چهارشنبه, دسمبر 25, 2024
Homeافغانستانحامد کرزی:د پاکستان له لوري پر افغان خاوره برید په ښکاره ډول...

حامد کرزی:د پاکستان له لوري پر افغان خاوره برید په ښکاره ډول د نړیوالو قوانینو نقض دی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر پکتیکا د پاکستاني پوځیانو برید غندلی.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه ویلي، چې دا چاره په ښکاره ډول د نړیوالو قوانینو نقض دی.

نوموړی زیاتوي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچنو اړیکو علت د اسلام اباد له لوري ناکام او پر افراطیت ولاړ سیاستونه دي.

هغه حسنه اړېکې د دواړو هېوادونو په کټه بللې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here