د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د طالبانو حکومت د علماوو او مشرانو سلا مشورو ته ضرورت لري.
مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته په سفر کې له علماوو او قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي، چې د دوی حکومت خپلې چارې د ولس په مشورو مخته وړي.
نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو حکومت د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډونه لهمنځه وړي.
هغه ویلي، نړۍ پوهېږي، چې د طالبانو حکومت د افغانانو ښه استازولي کولای شي.