لیکواله: فاطمه ملکزۍ
لونګ، چې د خوند او خوشبویۍ له امله شهرت لري، د پخواني مصر او هند په پاچاهانو کې د زینت او خوند د یوه مهم عنصر په توګه کارېدلی.
ویل کېږي چې لونګ لومړی له مصر او هنده چین ته، او بیا اروپا ته وړل شوی، وروسته یې په نوره نړۍ کې پراخ رواج وموند.
اوس مهال، لونګ تقریباً په ټولو تودو سیمو کې کښت کېږي، او سړې سیمې هم له دې ادویه بېبرخې نه دي.
لونګ د خلکو ترمنځ د خوند له امله مشهور شوی، او د جشنونو، مراسمو او نکریزو په محفلونو کې کارېدنه لري.
د دې بوټې استعمال د شوق او ذوق څرګندونه کوي، چې د خلکو د خوښۍ یوه نښه ده. همدارنګه، لونګ طبي ګټې هم لري، او په درملو کې د درد کمولو او آرامۍ لپاره استعمالېږي.
د لونګ خاصیت داسې دی چې د بوي کولو پر مهال انسان ته رواني خوشالي بخښي، چې ځینې رنځوران یې د خپګان د کمولو لپاره استعمالوي.
په پښتو ولسي ادبیاتو کې، لونګ د نورو بوټو په پرتله ډیر یاد شوی. په لنډیو او سندرو کې، دغه بوټی د ودونو په مراسمو کې په سمبوليک ډول کارېدلی دی، چې د عشق او مینې نښه ده. پښتنې انجونې د وادونو په مراسمو کې، معمولاً لونګ په شیدو یا اوبو کې یوه یا دوه ورځې مخکې لمده کوي تر څو نرم شي. بیا د کلیو انجونې ټولې راټولیږي، له دې نرم لونګ څخه ښایسته لونګین جوړوي. دا لونګین په ښایسته دسمال کې غوټه کېږي، او د ناوی په صندوق کې ایښودل کېږي. کله چې انجونې لونګین جوړوي، نو د خوشحالۍ او مینې د اظهار لپاره زمزمه هم کوي، چې دا د دوی د هنر او احساساتو یوه نښه ده.
د دې بوټې په اړه یوه مشهوره لنډۍ داسې ده
سبا به بیا بازار ته لاړ شې!
د لونګین ځونډي دې کم راوړي دینه!
لونګ د خوند، خوشبو او زینت نښه ده، چې د پیغلو د ځانګړتیاوو او مینې سمبول ګرځي. د دې بوټې شکل مېخ ته ورته دی، رنګ یې تور ته نږدې دی، خو پوره تور نه دی، او دغه نبات په استوايي سیمو کې ښه وده کوي. د لونګ ونې د ۱۰ تر ۱۲ مټرو پورې لوړېږي، او د سمې پالنې او کښت له لارې، لونګ د اقتصاد په برخه کې هم ښه ونډه لري.
که کوم زمیندار د دې ونو سم پالنه وکړي، نو دا به له اقتصادي پلوه یو عاید وړ محصول وي.
لونګ یوازې د خوند او خوشبو یوه نښه نه، بلکې د اقتصادي ارزښت یوه مهمه برخه هم ده.
نو ویلی شو چې لونګ د تاریخي، کلتوري او طبي ارزښتونو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. د دې بوټې زینتي او خوندور بوی، د مینې او عشق نښه، او د طبیعي درملو په برخه کې ارزښت لري. لونګ د انسانانو په ژوند کې یو ځانګړې ځای لري.
هر ځل چې د لونګ خوشبو خپرېږي، د پښتنو فرهنګ او هویت نغمه هم ورسره پورته کېږي.
پښتنې ښځې د لونګ څخه ښایسته لونګین جوړوي، چې پر اوږو یې زړه وي.
د دوی دا خلاقیت او هنر د دې بوټې له خاصیتونو سره یو ځای، د فرهنګي او هنري ارزښتونو یوه جذابه بڼه وړاندې کوي.