دوشنبه, جون 16, 2025
Homeافغانستانهمیش فالکونر:له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې همکاري کوو

همیش فالکونر:له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې همکاري کوو

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همیش فالکونر وایي چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو په اړه یې یوه غونډه کړې ده.

فالکونر ویلي چې بریتانیا د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له ښځو او نجونو، سره پر خپله ژمنه ولاړه ده.

هغه زیاته کړې، ویاړي چې د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د افغانستان لپاره جوړې شوې غونډې کې د دوی مېلمانه وو.

تر دې مخکې، همیش فالکونر ویلي وو چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو دفاع د بریتانیا له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here