د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان ویلي، چې د نجونو په ګډون افغان زده کوونکي پاکستان کې زده کړو او تحصیل ته لېواله دي.
هغه پر خپله ایکس پاڼه له یو انځور سره لیکلي، چې اوس مهال لسګونه افغان زده کوونکو د علامه اقبال پوهنتون بورسونو کې ګډون کړی او دا د دې ښکارندوي کوي، چې افغانان پاکستان کې زده کړو سره علاقه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې پر یو ایکس سپیس کې ګڼ شمېر طالب پلویانو په شیخ هبت الله نیوکه کړې، چې په کور دننه یې د زده کړو دروازې تړلې؛ نو ځکه افغانان اړ دي، چې خپلې لوڼې د زده کړو لپاره بل هېواد ته ولېږي.

