د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت د ښځو په اړه د یوناما وروستی راپور بې اساسه بللی.
یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه راپور د غربي لیدلوري په اساس جوړ شوی.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د طالبانو حکومت د اسلامي اصولو، دیني او افغاني ارزښتونو او ټولنیزو حساسیتونو په پام کې نیولو سره د ښځو ټول حقونه خوندي کړي.
دوی له یوناما غوښتي چې خپلو راپورونو کې د افغانستان دیني او کلتوري ارزښتونو ته پام وکړي.
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې دوی د اسلام په رڼا او شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.