لیکواله: فاطمه ملکزۍ
نیمه پېړۍ وړاندې، د پښتنو په کلتور کې شین خال د ښایست یو مهم معیار ګڼل کېده. فولکلوریک تاریخ ښيي چې افغان مېرمنو ته پر زنه، تندي او شونډو شنه خالونه سینګار ګڼل کېدل. د اسلام د راتګ نه وړاندې، ساکانو د واده پر مهال د نجلۍ پر مخ خال د ښکلا نښه بلله.
تاریخپوه هیرودوتس د ساکانو په اړه وايي چې شین خال د شرافت او پاک لمنۍ سمبول و. دغه خالونه، چې د اوسني ټټو په شان شین رنګ لري، د څو ستنو په یو ځای کولو سره وهل کېدل، او د وینې د تویدو وروسته چلم اوبه پرې تویول کېدې تر څو ژر ورغیږي. نارینه چې نازولي ول یا د مور یو زوی وو، هم به یې خالونه وهل.
په پښتو ادب کې د خال په اړه ګڼې غزلې او لنډۍ شته:
شنه شنه دې خالونه
خیالي اوربل دې جوړ
که جوړ کړو ولونه ولونه
پښتنې پيغلې ښايسته وي
تور يې پيکي لوړه ځواني شنه يې خالونه!
دا بیت د پښتنو د ښکلا معیار او د مېرمنو د جذابیت یو واضح مثال دی. خالونه نه یوازې د بدن د ښکلا نښه ده، بلکې د مېرمنو د کلتوري ارزښت او مقام څرګندونه هم کوي.
د دې خالونو ښکلا او هنر د پښتنو د فرهنګي هویت یو څرګند مثال دی. خالونه د نجونو نازکۍ او د کلتور ځانګړتیا او د ښایست معیارونه پیاوړي کوي. هر خال د یو ځانګړي معنا او تاریخي ارزښت لرونکی دی.
د پښتنو په ټولنه کې، خالونه د ناز او نازکۍ څرګندونه کوي. د خالونو ښکلا د پښتنو د ادبیاتو، فولکلور او ټولنیز ارزښتونو سره نښلوي.
دا کلتوري ځانګړتیاوې د پښتنو د هویت یوه مهمه برخه جوړوي، چې د نسلونو له خوا د ساتنې وړ ده.