یکشنبه, اکتوبر 26, 2025
Homeکورپاڼهاسرائیلي چارواکي:حماس به نن درې اسرائیلیان او پنځه تایلینډیان خوشي کړي

اسرائیلي چارواکي:حماس به نن درې اسرائیلیان او پنځه تایلینډیان خوشي کړي

اسرائیلي چارواکي وايي، په پام کې ده، چې حماس به نن په غزه کې درې یرغمل شوي اسرائیلیان او پنځه تایلنډیان خوشي کړي.

دغه چارواکو ویلي، چې د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو بدل کې ۱۱۰ فلسطیني بندیان د اسرائیل له زندانونو خوشي کېږي.

که دغه بهیر نن بشپړ شي، دا به په غزه کې د اوربند هوکړې یوې برخې په توګه د یرغمل شویو اسرائیلیانو درېیمه ډله وي، چې خوشي کېږي.

بل لور د تایلنډي یرغمل شویو کسانو خوشي کېدل د حماس یواړخیز ګام دی او د اوربند هوکړې برخه نه بلل کېږي.

راپورونو کې ویل شوي، چې دا کسان کرنیز کارګر دي، چې له اسرائیله تښتول شوي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here