د ملګرو ملتونو پراختیايي سازمان وايي چې د ننګرهار او کونړ وروستیو زلزلو درانه زیانونه اړولي او ډېری ځپلي کورنۍ د ژمي تر رارسېدو مخکې بېسرپناه پاتې دي.
ملګري ملتونه وايي، ډېری مرګژوبله د دیوالونو او چتونو د نړېدو له امله رامنځته شوې او لسګونه کورنۍ اوس په لنډمهالو خیمو کې ژوند کوي.
دغه سازمان د بېړنیو مرستو او خوراکي توکو غوښتنه کړې ده.