لیکواله: فاطمه ملکزۍ
رانجه د افغاني او اسلامي کلتور په چوکاټ کې ځانګړی اهمیت لري. دا نه یوازې د سینګار یوه دودیزه برخه ده، بلکې په ډېرو ځایونو کې د سترګو د درملنې په توګه هم کارول کېږي. د رانجو استعمال د سیمې د کلتور، دودونو او خلکو د اړتیاوو سره سم مختلف ډولونه لري.
رانجه یوازې په افغانستان کې نه، بلکې د هند نیمې وچې او منځنۍ آسیا د لرغونو تمدنونو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
دا په لرغوني مصر، هند، فارس او منځنۍ آسیا کې د ښکلا او درملنې لپاره کارول کېده. خلکو باور درلود چې رانجه د سترګو د ناروغیو مخنیوی کوي او د سترګو روغتیا ته ګټور دی. په هند او افغانستان کې رانجه د ښځو د زینت یوه مهمه برخه وه. دا په ځانګړې توګه د ودونو او نورو ځانګړو مناسبتونو لپاره کارول کېده.
رانجه په کورونو کې له طبیعي موادو څخه جوړېده، لکه د زیتون یا بادامو د تیلو لوګی چې په نرم پوډر بدلول کېده. په افغانستان کې د رانجو جوړول ځانګړې طریقې لري. د رانجو توره تېږه د یوې اونۍ یا څو ورځو لپاره په پاکو اوبو کې خیشته کېږي. بیا دا تېږه د یوې ځانګړې غونډارې په مرسته په دقت سره میده کېږي، او د پاکوالي لپاره پکې لږ اوبه اضافه کېږي. ځینې وختونه، میده شوی رانجه د ململ له نرۍ ټوټې څخه هم تېرېږي ترڅو نرموالی یې یقیني شي. په کلیوالو سیمو کې ځینې ښځې د رانجو لپاره کوچ، سنګې بصري، یا نور طبیعي مواد ورګډوي، چې دا د سترګو د روښانتیا او روغتیا لپاره لا ګټور کړي.
په ښارونو کې د رانجو جوړولو چارې اکثراً نارینه ترسره کوي، خو په کلیوالو سیمو کې دا یوازې د ځانګړو ماهرو ښځو مهارت دی. په یوه کلي کې معمولاً یو یا دوه ښځې د رانجو جوړولو تجربه لري.
رانجه د ښکلا او درملنې په دواړو برخو کې ځانګړی ځای لري. طبیعي رانجه سترګې له ګردونو او دوړو څخه ساتي. سترګې جذابې او روښانه ښکاره کوي . طبیعي رانجه د سترګو ستړیا کموي او د نظر روښانتیا ته ګټور ګڼل کېږي.
رانجه یوازې د سترګو لپاره نه، بلکې په افغانې ټولنه کې د نورو دودیزو کارونو لپاره هم کارول کېږي. ښځې د ښکلا لپاره په مخ د رانجو خالونه وهی. د بد نظر او حسد څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره، نویو زیږیدلو ماشومانو ته د رانجو خال وهل کېږي او پر پزه یې هم یوه د رانجو کرښه باسي.
په افغانستان کې رانجه د ښکلا او فرهنګي میراث یوه مهمه برخه ده. په دودیز ډول، دا په کلیوالو سیمو کې د ښځو لپاره د ښکلا یوه ارزانه او اسانه وسیله وه. رانجه نه یوازې د ښځو لپاره، بلکې ځینې وخت د ماشومانو د سترګو د ساتنې لپاره هم کارول کېده، چې له دوړو او نورو زیانونو څخه یې سترګې خوندي پاتې شي.
د عصري ښکلايي موادو پراختیا سره، رانجه اوس مهال د کاجل، آي لائنر، او نورو معاصرو ښکلايي موادو لخوا تر ډېره یې ځای نیولی دی. سره له دې، رانجه لا هم د دودیزو او فرهنګي محفلونو لپاره کارول کېږي او په ځانګړو مناسبتونو کې د افغانې میرمنو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
رانجه د پښتو ادب او هنر یوه مهمه موضوع ده. د دې یادونه په ګڼو سندرو، شاعرۍ او متلونو کې شوې ده. د قمر ګلې مشهوره سندره:
“زه چې په تورو سترګو تور رانجه کړم پورې مورې
ځواني مې ګورې مورې جدا له یاره…”
په دې توګه، د پښتنو شاعرانو په شعرونو کې رانجه هم یو مهم عنصر دی. په پښتو ادب کې، رانجه نه یوازې د ښکلا بلکه د عاطفي او عاشقانه روابطو نښه هم ګڼل کېږي.
رانجه د افغانې او اسلامي کلتور یوه نه بېلېدونکې برخه ده. دا یوازې د ښکلا وسیله نه ده، بلکې د درملنې، روحاني پاکوالي او فرهنګي هویت نښه ده. د رانجو دودیزې لارې او جوړونې طریقه په خپله د دې کلتوري ارزښت یوه ښکاره بېلګه ده، چې د خلکو په ورځني ژوند او دودیزو مراسمو کې مهم ځای لري.