د تحریر الشام مشر احمد الشرع د سوریې انتقالي پړاو کې رسما د سوریې د نوي دولت مشر وټاکل شو.
الجزیرې تلویزیون ویلي، چې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د تحریر الشام په ګډون د سوریې د ځینو ګوندونو مشرانو په کې ګډون کړی وو، پرېکړې شوې، چې پخوانی اساسي قانون، ولسي جرګه، د اسد پوځ او پخواني رژیم اړوند امنیتي ادارې لغوه دي.
الجزیرې تلوېزیون زیاته کړې، چې دې مراسمو کې د نویو امنیتي ادارو د جوړولو پرېکړه هم شوې، چې د خلکو امنیت وساتي.
د یادونې ده، چې تحریرالشام د تېر میلادي کال وروستۍ میاشت د بشارالاسد نظام ړنګ او واک یې ترلاسه کړ.