د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیبالرحمان حکمتیار ویلي، ټاکل شوې وه چې د دغه حزب مشر ګلبدین حکمتیار د درملنې لپاره مالیزیا ته ولاړ شي؛ خو د طالبانو حکومت د هغه د سفر غوښتنه رد کړې ده.
هغه پر ایکس لیکلي چې طالبانو له ۴۰ ورځو ځنډ وروسته حکمتیار ته ویلي چې په کابل کې دې درملنه وکړي او لګښتونه به د طالبانو حکومت پرې کوي.
نوموړي زیاته کړې، طالبانو په پلمه جوړونکو ځنډونو دا موضوع وځنډوله او بالاخره یې د سفر اجازه ورنه کړه.
حبیبالرحمان زیاتوي، طالبان له سیاسي مشرانو غواړي هېواد ته ستانه شي؛ خو د حکمتیار د بهرني سفر مخه نیسي، او دا ثابتوي چې په طالبانو باور نه شي کېدای.
راپورونه ښيي چې د طالبانو حکومت پر حزب اسلامي ګڼ محدودیتونه لګولي، د دې ګوند دفترونه یې تړلي، د حکمتیار استوګنځای یې تر نظارت لاندې راوستی او اوس یې د سفر اجازه هم نه ده ورکړې.
تر دې مخکې، د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله د بهرنیو سفرونو د مخنیوي راپورونه هم ورکړل شوي وو.

