د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د هند قونسلګري پر یو افغان ژباړن ودود خان برید شوی.
سیمهییزې سرچینې وایي، په برید کې ودود خان او یو بل ملګری یې ټپیان شوي؛ خو ساتونکی یې وژل شوی دی.
تر اوسه د برید مسؤلیت چا نه دی اخیستی.
دا برید په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د کابل او ممبي ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا راپورونه ورکړل شوې وه.