د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې دی د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره بهر وتلی.
عباس ستانکزي ویلي، چې د طالبانو حکومت له مشر شیخ هبتالله اخوندزاده سره هیڅ راز دوښمني نه لري.
ښاغلي ستانکزي یو غږیز کلیپ کې ویلي، چې کرونا ته ورته ناروغي یې وه؛ نو ځکه بهر ته وتلی.
تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې ګواکې دی له شیخ هبت الله سره تر جنجال وروسته دوبی ته تللی.