شنبه, اکتوبر 25, 2025
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د ریاست الوزرا تازه حکم؛نه د سیمې هېوادونو کرنسۍ...

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا تازه حکم؛نه د سیمې هېوادونو کرنسۍ افغانستان ته راوړی شئ او نه هم د هېواد له پولو تر پنځه زرو د زیاتو ډالرو د انتقال اجازه لرئ

د افغانیو کارولو او د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو قاچاق د مخنیوي په اړه د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا له لوري یو تازه حکم صادر شوی دی.

په یاد حکم کې راغلي، چې هیڅوک نشي کولای له هېواد څخه د باندې د ځمکې له لارې تر پنځه سوه او د هوا له لارې تر پنځه زره زیات ډالر ولېږدوي.

سرچینه زیاتوي، که هر چا دا کار وکړ، نو د یو میلیون ډالرو د انتقال په صورت کې به په یو کال، د سل زرو ډالرو انتقال په صورت کې به یوه میاشت او تر دې ښکته به تر لسو ورځو پورې په بند محکومیږي.

د ریاست الوزرا له مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هېواد ته د سیمې هېوادونو پورې اړوند کرنسۍ راوړل ممنوع دي.

دوی دغه راز له ټولو افغانانو غوښتي چې راکړه ورکړه په افغانیو وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here