د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي، د ډاکټر فاروق اعظم د بندي کېدو په غبرګون کې ویلي، چې فاروق اعظم پخوا د ارګ په تالار کې د پخواني ولسمشر اشرف غني او نورو مشرانو پر وړاندې توندې خبرې کړې وې؛ خو د هغه د آزاد فکر او نقاد درناوی کېده.
ښاغلي فدایي ویلي: «نن هغه کس ولچک شوی، چې نه یې د سپینو وېښتو خیال وساتل شو او نه یې د حقپالنې مرستې ته څوک ورسېدل.»
هغه زیاته کړې، چې تر ټولو ډېر شکایت او فریاد اوس له هغو کسانو اورېدل کېږي، چې د طالبانو د راتګ پر مهال یې اتڼونه کول او د بریا جشنونه یې لمانځل.
فدایي د قرآن د یو آیت په یادولو سره ویلي: «د الله د نعمتونو ناشکري د سخت عذاب لامل کېږي.»