د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن سهار کابل ته را ورسېد.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې له دغه سفر څخه موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د ګډو ستونزو حل دی.
دا سفر په داسې مهال کېږي، چې د هلمند په سیند کې د حقابې پر سر د کابل او تهران ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
د یادونې ده، چې عباس عراقچي به په دغه یو ورځني سفر کې له یو شمېر طالب چارواکو سره وګوري.

