یکشنبه, اکتوبر 26, 2025
Homeافغانستانهندي رسنۍ:امیرخان متقي له نیوکو وروسته په نوي ډېلي کې له ښځینه...

هندي رسنۍ:امیرخان متقي له نیوکو وروسته په نوي ډېلي کې له ښځینه خبریالانو سره دوهمه خبري ناسته وکړه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ښځو پر وړاندې د تبعیضي چلند له سختو نیوکو وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه یو ځل بیا په نوي ډېلي کې له ښځینه خبریالانو سره ګډه خبري ناسته ترسره کړې ده.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، متقي په خپل لومړي کنفرانس کې ښځینه خبریالانو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړې، چې دا کار د هند د سیاستوالو او د بشري حقونو د فعالانو غبرګونونه راوپارول.

راپورونه وایي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت له متقي غوښتي وو چې غونډه تکرار کړي او ښځینه خبریالان هم وربللی شي.

په دې ناسته کې متقي ادعا کړې چې د «اسلامي امارت» د تېرې شپې بریدونو پر مهال ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او د طالبانو ۹ سرتېري هم وژل شوي دي.

بل لورته د پاکستاني رسنیو په وینا، د پاکستان پوځ د طالبانو ۱۹ پوستې نیولي، په داسې حال کې چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ۲۵ پاکستاني پوستو د نیولو ادعا کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here