شنبه, جون 14, 2025
Homeافغانستانکریم خرم د طالبانو حکومت ته:چې فرصت درنه تېر شو، بیا اصلاحات...

کریم خرم د طالبانو حکومت ته:چې فرصت درنه تېر شو، بیا اصلاحات هم بې معنی دي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم وايي، چې نظامونه تر یوې ټاکلې مودې پورې د اصلاحاتو لپاره وخت لري؛ خو که دا فرصت یې له لاسه ورکړ؛ نو بیا اصلاحات بې ګټې دي.

هغه د طالبانو حکومت ته په کنایوي ډول ویلي، وړاندې تر دې چې ناوخته شي؛ پیاوړي نظامونه خپل ځانونه اصلاح کوي.

نوموړي زیاته کړې، کله چې د ولس باور پای ته ورسیږي؛ نو بیا اصلاحات هم کومه پایله نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو حکومت له سختو نیوکو سره مخ دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here