یکشنبه, دسمبر 22, 2024
Homeافغانستاناندونیزیا او قطر؛افغان محصلانو ته د بورسیو ورکولو موافقه لاسلیک کړه

اندونیزیا او قطر؛افغان محصلانو ته د بورسیو ورکولو موافقه لاسلیک کړه

اندونیزیا او قطر افغان محصلانو ته د بورسیو ورکولو موافقه لاسلیک کړه.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دا موافقه د پنج‌شنبې په ورځ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مرسودي او د نړیوالو اړیکو په چارو کې د قطر د دولت له وزیرې لولوُ الخاطر سره لاسلیک کړه.

دې موافقه کې ویل شوي، چې د اندونیزیا په پوهنتونونو کې د افغان محصلانو د بورسیو لګښت د قطر حکومت ورکوي.

د یادونې ده چې اوس‌‌مهال نژدې شل تنه افغان محصلان په اندونیزیا کې لوړې زده‌کړې کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here