهمه برخه بلل کېدې، د دې پرېکړې له امله د کرکټ مینه‌ والو غبرګونونه هم ښکاره کړي او ناخوښي یې څرګنده کړې ده.

خو د بېګ باش لیګ چارواکي وایي، دا بدلون د لیګ د ښه کولو او اقتصادي پیاوړتیا لپاره عملي کیږي.

د طالبانو حکومت؛د «جهادي آثارو د ساتنې قانون» خپور کړی

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د «جهادي آثارو د ساتنې قانون» د دې ډلې د مشر شيخ هبت‌الله اخندزاده له لوري له توشیح وروسته رسمي شوی او خپور شوی دی.

د یاد وزارت په وینا، دغه قانون دوه فصلونه او ۱۴ مادې لري او د پلي کولو مسوولیت یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې ریاست ته سپارل شوی دی.

په قانون کې د دې ریاست دندو او جوړښت ته اشاره شوې چې پکې د تېرو شلو کلونو جګړې اړوند اسناد، مدارک او تاریخي مواد راټولول، ثبتول او تنظیمول شامل دي.

همدارنګه یاد ریاست مکلف شوی چې د افغانستان د معاصر تاریخ اړوند بېلابېلې دورې مستندې کړي، په ځانګړي ډول د شوروي اتحاد پر ضد جګړه، د برتانوي استعمار پر ضد جګړې، د طالبانو حکومت د لومړۍ واکمنۍ دوره او د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پر ضد شل کلنه جګړه.

چارواکي وایي دا اقدام د تاریخي اسنادو د ساتنې او د راتلونکو نسلونو د پوهاوي لپاره ترسره کېږي.

ضیاءالحق امرخېل: واقعي اتلان هغه دي چې افغانانو ته د کار او زده کړو فرصتونه برابروي

په تېر حکومت کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د افغان سوداګر او پانګه وال میرویس عزیزي هغه هڅې او مرسته ستایلې چې پر مټ یې په قرغزستان کې د امریکایي پوهنتون افغان زده کړیالانو خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړې.

ښاغلی امرخېل وایي، په اوسني وخت کې واقعي اتلان هغه دي چې د افغانانو لپاره د کار او زده کړو فرصتونه چمتو کوي.

نوموړي له میرویس عزیزي مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې د افغان ځوانانو، په ځانګړي ډول د نجونو، د زده کړو د بشپړولو په برخه کې یې ملاتړ او خدمت د ستاینې وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې میرویس عزیزي وروسته له هغې چې د امریکا حکومت په قرغزستان کې د افغان زده کړیالانو د بورسونو له ملاتړ لاس واخیست، د یادو زده کړیالانو د زده کړو بهیر د بشپړولو لپاره ۵۰۰ زره امریکایي ډالر مرسته وکړه او دوه ورځې وړاندې یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د طالبانو حکومت د امریالمعروف وزارت:هرات کې د ښځو د نېولو راپورونه پروپاګند او د دښمن کاذب تبلیغات دي

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت حماسه ميډيا ته ویلي چې په هرات کې د ښځو د نیولو په اړه خپاره شوي راپورونه او ګنګوسې بې‌اساسه او د دښمنانو تبلیغات دي.

یاد وزارت په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په ټولنیزو رسنیو او ځینو رسنیزو راپورونو کې د ښځو د نیولو ادعاوې هیڅ حقیقت نه لري او دا موضوع کاذب پروپاګند بلل شوی دی.

د وزارت په وینا، هغه سرچینې چې دا ډول معلومات خپروي، په تېرو کلونو کې هم ناسم او بې‌اساسه راپورونه ورکړي دي او د دوی ادعاوو ته کوم معتبر شواهد نه شته.

وزارت ويلي:« د یادې موضوع په تړاو نه کوم شواهد شتون لري او نه اسناد، یواځې دین دوښمنه عناصر دیني اوامر ځکه هدف ګرځوي ترڅو افغانستان کې هم د غرب پڅیر د ښځو د حقوقو تر عنوان لاندې پریوتي معیارونه ترلاسه کړي.»

دغه وزارت زیاته کړې چې حجاب الهي امر دی، مسلمانې ښځې مکلفې دي چې حجاب وکړي او زمونږ لومړیتوب هم شرعي حجاب دی.

د طالبانو حکومت:د روان کال له حمل میاشتې راهیسې د ډوبېدو پېښو کې ۷۵ کسان مړه شوي

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند، محمد یوسف حماد، ویلي چې د روان کال د حمل میاشتې له پیله تر اوسه په هېواد کې د اوبو کې د ډوبېدو له امله ۷۵ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، په مړو شویو کسانو کې ۲۷ نارینه، ۷ ښځې او ۴۱ ماشومان شامل دي، چې ډېری پېښې د سیندونو، جهيلونو او د لامبو پر مهال رامنځته شوې دي.

حماد له خلکو غوښتي چې د اوبو ترڅنګ د تفریح او لامبو پر مهال د خوندیتوب اصول او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې لارښوونې جدي ونیسي، څو د داسې دردناکو پېښو مخه ونیول شي.

چارواکي وایي چې هر کال د پسرلي او اوړي په موسمونو کې د ډوبېدو پېښې زیاتېږي، چې مهم علتونه یې د سیندونو د اوبو لوړوالی، د لامبو د مهارت نشتوالی او د کورنیو له څار پرته د ماشومانو اوبو ته نږدې کېدل بلل کېږي.

د معلوماتو له مخې، د دغو پېښو ډېره برخه قربانیان ماشومان وي، چې د احتیاطي تدابیرو د نه مراعت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.