طالبانو هغه کسان نیولي، چې تېره شپه یې خوست کې لس کسان قتل کړي وو.
خوست کې د طالبانو حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دې پیښې په تړاو یې دوه تنه نیولي چې تر ډېره پرې د دغه پېښې شک کېده.
هغه ویلي، چې له دغه کسانو څخه څېړنې روانې دي.
تر اوسه د یادو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د یادونې ده چې تېره شپه د علیشیرو په بوخانه سیمه کې د یوې کورنۍ لس غړي د ښځو او ماشومانو په ګډون په خپل کور کې وژل شوي وو.

