چهارشنبه, دسمبر 25, 2024
Homeافغانستانمسلمیار:د پاکستان له لوري دغه ډول خپلسري بریدونه د افغانستان پر ملي...

مسلمیار:د پاکستان له لوري دغه ډول خپلسري بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری دی

جمهوري حکومت کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د پاکستان پوځ له لوري د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ هوايي برید په سختو ټکو غندلی.

ښاغلي مسلمیار په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د پاکستان له لوري دغه ډول خپلسري بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری دی او په وینا یې هېڅ هېواد حق نه لري چې د افغانستان پر قلمرو او جغرافیه دغه ډول خپلسرانه بریدونه ترسره کړي.

نوموړي ویلي، دا ډول بریدونه د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی او باید بې ځوابه پرېنښول شي.

هغه د یاد برید شهیدانو ته د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here