د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوې تازه وینا کې ویلي چې پر کابل او برمل د رامنځته شویو هوايي بریدونو او د بهرنيو هېوادونو پرلهپسې ګواښونو په وړاندې ملي یووالی او ګډ دریځ ضروري دی.
حکمتیار ټینګار کړی چې د هېواد د خپلواکۍ او ملي حاکمیت دفاع ټول افغانانو ته واجب ده او داخلي اختلافات باید شاته وغورځول شي.
هغه ویلي، چې دا پېښې عادي نه دي او باید له سیاسي او ټولنیزو ګوندونو تر یوې ملي اجماع لاندې د دفاعي چمتووالي عملي پلانونه جوړ شي.
حکمتیار خبرداری ورکړی چې اجازه ورنکړو چې اجنبي او سیال هېوادونه افغانستان د خپلو ناندریو او نیابتي جګړو میدان وگرځوي، ځکه قربانیان به بیا افغانان وي.
هغه په پای کې غوښتنه کړې چې خلک دې د روان وضعیت په اړه خبر کړل شي او په ګډه دې د ملي دفاع او ثبات لپاره ژر اقدام وشي.

